ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست ښار تر نیمايي ډېرې ودانۍ د رشوت او زور له لارې غیر پلاني جوړې شوې دي

د خوست ښار تر نیمايي ډېرې ودانۍ د رشوت او زور له لارې غیر پلاني جوړې شوې دي

author avatar
10 Dec 2021 - 08:58
د خوست ښار تر نیمايي ډېرې ودانۍ د رشوت او زور له لارې غیر پلاني جوړې شوې دي
author avatar
10 Dec 2021 - 08:58

خوست (پژواک، ۱۹ لېندۍ ۱۴۰۰): د پژواک موندنې ښيي چې د خوست ښار تر نیمايي ډېرې سوداګریزې او نورې لوړپوړيزې ودانۍ چارواکو ته د رشوت ورکولو او زور له لارې غیر پلاني او د انجنیري نورمونو خلاف جوړې شوې دي.

هغه اسناد او شواهد چې پژواک ترلاسه کړي، دغه ودانۍ د ښاروالۍ، د ښار او کور جوړونې رياست د قانون او طرزالعمل خلاف د زورواکو په ملاتړ او حکومتي چارواکو ته د رشوت ورکولو له لارې جوړې شوې دي.

د خوست ښاروالۍ، د ښار او کور جوړونې رياست د پلان او طرزالعمل له مخې، په سوداګریزو سيمو کې د زېر زميني په ګډون پنځه پوړه او په استوګنې په سيمو کې د دوو پوړونو د ودانۍ جوړولو جواز ورکړل شوی، خو د تېرو شلو کلونو په اوږدو کې د ياد طرزالعمل خلاف د دې ترڅنګ چې په تجارتي سيمو کې غیر قانوني مارکېټونه جوړ شوي، په رهايشي سيمو کې هم تر اتو پوړونو پورې ودانۍ جوړې شوې او يا يې اوس کارونه روان دي.

د سندونو له مخې، دغه ودانۍ نه يوازې دا چې بې پلانه دي، بلکې د انجينري معیارونه او نورمونه هم په کې له پامه غورځول شوي دي.

د خوست پخواني ښاروال انجينر روشان نوید هم پژواک خبري اژانس ته وويل چې د خوست په ښار کې ۸۵ سلنه لوړپوړیزي ودانۍ غیر پلاني او په خپلسري توګه هغه چا جوړې کړې چې زور او زر لري.

نوموړي که څه هم د چا نوم وانه خيست خو ويې ويل چې اوس هم په دغه ښار کې د بې پلانه ودانيو او مارکېټونو جوړول دوام لري.

د هغه په خبره چې د ده په کاري ماموريت کې د هيڅ ښارګوټي او لوړپوړیزې ودانۍ د جوړېدو امر نه دی ورکړی شوی.

انجينر روشان نويد زياته کړه: “له خپلسرو او غیر قانوني لوړپوړو ودانیو سره چلند د خوست ښاروالۍ له اولیتونو څخه دی. موږ په دې اړه له ټولو دولتي بنسټونو سره خبرې وکړې او یوه ښه همغږي مو رامنځته کړې وه، څو د خپلسرو او غیر پلاني ودانیو مخه ونیسو خو زياتره لوړپوړې ودانۍ د زورواکو له خوا جوړې شوې او یا یې ملاتړ شوی دی.”

د پژواک د موندنو له مخې، د ۱۳۹۹ لمريز کال د سلواغې په ۹مه د خوست ښاروال روشان نوید له خوا د دغه ولايت امنيې قوماندانۍ ته يو مکتوب لېږل شوی چې د لومړی ناحیي اړوند په ۲۱۰ نمبر لرونکې حویلۍ چې د الحاج علي بادشاه د اول شاه د زوی ده، په خپلسري ډول یې د څلورم او پنځم پوړ کار روان دي.

په دغه مکتوب کې له امنيې قوماندانۍ د همکارۍ په ډول غوښتل شوي چې د يادې ودانۍ د جوړېدو مخه ونيسي.

پژواک د يو شمېر هغو کسانو د نومونو د لېست يوه کاپي هم ترلاسه کړې چې د خوست په ښار کې د بې پلانه او پر خپل سري ډول د ودانيو پر جوړولو تورن دي او یا یې د جوړېدو کارونه روان دي.

د دغو کسانو لېست د لومړۍ، دويمې، درېيمې، څلورمې او پنځمې ناحيو مدیرانو د خوست ښاروالۍ رياست د انجینري عمومي مدیریت ته چې د رحمت الله، کمال ناصر، قیاالدین، سیدالله، ډاکټر شفیق، شاه یوسف، عید مرجان، ولي بادشاه، کفتان، ډاکټر حکیم، نیازبت خان کوچی، خټک، مهراب الدین، دورګی، عقل میر، عبدالخالق، دورمحمد او رازمحمد خان نومونه په کې دي، لېږلی دی.

همدا ډول په يو بل سند کې چې پژواک ترلاسه کړی، د هغو ودانيو موقعیتونه او د مالکينو نومونه په کې ذکر شوي چې په تېرو څو کلونو کې په غير پلاني او خپلسري ډول جوړې شوې او يا يې کارونه دوام لري.

د ودانيو موقعیتونه او د مالکانو نومونه یې:

په درېیمه ناحیه کې د بې پولې ډاکترانو روغتون سوېل لوېدیځ لور ته د حاجي انور ودانۍ، په درېیمه ناحیه کې د بې پولې ډاکټرانو روغتون لوېدیځ اړخ ته د رشید منګل ودانۍ، په درېیمه ناحیه کې د حمام مارکېټ لوېدیځ لور ته د محمد ایوب خان ودانۍ، په دویمه ناحیه کې د ښاروالۍ ریاست ختیځ ته د حاجې انورجان ملک ودانۍ، په دویمه ناحیه کې د سپین جومات لوېدیځ لور ته د دلبر ودانۍ او په دویمه ناحیه کې د خوست سیټي سنټر سوېل لور ته د قیوم او هدایت الله ودانۍ یادولای شو.

د خوست د ښار او کور جوړونې پخواني رييس انجنیر ابراهیم الله وليزي پژواک خبري اژانس ته وويل: “هغه ودانۍ او مارکېټونه چې په ښار کې غير پلاني او يا په خپلسري ډول جوړې شوې، دوی يې د مخنيوي لپاره اړوندو ادارو ته په مکتوبي ډول لارښونه کړې چې د ځينو مخه نیول شوې او د ځينو نه.”

هغه د بېلګې په ډول د يوه مکتوب يادونه وکړه چې په ۱۳۹۹ لمريز کال د چنګاښ په ۸مه د غير پلاني او خپلسري ودانيو جوړولو مخنيوي په اړه يې د خوست ښاروالۍ ته لېږلی دي.

په دغه مکتوب کې ليکل شوي: “محترما! د ښار جوړولو او ځمکو رياست انجنیر صاحبانو د خوست ښار له مختلفو ناحيو څخه نظارت ترسره کړی چې د ښار په مختلفو برخو کې ودانيزې چارې جريان لري، موقعيتونه يې په ضميمه او مُهر شوو اتو پاڼو کې ښودل شوي دي. هغه کارونه چې د ښاري اصولو، طرزالعملونو او قانون خلاف وي، هيله ده چې تاسې يې په اړه اجراات ترسره کړئ، څو د خپلسرو کارونو مخنيوی وشي.”

په ورته مهال د خوست ولايتي شورا پخوانی ریيس کفيل ريحان بيا پژواک خبري اژانس ته وويل، هغه لوړپوړيزې ودانۍ چې په خوست ښار کې بې پلانه او خپلسري جوړې شوې، د وخت حکومت مسوولينو د ناغېړۍ له امله دي.

نوموړي وويل چې د وکالت د دورې پر مهال يې ياده ستونزه د ښار او کور جوړونې او ښاروالۍ له رياست سره څو ځلې په مکتوبي او شفاهي ډول شريکه کړې، خو د ياد رياست مسوولينو خپله دنده په سم ډول نه ده ترسره کړې او غفلت يې کړی دی.

ده زياته کړه: “دا يو واقعيت دی چې په ښار کې ډېری لوړپوړيزې ودانۍ د قانون او لايحې خلاف جوړې شوې دي؛ موږ ياده ستونزه د ښار او کور جوړونې رياست او ترڅنګ يې د ښاروالۍ له رياست سره په مکتوبي او شفاهي ډول شريکه کړې ده او له دوی مو غوښتنه کړې چې له قانون سره سم بايد په ښار کې لوړ پوړيزې ودانۍ جوړې شي.”

بلخوا د خوست ښار د دوکاندارانو اتحادیې مشر جمال تڼی وایي، په ښار کې چې څومره غير پلاني لوړپوړيزې ودانۍ موجودې دي، ډېرې یې چارواکو ته د رشوت او بډو ورکولو په بدل کې جوړې شوې دي.

هغه پژواک ته وويل: “ټولې لوړپوړیزې ودانۍ هغه چا جوړې کړې چې زور او زر لري، باډیګارډان لري او په مرمۍ ضد موټرو کې ګرځي.”

بل پلو د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مرستيال مفتي شاه حسين مجاهد پژواک خبري اژانس ته وويل، هغه ودانۍ چې د خوست په ښار کې غير پلاني او خپل سرې جوړې شوې دي، شمېر يې شاوخوا څلوېښتو ته رسېږي.

د نوموړي په خبره، يادې ودانۍ په تېر شل کلن نظام کې د قانون نه حاکميت، د خپلسرۍ او زورواکۍ په پايله کې جوړې شوې دي.

په همدې حال کې د خوست اوسنی امنيه قوماندان مولوي محبوب شاه قانت بيا له پژواک اژانس سره خبرو کې وويل، که د ښار او کور جوړونې او د ښاروالۍ رياستونو مسوولين ترې په ياده برخه کې هر ډول مرسته او همکاري وغواړي، دوی به يې ترې ونه سپموي.

هغه وويل، دوی به هيچا ته اجازه ورنه کړي چې په خوست ښار کې د ښاري طرزالعمل او اصولو خلاف کوم کار ترسره کړي.

د يادونې ده، پژواک خبري اژانس د لېندۍ په ۱۷مه يو راپور خپور کړ چې له مخې يې په خوست کې د تېرو شلو کلونو په ترڅ کې زرو کسانو- چې ځايي زورواکي هم په کې شامل دي- د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې زرګونه جريبه دولتي ځمکه غصب کړې ده.

 

 

 

Visits: 904

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.