ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ډالر  پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوېدو له امله په فراه کې د یوه صراف د مړینې خبر ناسم دی

د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوېدو له امله په فراه کې د یوه صراف د مړینې خبر ناسم دی

author avatar
14 Dec 2021 - 10:48
د ډالر  پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوېدو له امله په فراه کې د یوه صراف د مړینې خبر ناسم دی
author avatar
14 Dec 2021 - 10:48

کابل(پژواک،۲۳ لیندۍ ۱۴۰۰): په فراه ولایت کې د افغانیو پر وړاندې د امریکایي ډالر بیې د لوړېدو له امله د یو صراف د زړه درېدو خبر ناسم دی.

په دې وروستیو کې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ بیه په بېساري توګه لوړه شوې ده.

د راپورونو له مخې، تېره ورځ د کابل ښار په بازارونو کې د یوه امریکايي ډالر بیه تر ۱۲۵ افغانیو لوړه شوه. دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا څلور میاشتې مخکې یو ډالر په شاوخوا ۸۸ افغانۍ تبادله کېده.

د وزيرانو شورا تېره ورځ اقتصادي کمېسیون ته دنده وسپارله چې له ټولو اقتصادي بنسټونو سره په همغږۍ دې د افغانۍ د ثبات ساتلو په اړه بېړني ګامونه واخلي.

ادعا:

تېرشپه ناوخته هشت صبح ورځپاڼې خبر خپور کړ چې په فراه ولایت کې د غلام په نوم یوه صراف د ډالرو بیې د لوړوالي له امله سکته وکړه.

سرچینې لیکلي چې دغه ځوان د ډالرو پوروړی و او د ډالرو د بې مخینې لوړېدو له امله یې پرون ماښام مهال په خپل دوکان کې سکته کړې ده.

دغه راپور خامه پرس او اطلاعات روز رسنیو هم خپور کړی او په ټولنیزو رسنیو کې هم دغه موضوع ډېره لاس په لاس شوې ده.

حقیقت موندنه:

د غلام د کورنۍ یوه غړي ګلامحمد پژواک خبري اژانس ته وویل، د رسنیو دغه راپورونه ناسم دي، چې غلام د ډالرو پوروړی و او له دې امله یې سکته کړې چې د ډالر بیه د افغانۍ پر وړاندې لوړه شوې ده.

ده وویل چې غلام تېره ورځ په داسې حال کې ساه ورکړې چې په خپل کور کې ویده و.

ده زیاته کړه:«غلام له خپل یوه ملګري سره په شراکت د صرافۍ کاروبار کاوه، د چا پوروړی نه و او له خپل کاره خوښ و.»

د غلام له خپلوانو یو بل تن چې نه غواړي نوم یې څرګند شي، وایي چې غلام د ډالرو د بیو د لوړېدو له امله نه بلکې «د کورنیو ستونزو» له امله زهر خوړلي او ساه یې ورکړې ده.

ده د یادو کورنیو ستونزو په اړه جزییات ورنه کړل.

پایله: ځینو رسنیو خبر خپور کړی چې ګواکې یو تن فراه کې د افغانیو پر وړاندې د ډالر د بیې د لوړېدو له امله سکته کړې، خو هغه ته نږدې کسان دغه څرګندونې ردوي.

پرېکړه: فراه کې د ډالر بیې د لوړېدو له امله د یو صراف د زړه درېدو خبر ناسم دی.

Views: 1164

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.