ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ناامنیو له امله له واکسین څخه پاتې افغان ماشومانو ته هم واکسین ورکول کیږي

د ناامنیو له امله له واکسین څخه پاتې افغان ماشومانو ته هم واکسین ورکول کیږي

author avatar
18 Oct 2021 - 11:05
د ناامنیو له امله له واکسین څخه پاتې افغان ماشومانو ته هم واکسین ورکول کیږي
author avatar
18 Oct 2021 - 11:05

کابل (پژواک، ۲۶ تله ۱۴۰۰): په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف وايي، راتلونکې میاشت د پولیو واکسین کمپاین پیلیږي او هغه ۳،۳ میلیونه ماشومان به هم ترې برخمن شي چې مخکې د ناامنیو له امله له واکسین څخه پاتې کېدل.

د روغتیا نړیوال سازمان او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (یونیسف) په یوې ګډې خبرپاڼه کې ویلي چې «طالبانو» ورسره په افغانستان کې د کور په کور د ګوزڼ(پولیو) واکسین کولو په اړه هوکړې کړې او له همدې امله به راتلونکې میلادي میاشت دغه کمپاین ترسره شي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې له افغان چارواکو یې د هغو ښځو او نورو کسانو د خوندیتوب په اړه ډاډ ترلاسه کړی چې د واکسین تطبیقولو لپاره سیمو ته ځي.

د خبرپاڼې له مخې، دا به لومړی ځل وي چې په افغانستان کې هغو پاتې ۳،۳ میلیونه ماشومانو ته – چې پخوا به له پولیو واکسین پاتې کېدل- واکسین ورسیږي.

سرچینې په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي ډاپینګ لو له قوله لیکلي: “دا په سم لوري یو ډېر مهم ګام دی. ټولو ماشومانو ته دوامداره لاسرسی د هغوی ښه ژوند لپاره د پولیو واکسین کول اړین دي او دا باید په لومړیتوب کې پاتې شي.”

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې تر اوسه د ګوزڼ یوازې یوه پېښه ثبت شوې او د دغه واکسین د لړۍ په پيلېدو به د یادې ناروغۍ د لېږد خطر ډېر راکم شي.

سرچینې لیکلي چې د پولیو په راتلونکي کمپاین کې به له شپږو تر ۵۹ میاشتو عمر لرونکو ماشومانو ته ویټامین اې(A) هم ورکول کېږي.

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف له ټولو لوریو غوښتي چې په روغتیايي برخه کې د لاسوهنو مخنیوی وکړي او داسې لارې چارې برابرې کړي چې ټول ماشومان واکسین ته لاسرسی پیدا کړي.

Visits: 47

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.