ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د مخکني ولسمشر د ساتونکي نیولو لپاره جایزه نه ده اعلان شوې”

“د مخکني ولسمشر د ساتونکي نیولو لپاره جایزه نه ده اعلان شوې”

author avatar
11 Oct 2021 - 14:13
“د مخکني ولسمشر د ساتونکي نیولو لپاره جایزه نه ده اعلان شوې”
author avatar
11 Oct 2021 - 14:13

کابل (پژواک، ۱۸ تله ۱۴۰۰): ځینو بهرنیو رسنیو لیکلي چې د افغانستان حکومت د مخکني ولسمشر د هغه ساتونکي د نیولو په بدل کې یو میلیون ډالر جایزه اعلان کړې چې د غني له خوا د پیسو د لېږد ويډیو لري، خو حکومت دا څرګندونې ردوي.

پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني د روان کال د زمري میاشتې په ۲۴مه له یو شمېر نورو پخوانیو حکومتي چارواکو سره له افغانستانه ووت او عربي متحده اماراتو ته ولاړ. وروسته له هغه راپورونه خپاره شول چې غني ۱۶۹ میلیونه امریکایي ډالره له ځان سره وړي دي.

غني دا تور رد کړی او وایي، چمتو دی چې په دې اړه نړیوالې ټولنې ته حساب ورکړي.

د افغانستان د بیارغونې امریکايي پلټونکې ادارې یا سیګار ویلي چې د غني له خوا له افغانستانه د یادو ډالرو لېږدولو موضوع څېړي.

د محمد اشرف غني یوه ساتونکي جنرال عطا شریفي له ډیلي مېل انګلستانۍ رسنۍ سره وړمه ورځ د افغانستان له یوه نامعلوم ځایه په مرکه کې ویلي چې ده غني له میلیونونو ډالرو سره لیدلی چې په الوتکه کې پورته شو او په دې اړه ويډیوګانې هم لري.

په دغه راپور کې ادعا شوې چې له شریفي سره ۳۰۰ میله وسله هم ده او که څوک د هغه د ځای په اړه اسلامي امارت ته معلومات ورکړي، یو میلیون جایزه هم ورکوي.

خو شریفي ویلي، که دی څوک پیدا کړي نو ځان به ووژني او که د افغانستان اوسنی حکومت یې هم ونیسي، مړ به یې کړي.

یاد راپور د افغانستان انټرنیشنل ټلویزیون او د پاکستان ډان رسنۍ هم خپور کړی دی.

ډان لیکلي چې د مخکني ولسمشر یاد ساتونکي د امریکا د دولتي اژانس هغه ادعا – چې ګواکې غني له کابله د وتلو پر مهال له ځان سره ۱۶۹ میلیون ډالر لېږدولي – تایید کړې ده.

ډان هم په خپل راپور کې د افغانستان د اوسني حکومت له خوا د دغه کس د نیولو لپاره یو میلیون ډالرو جایزې ته اشاره کړې ده.

دغه راز په ټولنیزو رسنیو کې هم یو ورته اعلان لاس په لاس کېږي چې ګواکې که څوک د جنرال شریفي د ځای په اړه معلومات ولري او د افغانستان د حکومت له استخباراتو سره یې شریک کړي، نو یو میلیون ډالر به ورکړل شي.

د دې پاڼې په پای کې د مولوي عبدالحمید حماسي نوم لیکل شوی.

خو حماسي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا خبر بې بنسټه دی او ده داسې کوم اعلان نه دی خپور کړی.

د اطلاعات او فرهنګ وزارت د فرهنګي کمېسيون غړي احمدالله وثیق هم وايي، یاد اعلان چې د استخباراتو په عنوان نشر شوی، حقیقت نه لري.

Visits: 5562

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.