ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان د ستونزو حل لپاره د هڅو په درشل کې بیا پر یوه جومات خونړی برید وشو

د افغانستان د ستونزو حل لپاره د هڅو په درشل کې بیا پر یوه جومات خونړی برید وشو

author avatar
16 Oct 2021 - 17:05
د افغانستان د ستونزو حل لپاره د هڅو په درشل کې بیا پر یوه جومات خونړی برید وشو
author avatar
16 Oct 2021 - 17:05

کابل(پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۰): تېره اوونۍ، افغانستان سره د بشري مرستو، له نړۍ سره د نوي افغان حکومت د تعامل او د دغه حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره هڅې په داسې حال کې روانې وې، چې یو ځل بیا د اهل تشیع پر یوه جومات برید کې ۱۳۷ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

  • نړیوال له افغانستان سره پر بشري مرستو ټینګار کوي.
  • ترکیه: جي شل هېوادونه دې په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړېدو هڅې وکړي.
  • روسیې له عراق او سوریې څخه افغانستان ته د «ترهګرو» د تګ خبر ورکړی، خو نورو سرچینو نه دی تایید کړی.
  • پاکستان له نړيوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان پر نوي حکومت بندیزونه کم کړي.
  • د افغانستان حکومتي پلاویو ترکیې او ازبکستان ته سفرونه وکړل او قطر کې یې هم له امریکایي پلاوي سره وکتل.
  • ترکیه: موږ نړیوالې ټولنې ته د «طالبانو له اوسنۍ ادارې» سره د تعامل ارزښت په ګوته کړی دی.
  • حکمتیار: له داسې ټاکنو سره هوکړه په کار ده چې ټول اسلامي شرایط په كې مراعات شوي وي.
  • عبدالله: اداري فساد او د غني له خوا د واک انحصار د هېواد وضعیت له ګډودۍ سره مخ کړ.
  • تېره اوونۍ په بېلابېلو بریدونو کې ۵۶ کسان وژل شوي او ۹۰ نور ټپیان دي.

بریدونه او د ملکي وګړو مرګ ژوبله:

د راپورونو له مخې، تېره اوونۍ په بېلابېلو پېښو کې ۵۶ کسان وژل شوي او ۹۰ نور ټپیان دي.

د تېرې اوونۍ تر ټولو خونړی بريد د کندهار په ښار کې د شیعه ګانو په يو جومات کې برید و چې له امله يې ۴۷ ملګي وګړي ووژل شول او ۹۰ نور ټپيان شول. د دغه برید مسوولیت داعش ډلې منلی دی.

دغه راز تېره اوونۍ په ننګرهار کې ناپېژانده وسله والو په دوو بریدونو کې له داعش سره د اړيکو په تور څلور کسان وژلي، د يوې وژل شوې ښځې مړی موندل شوی او ناپېژاندو وسله والو د عبدالرحمن معاون په نوم یو مدني فعال وژلی دی. په غور کې بيا ناپېژاندو وسله والو د دغه ولایت د ولایتي شورا مرستیال او د هغه وراره په یوه کمین کې وژلي دي.

د دغو بریدونو مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

وړمه اوونۍ د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې ۵۸ کسان وژل شوي او ۱۶۵ نور ټپیان وو. له دغو کسانو ۴۶ تنه کندوز کې د شیعه ګانو پر یوه جومات برید کې وژل شوي او ۱۴۳ ټپیان وو. د کندوز د برید مسوولیت هم داعش پر غاړه اخیستی.

له افغانستان سره پر بشري مرستو ټینګار

تېره اوونۍ، ملګرو ملتونو په افغانستان کې اقتصادي وضعيت د له منځه تلو په حال کې وباله، ویې ویل چې نړيواله ټولنه باید له افغانستان سره د مرستو بهیر ګړندی کړي، څو د دغه هېواد د اقتصاد خبرابېدو مخنیوی وشي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د المان خاص استازي ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکوي.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، د المان استازي ویلي چې د افغانستان اوسنی نظام یو واقعیت دی او دوی ورسره خپل تعامل او اړیکې جاري ساتي.

تېره اوونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل چې په افغانستان کې د بشري بحران د مخنیوي لپاره له متحدینو سره په ګډه کار کوي.

دغه راز، د اروپا کمېسیون ویلي چې له افغانستان سره په بشري برخه کې د یو میلیارد یورو په ارزښت د مرستو بسته وړاندې کوي.

د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنري له نړيوالې ټولنې غواړي چې ژر دې له افغانستان سره د ژمنه شویو مرستو د لېږد زمینه برابره شي.

دا په داسې حال کې دی چې پراګ کې د افغانستان سفارت د یو لیک له لارې د نړۍ له شلو سترو هېوادونو غوښتي چې په افغانستان کې تر وروستیو بدلونونو وروسته د رامنځته شوي فقر او بېکارۍ کچې ټیټېدو په موخه بېړنۍ مرستې وکړي.

د افغانستان د نوي حکومت په اړه نړیوال غبرګونونه

د طالبانو لاسته د کابل تر لوېدو او د هغوی له خوا د سرپرست حکومت تر اعلان وروسته د نړۍ بېلابېلو هېوادونو په دې تړاو بېلابېل غبرګونونه ښودلي چې ځینې ډېر سخت و، لکه د امریکا له خوا د افغانستان د پانګې کنګل کول خو ځینې یې بیا نرم و.

تېره اوونۍ هم په دې تړاو غبرګونونو شتون درلود.

ترکيې له جي شل هېوادونو وغوښتل چې په افغانستان کې طالبانو ته د ټولګډونه حکومت د جوړېدو سپارښتنه وکړي، ترڅو يو ځل بيا د افغانانو يوه بله لويه څپه دغه هېواد ته کډه نه شي.

روسیې، له عراق او سوریې څخه افغانستان ته د «ترهګرو» ډلو د راتلو خبر ورکړی، ګواښ کوي چې یادې ډلې کولای شي د مشترکو ګټولرونکو خپلواکو هېوادونو ثبات او امنیت ګډوډ کړي.

د راپورونو له مخې، سرچينې ویلي چې جنګېدلي سختدریځي له عراق او سوریې په «فعال» ډول افغانستان ته داخلېږي.

د افغانستان حکومت تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د بښنې نړیوال سازمان ټينګار کړى چې په افغانستان کې دې ژر د لوړو ټولګیو نجونو ته ښوونځیو ته د تلو اجازه ورکړل شي.‌

پاکستان له نړيوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان پر نوي سرپرست حکومت بندیزونه کم کړي، تعامل دې ورسره وکړي او که چېرې له دغه حکومت سره جوړجاړی ونه شي، شونې ده چې افغانستان د نوي یمې لسیزې حالت ته ستون شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان د حکومت کمزوري کول د هیڅ چا په ګټه نه دي او په افغانستان کې د فشار نسخې کار نه دی ورکړی او له نړیوالو یې غوښتي چې د ښه تعامل او همکارۍ په نسخه کار وکړي.

د چارواکو بهرني سفرونه

په افغانستان کې د نوي سرپرست حکومت تر جوړېدو وروسته د لومړي ځل لپاره د دغه حکومت چارواکو قطر کې د امریکا متحده ایالتونو له استازو سره وکتل.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، په دوحه کې له امریکایي پلاوي سره په لیدنه کې د افغانستان د حريم پر درناوي، د يو بل په چارو کې پر نه لاسوهنې، له يو بل سره پر مثبتو اړيکو او متقابل تعامل خبرې وشوې او افغان لوري د دوحې د تړون بشپړ عملي کول د ستونزو د حل غوره لاره وبلله او ویې ویل، له افغانستان سره بشري مرستې باید له سیاسي مسایلو سره ونه تړل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه کې راغلي دي:«دوحې ته لېږل شوي امریکایي پلاوي په دغو خبرو کې له مقابل لوري سره د افغانستان د امنیت او په دغه هېواد کې د ترهګرو ډلو د فعالیت په اړه پراندېښنو، بشري حقونو ته د درناوي پر اړتیا، په ټولو برخو کې د ښځو او نجونو پر حضور، له افغانستانه د امریکا او د هغې د متحدو هېوادونو د وګړو پر خوندي وتلو او د بشري مرستو پر دوام خبرې کړې دي.»

دغه راز، د ترکيې په پلازمېنه انقره کې د افغان او ترکي چارواکو ترمنځ ناسته کې افغانستان کې پر ټولګډونه حکومت، د نجونو پر زده کړو، کډوالۍ او هوایي چلند خبرې وشوې.

د راپورونو له مخې، په دغه سفر کې ترکي چارواکو د کابل هوايي ډګر د چارو سمبالتیا د یوې مهمې موضوع په توګه وړاندې کړې او افغان پلاوي د افغانستان د حکومت پر رسمیت پېژندل د یوې مهمې غوښتنې په توګه مطرحه کړي دي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ويلي: «موږ نړیوالې ټولنې ته د طالبانو له اوسنۍ ادارې سره د تعامل ارزښت په ګوته کړی. واقعیت دا دی چې ټوله نړیواله ټولنه دا نظر تاییدوي، پر رسمیت پېژندل او تعامل دوه بېلابېلې مسئلې دي.»

د اطلاعات او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد وايي، نن د رییس الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ یو پلاوی ازبکستان ته لاړ او هلته به د ازبکستان له چارواکو چې د سوداګرۍ پراختیا، رېل پټلۍ او د برېښنا لین غځولو په اړه به له ازبکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.

خلک او سیاستوال څه وايي؟

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي، نړیوال په افغانستان کې داسې یو ټولګډونه حکومت غواړي چې په هغه کې د دوی تر لاس لاندې ډلې ونډه ولري، خو ستونزو ته په کتو له داسې ټاکنو سره هوکړه په کار ده چې ټول اسلامي شرایط په كې مراعات شوي وي.

د ملي روغې جوړې شورا پخوانی مشر ډاکټر عبدالله عبدالله، اداري فساد او د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني له لوري د واک انحصار د خلکو او پخواني دولت ترمنځ د واټن د رامنځته کېدو او د تېر حکومت د راپرځېدو لاملونه وبلل، ویې ویل:«د غني په تېښتي سره د هېواد وضعیت له ګډوډۍ پر یوه ډک وضعیت بدل شو.»

د لوګر یو شمېر اوسېدونکو یوه غونډه کې شکایت وکړ چې د نوي حکومت تر جوړېدو وروسته په دغه ولایت کې لا هم ګڼې مهمې دولتي ادارې تړلي او ورسره د هغوی کارونه په ټپه درېدلي دي.

په کندوز کې اهل تشیع دیني عالمان له حکومت څخه غواړي چې د مذهبي ځایونو په ځانګړي ډول جوماتونو امنیت خوندي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه اوونۍ کندوز او دا اوونۍ کندهار کې د اهل تشیع پر جوماتونو وسله والو بریدونو کې تر ۳۳۰ ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

Visits: 178

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.