ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د سلو کارخانو فعالیت درېدلی

د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د سلو کارخانو فعالیت درېدلی

author avatar
25 Oct 2021 - 17:13
د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د سلو کارخانو فعالیت درېدلی
author avatar
25 Oct 2021 - 17:13

هرات ښار (پژواک، ۳ لړم ١٤٠٠): د هرات ولایت د کانونو او صنایعو خونې مسوولین وایي چې په وروستیو دوو میاشتو کې د جګړې او مخکنې حکومت د سقوط له امله د سلو کارخونو فعالیت درېدلی دی.

د هرات د صنعت او کانونو خونې رییس حمیدالله خادم دغه خبر تایید کړ او پژواک خبري اژانس ته یې وویل چې دا مهال د هرات په صنعتي ښارګوټي کې له ۷۰ تر ۸۰ تولیدي فابریکې فعالیت کوي چې د دوی تولیدات هم راټیټ شوي دي.

خادم زیاته کړه: «موږ د طالبانو له اسلامي امارت نه غواړو چې له صنعتکارانو او سوداګرو ملاتړ وکړي. په ګمرکونو کې شته ستونزې باید هوارې شي، څو موږ وکولای شو چې په صنعتي ښارګوټي کې بیا ډېر شمېر کسانو ته د کار زمینه برابره کړو.»

نوموړي په صنعتي ښارګوټي کې د تولیدي کارخونو د فعالیت درېدو لامل وروستۍ جګړې، د طالبانو راتګ، له بانکونو د پیسو د لېږد په برخه کې کلک محدودیت او د صنعتي ښارګوټي د تولیداتو د پېر لپاره د تقاضا ټیټوالی وبلل.

د هرات د صنایع او کانونو خونې رییس زیاته کړه چې د دغو کارخونو مالکانو ته میلیونونه ډالر زیان اوښتی دی.

نوموړي پژواک ته وویل چې یادو کارخونو د فعالیت له درېدو سره تر زرو ډېر کسان بېکاره شوي دي.

د تولیدي فابریکو مالکان له طالبانو غواړي چې په صنعتي ښارګوټي کې د دوی د فعالیت د بیا پیل په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي.

دوی خبرداری ورکړ چې له صنعتکارانو څخه نه ملاتړ له هېواده د پانګې ایستلو او دغه راز د بیو د لوړوالي او بېکارۍ لامل کېږي.

د هرات یوه سوداګر رفیع یوسفي په صنعتي ښارګوټي کې د خوراکي توکو د تولید په یوه کارخونه تر شپږ میلیونو ډېر امریکایي ډالر لګولي؛ خو له ۲۰ ډېرې ورځې کېږې چې فعالیت یې درېدلی دی.

دغه سوداګر پژواک ته وویل: «څلو کاله کېږي چې د چپسو او خوراکي توکو د تولید په برخه کې مو فعالیت کاوه او نږدې ۲۴۰ کسانو د دې کارخونې په بېلابېلو برخو کې راسره کار کاوه؛ خو اوس د خامو توکو د برابرولو په برخه کې د ستونزو او بازار نه شتون له امله اړ شوو چې خپل کارکوونکي رخصت کړو.»

هغه ټینګار کوي چې په ګمرکونو کې د مالیې د ټیټوالي په برخه کې د سوداګرو د ستونزو هوارولو لپاره باید ژر اقدام وشي، څو کارخونه یې بېرته فعالیت پیل کړي.

په یاد ښارګوټي کې د غوړو یوه تولیدوونکي زلمي سعیدي، د یوسفي د څرګندونو په تایید سره وویل، له یوې میاشتې ډېر وخت کېږي چې د خامو موادو د کمښت له امله یې د فابریکې فعالیت درېدلی دی.

هغه وویل: «بانکونه په بهر کې د خامو توکو د پېر لپاره زموږ له حسابونو د پیسو د لېږد اجازه نه راکوي او پیسې مو په خپلو کسابونو کې رانه ګرځول شوې دي او نه شو کولای چې د خامو موادو د پېر لپاره یې بهر ته ولېږدوو.»

نوموړي زیاته کړه چې د خپلې فابریکې د تولیداتو بیا پیل لپاره هيڅ هیله نه لري او همدا اوس له فعالیته لوېدلې ده.

د هرات صنعتکارانو خبرداری ورکړ چې که په بانکونو کې د دوی د پیسو، د خامو موادو د برابرولو او پر وارداتي توکو د تعرفې د لوړوالي ستونزه هواره نه شي، په دغه ولایت کې به د بې کاره کسانو د شمېر ډېرېدو او د پاتې څو فابریکو د تړل کېدو لامل شي.

په ورته مهال، هغه کسان چې په صنعتي ښارګوټي کې یې له کار کولو د خپل ژوند چارې مخې ته وړې، له حکومته غواړي چې د کارکوونکو وضعیت ته پاملرنه وکړي او د کار زمینه برابره کړي.

۲۳ کلن محمد علي چې د طالبانو له لوري د هرات له سقوط مخکې یې په یوه تولیدي فابریکه کې کار کاوه. هغه اوس بېکاره شوی او د کورنۍ د پنځو غړو لګښتونه پوره کول هم ورته ستونزمن شوي دي.

هغه وویل: «د خوراکي توکو د تولید په یوه فابریکه کې مې له درېیو کلو ډېر کار وکړ؛ خو له بده مرغه کارخونه له کاره ولوېده او موږ یې له دندو لرې کړو او ښایي بېرته فعالیت پیل نه کړي.»

په ورته مهال، د هرات د والي مرستیال مولوي شېراحمد عمار د دغه ولایت صنعتکارانو ته ډاډ ورکړ چې د امنیت، تولیداتو، صادراتو او وارداتو په برخو کې به د دوی ستونزې هوارې شي.

د عمار په خبره، د هرات سیمه ییزه اداره هڅه کوي چې له فساد سره د مبارزې ترڅنګ، د صنعتکارانو پانګه اچونې ته زمینه برابره کړي او د سوداګرو بانکي ستونزې ژر هوارې کړي.

هغه څرګنده کړه: «موږ د صنعت او کارخونو د ودې لپاره هڅه کوو. پر سوداګرو مالیه کموو او که پانګونه د کارخونې جوړولو لپاره ځمکې ته اړتیا ولري، هغوی ته ځمکه ورکوو.»

د هرات صنعتي ښارګوټی د افغانستان یو له سترو صنعتي ښاګوټو دی چې مخکې ۳۰۰ تولیدي فابریکو په کې فعالیت درلود؛ خو دا مهال د دغو کارخونو شمېر تر ۸۰ هم راټیټ شوی دی.

د هرات د صنعت او کانونو خونې مسوولین ټینګار کوي چې د هرات صنعتي ښارګوټی د دې وړتیا لري چې په ځینو محصولاتو کې د ګاونډیو هېوادونو له محصولاتو سره سیالي وکړي او حکومت باید د فابریکو له څښتنانو ملاتړ وکړي.

Visits: 55

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.