ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې د اوړو او غوړيو بيې په بې ساري ډول لوړې شوې دي

په ننګرهار کې د اوړو او غوړيو بيې په بې ساري ډول لوړې شوې دي

author avatar
30 Sep 2021 - 16:09
په ننګرهار کې د اوړو او غوړيو بيې په بې ساري ډول لوړې شوې دي
author avatar
30 Sep 2021 - 16:09

جلال اباد (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۰): د ننګرهار ولايت اوسېدونکي وايي، د خوراکي توکو، په ځانګړې توګه د اوړو او غوړيو بيې لوړې شوې خو اړوند چارواکي يې د کنټرول لپاره هيڅ اقدام نه کوي.

بلخوا د جلال اباد ښاروالۍ مسوولين وايي چې د ډالرو د ارزښت لوړېدل او په سوداګريزو بندرونو کې يو شمېر ستونزې د دې لامل شوې چې د خوراکي توکو نرخونه لوړ لاړ شي.

د جلال اباد ښاريان وايي چې د خوراکي توکو نرخونو له تېرو څو ورځو راهيسې پر خپل سري توګه لوړ شوي چې يوه پنځوس کیلوي بورۍ اوړه په ۲۶سوه افغانۍ او لس لېتره غوړي په ۱۴سوه افغانيو پلورل کېږي.

ښاريان وايي چې جلال اباد ښاروالي بايد د نرخونو د کنټرول لپاره ځانګړی طرزالعمل جوړ او د يو خاص کمېسيون له لوري دې د نرخونو څار وکړي.

صفی الله چې د جلال اباد ښار د پنځمې ناحيې اوسېدونکی دی، وايي چې له  يوه دوکانه يې د اوړو پوښتنه وکړه، په ٢٤٠٠ افغانۍ يې ورته وويل خو کله چې ترې لاړ او بېرته ورته راغی، نو له ٢٦٠٠ يې کم نه ورکاوه.

هغه زياته کړه چې دوکانداران خپلسري کوي خو ښاروالي يې د کنټرول لپاره هيڅ اقدام نه کوي.

دوکاندران بيا وايي، نرخونه دوی نه، بلکې سوداګرو لوړ کړي؛ ځکه دوی ته چې په کم نرخ ورکړل شي، يوازې خپله ګټه په کې اچوي او خرڅوي يې.

د جلال اباد ښار د دويمې ناحيې اړوند د ډنډ غاړې د خوراکي توکو د يوه مارکېټ هټۍ وال خدای نور وايي چې نرخونه بايد له سوداګرو سره کنټرول شي.

د ننګرهار ولايت د سوداګرۍ خونې غړی او سوداګر زلمی اعظمي مني چې خوراکي توکو نرخونه لوړ شوي خو وايي، دا هغه خوراکي توکي دي چې له بهرنيو هېوادونو راوړل کېږي.

د هغه د معلوماتو له مخې، همدا اوس په ښار کې سبزي او مېوه چې د افغانستان خپل حاصلات دي، په ډېره ارزانه بيه پلورل کېږي، خو اوړه، غوړي، بوره او يو شمېر نور توکي چې له بهرنيو هيوادونو راځي نرخونه يې لوړ شوي دي.

دی وايي، د نرخونو لوړېدو لامل د افغانيو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت لوړېدل دي؛ ځکه سوداګر مالونه په ډالرو اخلي او دلته يې پر افغانيو خرڅوي.

بلخوا د جلال اباد ښاروالۍ مسوولين هم وایي چې د يو شمېر خوراکي توکو د نرخونو لوړېدو لامل د ډالرو د ارزښت زياتوالی دی.

د جلال اباد ښاروالۍ وياند ناصر خان شېرزي پژواک اژانس ته وويل: ((دا چې زموږ هېواد یو پر ځان بسیا هېواد نه دی، نو له ګاونډیو او نورو هېوادونو دلته بېلابېل توکي، لکه اوړه، غوړي، نفتي مواد او نور واردیږي. دغه اجناس په یادو هېوادونو کې پر ډالرو پېرل کېږي، نو کله چې د ډالرو ارزښت د افغانیو پر وړاندې پورته شي، اغېز یې مستقیماً پر افغانيو هم دى.))

د هغه په وينا، دغه راز په بندرونو کې هم ستونزې شته چې د سوداګرو مالونه په میاشتو میاشتو ځنډېږي، پر هغو مالونو کرایه راځي چې دا هم د اجناسو د نرخونو د لوړېدو سبب ګرځي.

اقتصاد پوهان د ډالرو د ارزښت لوړېدل، د بانکونو بندښت او بندرونو کې د مالونو ځنډ هغه څه ګڼي چې په هېواد کې د نرخونو د لوړېدو سبب شوي دي.

Views: 106

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.