ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

رواني ناروغۍ؛ هغه ناورین چې انسان په پټه ګواښي

رواني ناروغۍ؛ هغه ناورین چې انسان په پټه ګواښي

author avatar
29 Sep 2021 - 16:09
رواني ناروغۍ؛ هغه ناورین چې انسان په پټه ګواښي
author avatar
29 Sep 2021 - 16:09

کابل (پژواک، ۷ تله ۱۴۰۰): د رواني چارو پوه په خلکو کې د رواني ستونزو پر ډېرېدو اندېښنه څرګندوي او وايي، که د خلکو رواني ستونزو د عواملو مخه ونه نیول شي، پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر به دوه برابره شي او بدې پایلې به ولري.

رواني ناروغۍ د رواني نا ارامیو پراخې لړۍ ته وايي چې پر فکر، احساس او چلند اغېز کوي او ناروغ کس نه شي کولای ورځنۍ چارې یې په ښه ډول ترسره کړي.

نامناسب چلند، له نورو ګوښه کېدل، تاوتریخوالی، ناسم باور، د تمرکز کمزوري، خواشیني او زړه تنګوالی، د لېوالتیا له کمښت یا له یو څه خوند نه اخیستل، ځان لوی ګڼل، خوځښت رامنځته کېدل، اندېښنې، د وزن ژر بدلون، ډاروونکي فکرونه، له اندازې ډېر ډار یا د ډېرې ګناه احساس، د خوړو په عادتونو کې ډېر بدلون، ډېره ستړیا، له ورځینو ستونزو سره د مبارزې کمزوري او تشویش، له اندازې ډېر قهر یا د ځان وژنې فکر د رواني ستونزې نښې دي.

د عامې روغتیا وزارت له خوا د خپرو شوو معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د ټول نفوس ۴۶ سلنه خلک رواني روغتیا نه لري.

خو د رواني ناروغیو متخصص او د افغان روان پوهانو ټولنې رییس ډاکتر عزیزالدین همت له پژواک سره مرکه کې وویل: ((زموږ په هېواد کې چې تر ۴۰ کلونو ډېره جګړه او ناامني شوې، د خلکو اقتصادي وضعیت خراب دی، په وروستیو دوو کلونو کې یې د کرونا بحران تېر کړی، باید ووایم چې پر رواني ناروغیو د اخته کسانو شمېر تر هغه ډېر دی چې عامې روغتیا وزارت په ډاګه کړي دي.))

نوموړي د سیاسي نظام بدلون او له هغه وروسته په بېلابېلو برخو کې رامنځته شوو ستونزو ته په اشاره وویل: ((له هغې ورځې چې د هېواد سیاسي نظام تغییر وکړ، که څه هم ناامنۍ کمې شوې، خو له بده مرغه خلک ذهني ارامي نه لري، تاسو باور وکړئ داسې فکتورونه [عوامل] شته چې د خلکو د رواني سردردیو لامل شوي او دغه ستونزې یې ډېرې کړې دي.))

اقتصادي ستونزې او د انسان پر روان یې منفې اغېزې

ډاکتر همت وویل، د کار او دندې له لاسه ورکول، د معاش او نورو نه ترلاسه کول او نور هغه عوامل دي چې د خلکو پر روان منفي اغېز کولای شي او رواني ستونزې یې ډېروي.

هغه وویل، په دې وروستیو کې د ملي اردو د یوه سرتېري په ګډون څو کسانو په مرکز او ولایتونو کې د اقتصادي ستونزو له امله ځان وژنه کړې، حتماً دغه کسانو له مخکې رواني ستونزې هم درلودې، د اقتصادي ستونزې په ډېرېدو یې رواني ستونزې سختې شوې او په پایله کې یې ځان وژنه کړې ده.

«ښځې هر وخت کې تر ټولو زیانمنه طبقه؛ په ښځو او نجونو کې د رواني ناروغیو د ډېرېدو خطر زیات شوی دی.»

د ډاکتر همت په خبره، اوس مهال د دغه هېواد ډېری خلک په یو ډول روحي او رواني اندېښنه لري، خو ښځې له دې ستونزې سره ډېرې مخ دي.

هغه زیاته کړه: ((تاسو پوهېږئ چې تر ټولو ډېر چې په دې شرایطو کې زیانمن شوي، ښځې دي، تر ټولو ډېره اندېښنه زموږ لوڼې لري؛ ځکه د سیاسي نظام له بدلون وروسته چې دوې میاشتې تېرېږي، په کور کې پاتې دي او لا هم ښځې او نجونې د خپل برخلیک په اړه نه پوهېږي، تر اوسه ښځې کار ته نه ځي، د نجونو د متوسطې او لېسې دورې او دولتي پوهنتونونه تر اوسه نه دي پيل شوي.))

هغه د ښځو کارکوونکو کار ته نه تګ، د پوهنتونونو، د نجونو د لېسو او منځنۍ دورې زده کړو نه پیلېدل د توجیه وړ ونه بلل او ویې ویل: ((د ښځو اندېښنې بېځایه نه دي؛ ځکه چې د طالبانو د تېرې دورې انځور یې ذهن کې پاتې دی، فکر کوي دا ځل به هم له ورته ستونزو سره مخ شي، یو ځل بیا به د تحصیل، زده کړو او کار حق ترې اخیستل کېږي او هر څومره یې چې انتظار دوام پیدا کوي شک یې پر باور بدلېږي.))

د نوموړي په خبره، هر څومره چې یادې ستونزې حل شي، نه یوازې د ښځو او نجونو، بلکې د کورنیو تشویش یې هم لرې کېږي او پر دې سربېره ټولنه پر حکومت باور او ملاتړ یې کوي.

منفي تبلیغات، د انسان د روح او روان تښتوونکي

ډاکتر همت د ټولنیزو رسنیو له خوا منفي تبلیغاتو ته په  اشاره وویل: ((له هغې ورځې چې سیاسي نظام تغییر شو، په ټولنیزو رسنیو کې منفي او ناسم تبلیغات دومره ډېر شول چې انسان تېرباسي، یوه ورځ یوه اوازه خپروي چې طالبان نجونې پاکستان ته بیايي، بله ورځ اوازه کېږي چې عسکري جبري کوي او بله ورځ یو کس فېسبوک کې لیکي چې طالبان د خلکو کورونه تلاشي کوي، په داسې حال کې چې ټولې اوازې دي، خو د خلکو روان او اعصاب تخریشوي.))

ډاکتر همت زیاته کړه: ((دوه کاله مخکې چې کرونا ناروغي خپره شوه، عامې روغتیا وزارت دومره تبلیغات وکړل چې له کرونا یې هیولا جوړه کړې وه، کابو ډېری خلک ترې ډارېدل او ډېری خلک تشویش اخیستي وو، څوک به چې پر عادې زوکام اخته شول، فکر یې کاوه چې کرونا ونیولم، تاسو باور وکړئ څوک چې به پر کرونا اخته شول، له ډاره به یې ډېره نازکه دوره تېروله.))

هغه د اوازو خپرول ناسم، اسلامي او انساني ضد کار وباله او ویې ویل، د خپلو موخو ترلاسه کولو لپاره باید د خلکو پر روغتیا او روان لوبې ونه کړي.

د مولانا فضل الله په نوم دیني عالم هم منفي تبلیغاتو ته په اشاره وویل: ((موږ تر ډېره له تیارو خبرې کوو، له بدو خبرو کوو. موږ په داسې شرایطو کې یو چې داسې کسانو ته اړتیا لرو چې خلک راتلونکي ته هیله من کړي، خلکو له هر کاره لاس اخیستی، ناهیلي شوي او پر رواني فشارونو اخته دي، زه له دیني عالمانو غواړم چې خلکو ته هیله ورکړي، خلک دې تر دې ډېر نه ناهیلي کوي.))

ډاکتر همت وویل: ((که د دغه عواملو مخه ونه نیول شي، باور وکړئ چې پر رواني ستونزو د اخته کسانو شمېر به د پام وړ ډېر شي، زه کولای شم ووایم: رواني ناروغۍ هغه ناورین دی چې افغانستان په پټه ګواښي.))

هغه پر دې ټینګار وکړ چې ژر تر ژره دې د نجونو ښوونځي او لوړو زده کړو مرکزونه خلاص شي او ښځې دې کار ته لاړې شي او زیاته یې کړه: ((زه په بشپړ ډاډ وایم چې که اسلامي امارت دغه کارونه ترسره کړي، د دې ترڅنګ چې په خلکو کې به محبوبیت پیدا کړي ملي او نړیوال ملاتړ به هم ترلاسه کړي.))

نوموړي وویل، که نړیواله ټولنه له افغان دولته ملاتړ اعلان کړي، د ځينو بندیزونو د لرې کېدو ترڅنګ به خپلې مرستې پيل کړي او د خلکو اقتصادي وضعیت به ښه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د اطلاعات او کلتور وزارت مرستیال ذبيح الله مجاهد څو ځلې ټینګار کړی چې د ښځو ټول شرعي حقونه ورکول کېږي.

هغه وویل، ښځې به د زده کړو، تحصیل او بېلابېلو برخو کې د کار حق لري او ان کولای شي تجارت وکړي.

Visits: 147

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.