ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په افغانستان کې له اقتصادي ناورين د مخنیوي لپاره نړیوالې هڅې ګړندۍ شوې دي

په افغانستان کې له اقتصادي ناورين د مخنیوي لپاره نړیوالې هڅې ګړندۍ شوې دي

author avatar
27 Nov 2021 - 16:44
په افغانستان کې له اقتصادي ناورين د مخنیوي لپاره نړیوالې هڅې ګړندۍ شوې دي
author avatar
27 Nov 2021 - 16:44

کابل (پژواک، ۶ ليندۍ ۱۴۰۰): تېره اوونۍ، له افغانستان سره د نړیوالو په بشري مرستو د پراخ ټینګار تر څنګ، ځینو هېوادونو له افغانستان سره تعامل اړین وباله او په کور د ننه په بېلابېلو بریدونو کې شلو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د تېرې اوونۍ مهمې پېښې:

  • بریتانیا د افغانستان له سرپرست حکومت سره په تعامل ټینګار کوي.
  • متحده عربي اماراتو کابل کې سفارت پرانیست.
  • هند، روسیه او چین افغانستان ته د مرستو په ژر سولو ټینګار کوي.
  • ملګري ملتونه: افغانستان کې د اقتصادي بحران د مخنیوي لپاره ۶۰۰ میلیون ډالر راټول شول.
  • سور صلیب: افغانستان ته باید د نغدو پیسو استولو لارې وموندل شي.
  • د بښنې نړیوال سازمان: پر افغانستان دې لګول شوي اقتصادي بندیزونه لرې شي.
  • تېره اوونۍ ۱۶ ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

بریدونه او د ملکي وګړو مرګ ژوبله:

د راپورونو له مخې، تېره اوونۍ په بېلابېلو پېښو کې ۱۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.

د ننګرهار د کډوالو چارو رياست يو کارکوونکی په جلال اباد ښار کې، د تېر حکومت د سیمه ییزو پولیسو يو قوماندان د بغلان په مرکز پلخمري کې،  دوه دیني عالمان د کاپیسا په مرکز کې او یو بل تن د پروان په مرکز چاریکارو کې، یو ډاکټر په هرات ښار کې او د غور ولایت د شهرک ولسوالی له جنایي جرمونو سره د مبارزې پخوانی امر په شهرک ولسوالۍ کې په وسله والو بریدونو کې وژل شوي دي. کاپیسا کې دوه دیني عالمان ټپیان شوي هم دي.

دغه راز راپورونه ښیي، چې ناپېژاندو کسانو په لوګر کې یوه کور ته لاسي بم غورځولی چې له امله يې يوه مور له ماشومې سره وژل شوي، په تخار کې د چاودنې له امله څلورو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی، یوتن ټپی دی او بادغيس کې هم چادونې دوه ځوانان وژلي او یو ماشوم یې ټپي کړی دی.

د یادو بريدونو مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخيستی.

د راپورونو له مخې، وړمه اوونۍ د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې ۷ کسان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان وو.

له افغانستان سره تعامل 

د برېتانیې لومړی وزیر وايي چې له طالبانو سره د تعامل نه کولو له لیدلوري سره مخالف دی، او له افغانستان سره د بشرپاله مرستو د دوام لپاره هغوی باید له طالبانو سره د جوړجاړي لاره ونیسي. هغه ویلي ښايي طالبان د ټولو افغانانو استازیتوب ونه کړي، خو هغوی د افغانستان اوسني چارواکي دي.

د راپورونو له مخې، تېره اوونۍ متحده عربي اماراتو کابل کې خپل سفارت بیا پرانيست؛ عربستان به هم ډېر ژر کابل کې خپل سفارت بېرته پرانيزي او جاپان هم پرېکړه کړې چې که یې د امنیت خوندیتوب ډاډمن شي، کابل کې سفارت پرانیزي.

دا په داسې حال کې ده چې نن په قطر کې بیا د افغان او امریکایي چارواکو تر منځ خبرې پیل شوې.

د امریکا متحده ایالتونو او طالبانو تر منځ قطر کې له اوږدو خبرو وروسته، د ۱۳۹۸ کال د کب په میاشت کې یو تړون لاسلیک شو چې له مخې یې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووتل.

له افغانستان سره بشري مرستې

ملګري ملتونه وایي افغانستان کې د اقتصادي بحران د مخنیوي لپاره له نړیوالو د غوښتل شویو ۶۰۶ میلیون امریکایي ډالرو څخه ۶۰۰ میلیونه ډالره مرسته راټوله شوې ده.

تېره اوونۍ د هند، روسیې او چین د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان پر روان خرابېدونکي بشري وضعیت غږېدلي او افغانستان ته یې د سملاسي مرستو رسولو غوښتنه کړې.

د المان او هالنډ ځانګړو استازو د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره په لیدنه کې ژمنه کړې څو داسې لارې ولټوي چې د ښوونکو او روغتیایي برخو کارکوونکو ته معاشونه ورکړي.

دغه راز، د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي د افغانستان د عامې روغتیا له وزارت سره په تفاهم د حکومتي چارواکو له لاسوهنې پرته په مستقیم ډول د روغتیايي کارکوونکو معاشونه ورکوي.

د سره صليب نړیواله کمېټه وايي، پر افغانستان لګېدلو اقتصادي بندیزونو پراخ کړاو رامنځته کړی او په دې هېواد کې د لوږې د مخنیوي لپاره باید د نغدو پیسو استولو لارې وموندل شي. یادې کمېټې له مرسته ورکوونکو هېوادونو غوښتي چې د سختې خوارځواکۍ د مخنيوي لپاره دې افغانستان ته د پيسو استولو لارې ومومي.

د بښنې نړیوال سازمان له افغانستان سره د بېړنیو بشري مرستو غوښتنه کړې او وايي د بشري ناورین د مخنیوي لپاره دې پر افغانستان اقتصادي بندیزونه لرې کړل شي، ځکه دغو بندیزونو په افغانستان کې د روغتیا، خوړو رسولو او نورو بنسټیزو خدماتو مخه نیولې ده.

له ترهګرۍ سره مبارزه  

د امریکا د دفاع وزیر ویلي، په افغانستان کې له ترهګرۍ سره مبارزه – که هغه له القاعده سره وي او یا داعش سره همکارۍ ته اړتیا لري، خو د افغانستان سرپرست حکومت وايي، کابل تل له واشنګټن سره د ديپلوماټيکو اړیکو د ښه والي غوښتنه کړې؛ خو د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې د یاد هېواد همکاري نه غواړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د امریکا متحده ایالتونو، په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې څو جګپوړي چارواکي او یو مالي ملاتړکوونکی د نړیوالو ترهګرو په تور نوملړ کې شامل کړي دي.  په یاد نوملړ کې د داعش- خراسان څانګې د جګپوړو کسانو (ثناالله غفاري، سلطان عزیز اعظم او مولوي رجب) او د یادې ډلې یو مالي ملاتړکوونکي نومونه ور زیات شوي دي.

داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

خلک: پانګه مو دې له کنګل څخه ووځي

د خوست اوسېدونکو د يو سوله ييز لاريون پر مهال له نړيوالو وغوښتل چې د افغانستان پانګه دې له کنګل حالته وایستل شي   او نړیوال دې د افغاستان اوسنی حکومت په رسميت وپېژني.

Visits: 134

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.