ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غور والي: د پوزلېج د برېښنا بند جوړولو کار باید بشپړ شي

د غور والي: د پوزلېج د برېښنا بند جوړولو کار باید بشپړ شي

author avatar
5 Dec 2021 - 17:10
د غور والي: د پوزلېج د برېښنا بند جوړولو کار باید بشپړ شي
author avatar
5 Dec 2021 - 17:10

فېروزکوه (پژواک، ۱۴ لېندۍ ۱۴۰۰): د غور والي په دغه ولايت کې د پوزلېچ بند له نیمګړې پاتې پروژې د ليدنې پر مهال د هغې پر بشپړېدو ټينګار وکړ او د دغه ولايت له اوسېدونکو سره يې ژمنه وکړه چې د دې پروژې کار به بشپړوي.

د غور والي مولوي احمدشاه دین دوست نن مازدیګر له دغه بنده لیدنه وکړه.

هغه نن په یوه ناسته کې خبریالانو ته وویل: «د افغانستان د اسلامي امارت له مشرانو مو غوښتنه دا ده چې غور ولایت ته دې سل په سلو کې پاملرنه وکړي؛ ځکه د غور خلک له هرې خوا له ستونزو سره مخ دي، نه برېښنا لري، نه سړکونه، زموږ خلک له بېوزلۍ سره مخ دي. د غور خلکو ته د امارت د چارواکو پاملرنه د دوی دیني وجیبه ده.»

بلخوا د غور ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولوي عبدالحی زعيم وايي چې د سرپرست حکومت د مسوولينو ټوله پاملرنه په دغه ولايت کې د نمیه پاتې اونورو پراختيايي پروژو پيل ته ده.

د نوموړي په وینا: «پرون مو چې له والي سره د پوزلېچ برېښنا بند د پروژې د کار څرنګوالي په اړه غونډه درلوده، والي وويل هڅه کوو چې دې پروژې ته بوجه ځانګړې شي او د خلکو د برېښنا ستونزې هوارې شي.»

د غور ولایت سیمه ییزو چارواکو د دغه ولایت د پوزلېچ بند له نیمه بشپړې شوې پروژې داسې مهال لیدنه کړې چې یادې پروژې کار له ۷کلونو راهیسې په ټپه ولاړ دی.

ټاکل شوې وه دغه پروژه د دغه ولايت د مرکز فېروزکوه ښار ختيځ لور ته په ١٥ کيلومترۍ کې جوړه شي.

د پخواني حکومت د ځايي چارواکو په وينا، په دغه ولايت کې د پوزلېچ بند د پروژې کار د قراردادي شرکتونو له لوري د لاس په لاس کېدو له امله ولاړ او ډېر لږ کار پرې شوی دی.

Visits: 15

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.