ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اوونۍ له اقتصادي کړکېچه د افغانستان وتلو په اړه نړیوالې هڅې د پام وړ وې

تېره اوونۍ له اقتصادي کړکېچه د افغانستان وتلو په اړه نړیوالې هڅې د پام وړ وې

author avatar
18 Dec 2021 - 17:40
تېره اوونۍ له اقتصادي کړکېچه د افغانستان وتلو په اړه نړیوالې هڅې د پام وړ وې
author avatar
18 Dec 2021 - 17:40

کابل (پژواک، ۲۷ ليندۍ ۱۴۰۰): له افغانستان سره د نړیوالو مرستو لړۍ روانه ده او اروپایي ټولنې په داسې حال کې له اوسني افغان حکومت سره تعامل اړین بللی، چې سبا اسلام اباد کې د افغانستان په اړه غونډه جوړیږي او حامد کرزي د لویې جرګې وړاندیز هم کړی دی.

د دې تر څنګ، تېره اوونۍ د هېواد په شپږو ولایتونو کې په جنایی پېښو او نورو بریدونو کې ۱۲ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

د تېرې اوونۍ مهم خبرونه:

  • تېره اوونۍ بیا هم له افغانستان سره د بشري مرستو لړۍ روانه وه
  • اروپايي ټولنه: د افغانستان له اوسني سرپرست حکومت سره تعامل اړین دی
  • کرزی: که غني کابل کې پاتې وای د واک سوله ییز لېږد کېده.
  • محب: طالبانو غوښتل غني ووژني، له کابله وتل یې د هېواد په ګټه و.
  • روسیه: د افغانستان پانګه دې له کنګله وایستل شي
  • ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي پر ځای د هغه مستشار کار پیل کړ
  • پاکستان: اسلام اباد کې د اسلامي هېوادونو غونډه له افغانانو سره بشري مرستو ته د لارې هوارولو لپاره جوړیږي.
  • د یوه ډالر بیه ۱۲۵ افغانیو ته لوړه شوه، خو بېرته ۹۸ ته راولوېده.

مرګ ژوبله:

تېره اوونۍ په کابل، ننګرهار، کندهار، بغلان، غزني او هلمند ولایتونو کې په جنایی پېښو او نورو بریدونو کې ۱۲ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

د راپورونو له مخې، تېره اوونۍ د کابل ښار د اتمې حوزې اړوند په ټانک لوګر سيمه کې چاودنې يو ملکي وګړی وژلی او دوه امنيتي ځواکونه یي ټپيان کړي دي. دغه راز د کابل ښار د څلورمې حوزې اوړند د «پروان سه» په سيمه کې د ديني عالم مولوي عبدالسلام عابد پر موټر د ماين چاودنه وشوه چې له امله یې د عابد په ګډون څلور کسان ټپيان کړل.

راپورونه ښیي چې د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې یو «وسله وال انسان تښتوونکی» له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی او د ننګرهار ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسله والو د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ دوه تنه وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي. د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې ناپېژانده کسانو درې قومي مشران وژلي دي.

دغه راز خپاره شوي راپورونه ښیي چې په کندهار ښار کې پر یوه موټر وسله وال برید شوی چې له امله یې دوو ښځو ژوند له لاسه ورکړی او د دوو ښځو او یوه سړي په ګډون درې تنه ټپیان شوي دي، خو د بغلان په پلخمري ښار کې یو تن خپله مېرمن وژلې ده او په غزني ښار کې د یو ډاکټر مړی موندل شوی دی.

د راپورونو له مخې، د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې د راکټ مرمۍ په چاودنه کې څلور کسان ټپيان شوي دي.

د یادو بریدونو مسوولیت چا نه دی منلی.

د راپورونو له مخې، وړمه اوونۍ د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې اووه ملکي وګړي وژل شوي او شپږ نور ټپيان وو.

له افغانستان سره بشري مرستې  

وروسته له هغه چې د افغانستان تېر حکومت ړنګ او ځای یې اوسني سرپرست حکومت ونیو، د امریکا متحده ایالتونو د افغانستان نږدې لس میلیارده ډالره پانګه کنګل کړه او پر افغانستان ځینې نور محدودیتونه هم وضع شول چې ورسره افغانستان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوی دی.

په افغانستان کې له وروستي سیاسي تحول وروسته، د نړۍ ځینو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو له افغانستان سره بشري مرستې کړي او دا لړۍ تېره اوونۍ هم روانه وه، خو امریکا تر اوسه له کنګل نه د افغانستان د نږدې لس میلیارده ډالرو پانګې د ایستلو پرېکړه نه ده کړې.

د افغانستان بانک تېره اوونۍ وویل چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د نغدو پیسو د کموالي ستونزې د حل په موخه د ۲۰۲۲ میلادي کال د مارچ تر پایه هره اوونۍ کابو شل میلیون امریکایي ډالر افغانستان ته رااستوي.

سرچینه وایي چې د دغو بشري مرستو څلورمه کڅوړه ( ۱۹.۲ میلیونه ډالر) تېره اوونۍ هېواد ته رارسېدلې ده.

دغه راز د امریکا متحده ایالتونو هم تېره اوونۍ وویل چې له افغانستان سره د کرونا ویروس د یو میلیون ډوز واکسینو مرسته کوي او دې سره د روان میلادي کال تر پایه له افغانستان سره په بشري برخه کې د امریکا د مرستو کچه  ۴۷۴ میلیون ډالرو ته لوړیږي.

نړیوال بانک وايي، مرستندویو هېوادونو افغانستان ته د دغه هېواد د بیارغونې وجهي صندوق له کنګل شوو پیسو د ۲۸۰ میلیون ډالرو د ورکړې پرېکړه کړې او دغه پیسې به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دوو مرسته کوونکو ادارو (یونیسف او د خوړو نړیوال پروګرام) ته ورکړل شي، څو له بشري کړکېچ سره په مبارزه کې ولګول شي.

بریټانیا له افغانستان سره ۷۵ میلیونه پونډه مرسته وکړه، ویې ویل چې دا پیسې به د روغتیایي چوپړ، خوړو او سرپنا په برخو کې ولګول شي.

د سعودي عربستان له لوري په بشري مرستو بار دوه الوتکې چې خوراکي او د اړتیا وړ نور توکي په کې شامل و، تېره اوونۍ کابل ته راورسېدې.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان تېره اوونۍ له امریکايي سناتورانو سره د لیدو پر مهال د افغانستان د اقتصاد له پاشلو د مخنیوي لپاره، له دغه هېواد سره د بېړنیو مرستو غوښتنه وکړه.

دغه راز روسیې له لوېديځو هېوادونو غوښتي چې بشري مرستو او د اروپا پر لور د افغان کډوالو تازه څپو د مخنیوي لپاره باید د افغانستان کنګل شوې شتمني خوشې کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي هم ویلي  چې په افغانستان کې یو کمزوری حکومت او بې ثباتي د هیچا په ګټه نه ده او باید د افغانستان پانګه له کنګل څخه وایستل شي.

اروپايي ټولنې تېره اوونۍ وویل چې د افغانستان له اوسني سرپرست حکومت سره تعامل اړین دی، خو زیاتوي چې د دغه حکومت مشروعیت د حکومت پر ټولګډونوالي او بشري حقونو ته له درناوي سره تړلی دی.

پاکستان وایي، اسلام اباد کې د افغانستان په تړاو د اسلامي هېوادونو غونډه له میلیونونو افغانانو سره بشري مرستو ته د لارې هوارولو لپاره سبا (یکشنبه) جوړیږي، خو دا په دې مانا نه ده چې د افغانستان نوی حکومت په رسمیت پېژني.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، پرون اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، د یاد سازمان ټولو غړو هېوادونو په دې کنفرانس کې د ګډون بلنه منلې او د امریکا، چین، بریتانیا، روسیې او فرانسې استازي هم په کې ګډون کوي او له بشري ناورین څخه د افغانستان د وتلو پر لارو چارو غږیږي.

ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ

د افغانستان اوسني سرپرست حکومت، سهیل شاهین په ملګرو ملتونو د افغانستان استازولۍ ته معرفي کړی، خو ملګرو ملتونو تر اوسه هغه نه دی منلی او ویلي یې و چې دغه څوکۍ به د افغانستان د تېر حکومت له خوا له معرفي شوي غلام ‌محمد اسحاقزي سره وي.

خو تېره اوونۍ وروسته له هغه چې رسنیو له یادې دندې د اسحاقزي د استعفا راپورونه خپاره کړل، ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ مستشار وزیر نصیراحمد فایق، د اسحاقزي پر ځای وټاکل شو.

سهیل شاهین چې د افغانستان حکومت له لوري ياد مقام ته معرفي شوی، په یوه ټویټري پیغام کې ويلي: « ملګري ملتونه یوه معتبره نړیواله اداره ده چې بې پرېتوب یې اعتباري کوي، زه له دې ادارې هیله کوم چې د افغانستان اوسني حکومت ته چې خپلواک او پر ټول هېواد حاکم دی، د دې څوکۍ سپارلو سره خپل بې پرېتوب ثابت کړي.»

کرزی: که غني کابل کې پاتې وای سوله ییز انتقال کېده. محب: طالبانو غوښتل غني ووژني

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي تېره اوونۍ وویل چې د افغانستان حکومت ته یې د لویې جرګې د رابللو طرحه سپارلې، تر څو د راتلونکي حکومت د جوړېدو، اساسي قانون او ملي بیرغ په اړه پرېکړې وکړي.

ده دا هم ویلي، وروسته له هغه چې غني ناببره او په پټه له افغانستانه ووت، ده طالبانو ته چې د کابل ښار تر دروازو رسېدلي وو، بلنه ورکړه تر څو کابل ته ننوځي او د ګډوډیو مخه ونیسي.

کرزی وايي، که اشرف غني په کابل کې پاتې وای، نو د یوه جوړ جاړي له مخې به سوله ییز انتقال تر سره شوی و.

خو د تېر حکومت د ملي‌ امنیت سلاکار حمدالله محب ازادۍ راډیو سره مرکه کې ادعا وکړه چې طالبانو غوښتل پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني اعدام کړي. دی وایي، پتیل شوې وه چې واک به د لویې جرګې له لارې طالبانو ته سپارل کیږي، خو طالبانو تسلیمي غوښته.

محب وايي، له هېواده د اشرف غني د وتلو په اړه له امریکا سره هیڅ ډول همغږي او مشوره نه وه شوې او دی د هغه وتل «سل په سلو» کې د افغانستان په ګټه بولي.

ښځې څه غواړي؟

کابل ښار کې د ښځو حقونو یو شمېر فعالانو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو په موخه د ۱۶ ورځني کمپاین په پای کې یو ځل بیا له حکومته وغوښتل چې ښځو ته د کار، زده کړو او تحصیل زمینه برابره کړي.

Visits: 137

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.