ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

روسیه په ناټو کې خپل ماموریت ختموي

روسیه په ناټو کې خپل ماموریت ختموي

author avatar
19 Oct 2021 - 12:03
روسیه په ناټو کې خپل ماموریت ختموي
author avatar
19 Oct 2021 - 12:03

کابل (پژواک، ۲۷ تله ۱۴۰۰): د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي چې هېواد یې د ناټو په سازمان کې خپل دیپلوماټیک شتون لغوه کوي.

دغه څرګندونې ځینو رسنیو د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاورف  له قوله خپرې کړې دي.

سرچینې زیاته کړې، مسکو تر راتلونکې نومبر میاشتې پورې د ناټو د استازولۍ دفتر چارې نورې ختموي.

سرچینې د ناټو استازو له قوله بیا ویلي چې په دې اړه یې له روسیې کوم لیک نه دی ترلاسه کړی، خو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر خبرې یې اورېدلې دي.

دا په داسې حال کې ده چې ناټو د روانې میاشتې په پیل کې له خپل مرکزي دفتر اته روسیي دیپلوماټان وایستل او په هغوی یې د جاسوسۍ تور پورې کړی دی.

هغه مهال د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ویلي و چې دوی د روسیې مضرو کړنو ډېروالی لیدلی دی.

ناټو له دې وړاندې هم په ۲۰۱۸ کال کې د روسیې ځينې ديپلوماټان شړلي وو.

سرګي لاورف تېره ورځ له خبریالانو سره په خبرو کې ومنله چې دغه کار یې د ناټو د دغه چلند په غبرګون کې کړی دی.

هغه ویلي، که ناټو روسیې ته کومه بېړنۍ خبره لري، نو کولای شي په بروکسل کې له روسیې سفارت سره اړیکه ونیسي.

د راپورونو له مخې، د روسیې او ناټو ترمنځ له هغه وخته اړیکې ترینګلې شوې دي چې روسیې په ۲۰۱۴ کال کې د اوکراین پر کریمیا سیمه ولکه وکړه.

Visits: 321

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.