ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سرپل مستوفیت په تېره یوه میاشت کې پنځه میلیون افغانۍ عایدات ترلاسه کړي

د سرپل مستوفیت په تېره یوه میاشت کې پنځه میلیون افغانۍ عایدات ترلاسه کړي

author avatar
31 Oct 2021 - 18:18
د سرپل مستوفیت په تېره یوه میاشت کې پنځه میلیون افغانۍ عایدات ترلاسه کړي
author avatar
31 Oct 2021 - 18:18

کابل (پژواک، ۹ لړم ۱۴۰۰): د سرپل ولایت مستوفیت په داسې حال کې تېره یوه میاشت کې پنځه میلیون افغانۍ عایدات ترلاسه کړي چې ځینو عایداتي ادارو تر اوسه فعالیت نه دی پیل کړی.

د سرپل ولایت د مستوفیت سرپرست مولوي محمد صادق حکیمي وايي چې د دغه ولایت د مستوفیت تر یوې میاشتې فعالیت وروسته توانېدلي چې د بېلا بېلو اصنافو پنځه میلیون افغانۍ عایدات ترلاسه کړي.

د ده په خبره، دغه عایدات په داسې حال کې ترلاسه شوي چې ځينې عایداتي ادارو لکه پاسپورټ مدیریت، احصایې ریاست او نورو تر اوسه فعالیت نه دی پیل کړی.

هغه وايي، د دې ادارو د کار په پیلېدو سره عایدات ډېرېږي.

حکیمي له مالیه ورکوونکو رضایت ښودلی او وايي، دوی په ډېره لېوالتیا سره مالیات ورکوي.

د هغه په خبره، دا پنځه میلیون افغانۍ یې په تېره یوه میاشت کې په داسې حال کې ترلاسه کړې چې مخکني حکومت د روان کال په تېرو پنځو میاشتو کې د ټولو عایداتي سرچینو د فعالیت په صورت کې ۶۶ میلیون افغانۍ ټولې کړې دي.

نوموړی وايي چې د ټولو ادارو په فعالېدو سره د دغه ولایت د مستوفیت عایدات ډېرېږي.

Visits: 27

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.