ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امریکا له کمپونو خپلو کورونو ته د افغانانو د ایستلو لړۍ پیل شوه

د امریکا له کمپونو خپلو کورونو ته د افغانانو د ایستلو لړۍ پیل شوه

author avatar
13 Oct 2021 - 10:28
د امریکا له کمپونو خپلو کورونو ته د افغانانو د ایستلو لړۍ پیل شوه
author avatar
13 Oct 2021 - 10:28

ویسکانسن(پژواک، ۲۱ تله ۱۴۰۰): د امریکا د بېلا بېلو ایالتونو له کمپونو څخه خپلو کورونو ته د افغانانو د ایستلو لړۍ پیل شوه.

وروسته له هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه، کابل ونیوه، امریکا او متحدینو یې په ځانګړو پوځي الوتکو کې لسګونه زره افغانان له افغانستان څخه وایستل.

دغه افغانان چې شمېر یې شاوخوا ۱۲۰ زرو ته رسیږی، لومړی قطر، متحده عربي امارات، کویټ او بحرین او بیا له هغه ځایه جرمني، البانیه، مقدونیه او ځینو نورو هېوادونو ته ولېږدول شول.

دغه افغانان په یادو هېوادونو کې تر څو ورځو تېرولو وروسته امریکا ته په ځانګړو الوتکو کې ولېږدول شول او هلته د امریکا په بېلا بېلا ولایتونو کې په پوځي کمپونو کې مېشت شول.

د دې راپور تر خپرېدو پورې امریکا ته شاوخوا ۷۰ زره افغانان راوستل شوي او نور یې په منځني ختیځ او اروپایي هېوادونو کې مېشت او امریکا ته یې د لیږدولو لړۍ روانه ده.

په دغو پوځي کمپونو کې د امریکا د کورني امنیت، بهرنیو چارو وزارت او عامې روغتیا وزارتونو له خوا د افغانانو اسناد پروسس او طبي معاینات ترسره کیږي.

د ننګرهار ولایت اوسېدونکی نوید شینواری یو له هغو لومړیو کسانو څخه دی چې د امریکا د ویسکانسن ولایت په فورټ مک کای پوځي کمپ کې ځای پر ځای شوی و.

هغه چې د اسنادو پروسس یې بشپړ او نن له دې کمپ څخه د خپل نوي ژوند پر لوري روان شو، پژواک خبري اژانس ته وویل : ” ‌ډېر خوښ یم چې له اوږده او ستړي سفر او د کمپ له یو نیم میاشتني ژوند وروسته نن خپل نوي کور ته روانیږم. ”

شینواري د امریکا له حکومت څخه مننه وکړه چې له افغانستان څخه د دوی په ایستلو کې یې مرسته وکړه او نن دلته له هر ډول مالي او امنیتي ستونزو پرته خپل نوی ژوند پیلوي.

ده وویل چې په کمپ کې د ژوند ټولې لومړنۍ اسانتیاوې برابرې شوې وې، د هر ډول خوړو ترڅنګ، البسه، بوټونه، روغتیایي اسانتیاوې، جوماتونه او د انګلیسي ژبې کورسونه جوړ شوي وو.

نوموړی وایي : ” غواړم چې دلته په امریکا کې د لوړو زده کړو ترڅنګ کار هم وکړم او په هېواد کې له خپلې کورنۍ سره اقتصادي همکاري ولرم. ”

د ویسکانسن ایالت د فورټ مک کای کمپ کې تر ټولو زیات ۱۳ زره افغانان مېشت کړل شوي دي، په داسې حال کې چې له دې کمپ څخه د خلکو د ایستلو لړۍ پیل شوې، له جرمني څخه دې کمپ ته د نویو افغانانو د راوړلو لړۍ هم پیل شوې ده.

د ننګرهار ولایت بل اوسېدونکی ادریس احمد چې په دغه کمپ کې مېشت دی، وایي چې په ډېرو سختو شرایطو کې لومړی کابل هوایي ډګر ته ننوت او بیا له هغه ځایه په پنځو الوتکو کې تر څو ورځو سفر وروسته امریکا ته رسېدلی دی.

هغه پژواک ته وویل : ” که څه هم موږ د کډوالۍ ژوند سره بلد یو، پخوا مو پاکستان کې د کډوالۍ سختې ورځې تېرې کړې وې، خو اوس دلته نسبتاً د ژوند اسانتیاوې ډېرې دي، که څه هم په دې کمپ کې مو ورځې ډېرې وشوې، لا مو اسنادونه نه دي پروسس شوي، خو د کابل د وېرې له ژوند څخه دا کمپ ډېر ښه دی. ”

ادریس خوښ دی چې له دې کمپ څخه د افغانانو د ایستلو لړۍ پیل شوې او هیله مند دی چې ډېر ژر به دوی هم خپلو کورونو ته ولیږدول شي او هلته به بیا خپل نوی ژوند پیل کړي.

نوموړی وایي چې دلته تر اتو میاشتو پورې ورته د حکومت له خوا د ژوند ټول امکانات ورکول کیږي او له هغه وروسته به بیا دوی خپل ژوند په خپله برابروي.

د پکتیا ولایت اوسېدونکی اسماعیل ځاځی وایي چې د دوی د هیلو خلاف کارونه یې ژر خلاص او اوس خپل کور ته روان دی.

هغه د امریکا له حکومت او خلکو مننه وکړه، چې له دوی سره په سختو شرایطو کې یې مرسته وکړه او د ژوند ټولې اسانتیاوې یې ورته برابره کړې.

د ویسکانسن د فورټ مک کای ترڅنګ د نیومیکسیکو، ټیکساس او ورجینیا له کمپونو څخه هم د افغانانو د ایستلو لړۍ پیل شوې ده.

د منصور احمد په نوم یو تن افغان کډوال چې د ټیکساس ایالت له پوځي کمپ څخه وتلی دی، پژواک ته وویل چې هلته د بېلا بېلو ولایتونو اوسېدونکي افغانان مېشت وو او اوس یې د ایستلو لړۍ تیزه شوې ده.

هغه وایي چې په کمپ کې ورته د امریکا د قوانینو، د خلکو د حقوقو او د ژوند په اړه معلومات ورکړل شوي، څو په راتلونکي کې له ستونزو سره مخ نه شي.

د ویسکانسن ایالت د فورټ مک کای کمپ مسوولین وایي چې تر اوسه له دې ځای څخه ۱۲۰۰ کسان ایستل شوي او دا لړۍ روانه ده.

د امریکا د دفاع وزارت وایي چې تر اوسه له افغانستان څخه شاوخوا ۷۰ زره ایستل شوي افغانان امریکا ته راوړل شوي او دا لړۍ روانه ده.

د دغه وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغو افغانانو ته په کمپونو کې د ژوند ټولې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

بلخوا دامریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې کانګریس د دغو افغانانو د ځای پر ځای کولو لپاره شپږ میلیارده ډالره منظور او ولسمشر بایډین منظور کړي دي.

په فورټ مک کاي کمپ کې د بهرنیو چارو وزارت استازي وایي چې د افغانانو د ځای پر ځای کولو لپاره نهه غیر دولتي شرکتونو سره قراردادونه شوي چې دغو افغانانو ته د کورونو نیولو، هلته ځای پر ځای کولو، مرستو رسولو، ښوونځیو ته د ماشومانو داخلولو او نورو برخو کې همکاري کوي.

Visits: 1907

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.