ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان د کرکټ نړیوال شل اووریز جام سیالیو کې سکاټلېنډ ته ماتې ورکړه

افغانستان د کرکټ نړیوال شل اووریز جام سیالیو کې سکاټلېنډ ته ماتې ورکړه

author avatar
26 Oct 2021 - 08:11
افغانستان د کرکټ نړیوال شل اووریز جام سیالیو کې سکاټلېنډ ته ماتې ورکړه
author avatar
26 Oct 2021 - 08:11

کابل (پژواک، ۴ لړم ۱۴۰۰): افغانستان د نړیوال شل اووریز جام په سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه له سکاټلېنډ څخه وګټله.

دغه لوبه د لړم په ۳مه د متحده عربي اماراتو د شارجې په کرکټ لوبغالي کې وشوه.

د لوبې پچه افغانستان وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په ۲۰ اوورونو کې سکاټلېنډ ته ۱۹۱ منډې هدف ورکړ خو هغوی دغه هدف پوره نه کړای شو او ټوله لوبډله یې په ۸۰ منډو وسوځېدله.

په دې توګه افغانستان د ۱۳۰ منډو په توپیر سکاټلېنډ ته لویه ماتې ورکړه.

د افغان توپ وهونکو له ډلې حضرت الله ځاځي ۴۴، شهزاد محمدي ۲۲، نجیب ځدراڼ ۵۹ او محمد نبي ۱۱ منډې وکړې.

د توپ اچونې په برخه کې مجیب الرحمن د سکاټلېنډ ۵ لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی شو.

دغه راز راشد خان ۴ او نوین الحق ۱ لوبغاړی وسوځول.

دا د کرکټ په نړیوال شل اووریز جام کې د افغانستان لومړۍ لوبه وه خو له دې مخکې یې له سوېلي افریقا او ویسټ انډیز سره ۲ تمریني لوبې وکړې چې سوېلي افریقا ته یې وبایلله او له ویسټ انډیز څخه یې وګټله.

د لوبې له پیلېدو مخکې د افغانستان ملي سرود وغږول شو او لوبډله له درې رنګه ملي بیرغ سره لوبغالي ته دننه شوه.

په همدې مهال کپتان محمد نبي خپلې اوښکې تم نه کړای شوې چې د ټولو افغانانو احساسات یې را وپارول.

پر خواله رسنیو، په ځانګړې توګه فېسبوک او ټویټر زرګونو کسانو د محمد نبي هغه عکس شریک کړ چې دی په کې له خپلو سترګو اوښکې پاکوي.

د فېسبوک او ټویټر په زرګونو کاروونکو ولیکل چې افغانانو له څو میاشتو غمجنو پېښو وروسته دغسې یوه ارزښتناکه خوښي درلودله.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې بریا، ملي بیرغ او ملي سرود ته د افغانستان او پښتونخوا ګڼو سیاستوالو او پخوانیو او اوسنیو چارواکو پر خواله رسنیو غبرګونونه وښودل.

پخواني ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني پر خپله فېسبوک پاڼه د کرکټ د نړیوال شل اووریز جام په سیالیو کې د افغانستان د بریا مبارکي ویلې او لیکلي یې دي: « دوی نن د يو ستر غمځپلي ملت پر شونډو موسکا راوستله او د ټولو په زړونو کې يې نوې هيلې وټوکولې، دا ملت ژوندی دی او هیڅوک يې نه شي يرغمل کولای.»

د افغانستان حکومت ویاند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد هم هېوادوالو ته د دغې بریا مبارکي ویلې او په راتلونکې کې يې د دغه راز نورو بریاوو هیله څرګنده کړې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین پر خپله فېسبوک پاڼه د مبارکۍ تر څنګ لیکلي چې افغان لوبغاړي دې تل د افغانانو د خوشحالۍ سبب وګرځي.

د پاکستان د ملي اسمبلۍ غړي او د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ لیکلي دي: «د افغانستان ملي بیرغ چې په دغه هېواد کې پرې بندیز لګېدلی، د کرکټ د لوبغاړو له لوري د افغانستان په نمایندګي ورپول شو او همدا د افغان ملت اصلي بریا ده.»

نوموړي لوبغاړو ته د لا نورو بریاوو هیله څرګنده کړې ده او لیکلي یې دي چې د افغانستان بیرغ دې تل د ترهګرۍ په خلاف اوچت وساتل شي.

دغه راز د ګڼو نورو سیاسي مشرانو او چارواکو تر څنګ په خپله لوبغاړو هم ولس ته د مبارکۍ پېغامونه ورکړي دي.

د کرکټ ملي لوبډلې وتلي توپ اچوونکي راشد خان پر خپله فېسبوک پاڼه ټولو ته مبارکي ویلې او په نړیوال جام کې یې دغه بریا د یوه ښه پيل په توګه یاده کړې ده.

په خپله کپتان محمد نبي لیکلي دي: «موږ د هېواد او هېوادوالو د عظمت ساتلو ژمن لښکر یوو او د خدای ج په مرسته به د بریاوو دا لړۍ روانه ساتو.»

ده هم دغه بریا د مخکې تګ د لومړني ګام په توګه یاده کړې ده.

د یادونې ده چې د کرکټ د نړیوال شل اوریز جام سیالیو په لړ کې د افغانستان دویمه لوبه راتلونکې جمعه له پاکستان سره ده چې مینه وال یې نندارې ته په بې صبرۍ انتظار باسي.

Visits: 40

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.