ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امیرجان اغا: سوله الهي نعمت دی، ټول باید د سوله ییز ژوند لپاره هڅې وکړو

امیرجان اغا: سوله الهي نعمت دی، ټول باید د سوله ییز ژوند لپاره هڅې وکړو

author avatar
19 Dec 2021 - 16:19
امیرجان اغا: سوله الهي نعمت دی، ټول باید د سوله ییز ژوند لپاره هڅې وکړو
author avatar
19 Dec 2021 - 16:19

فراه (پژواک، ۲۸ لیندۍ ۱۴۰۰): د فراه یو قومي مشر حاجي امیرجان اغا چې په ټولنه کې د سولې او امن ژوند کولو لپاره یې د خلکو تر منځ ډېرې شخړې هوارې کړې دي، هېواد کې د جګړو درېدل «د الله نعمت» بولي، وایي ټول هېوادوال باید د سوله ییز ژوند لپاره هڅې وکړي.

حاجی امیرجان اغا د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ د “توت او چکاب” سیمې اصلي اوسېدونکی دی، خو اوس د فراه په ښار کې ژوند کوي.

هغه ۶۷ کلن دی او وایي چې د خپل عمر ډېره برخه یې د خلکو تر منځ د شخړو په هوارولو کې تېره کړې ده.

امیرجان اغا ـ چې فراه کې یو پېژندلی شوی کس دی – وایي چې نه یوازې یې د خلکو تر منځ د شخړو او ستونزو د هواري هڅې کړي، د خلکو ستونزې یې د حل لپاره تر چارواکو هم رسولې دي.

دی زیاتوي: «ماته له پلار څخه دغه دنده په میراث پاتې ده چې د خلکو ستونزې هوارې کړم.»

هغه وایي، په لسګونو داسې شخړې یې هوارې کړي چې ډېرو به یې د حل تمه نه لرله.

امیرجان اغا د بېلګې په توګه وویل چې د فراه ولایت د مرکز اړوند د سور او ښوراب، او کنسک کليو کې شخړې او دغه راز د هرات ولایت کې یوه قومي شخړه، له هغو شخړو څخه دي چې د ده د هڅو په پایله کې هوارې شوې دي.

هغه وویل چې د فراه د بالابلوک ولسوالۍ کنسک کلي کې د دوو قومونو تر منځ د ځمکې د ملکیت پر سر شخړه وه، چې د هغه په منځګړیتوب یې تر منځ سوله وشوه.

همدا ډول امیرجان اغا وایي، د فراه د مرکز اړوند د ښوراب کلي کې بیا د دوو کورنیو تر منځ د اختطاف د یوې قضیې پر سر ستره شخړه وه او ستونزه یې دې حد ته رسېدلې وه چې د دواړو لوریو وسله وال کسان مورچلو ته ختلي وو، خو د ده په منځګړیتوب پای ته ورسېده او اوس په سوله کې ژوند کوي.

حاجي امیرجان اغا وایې: « داسې شوي چې طرفین مې مذاکرې ته کېنولي، د اختلاف د له منځه وړلو په خاطر مې پیسې هم خپله ورکړي او یو ځل مې خپل شخصي موټر هم د دې لپاره چې طرفین سوله وکړي، یو طرف ته ورکړی دی.»

ده وویل، ویاړي او ډېر خوښ دی چې په روغه جوړه کې د خپل ژوند شېبې تېروي.

دی د جزییاتو له ورکولو پرته زیاتوي چې همدا اوس د دوو شخړو په حل لګیا دی؛ چې یوه په فراه کې ده او بله هم په هرات کې او تمه لري چې دواړه به حل کړي.

امیرجان اغا، افغانستان کې له وروستي سیاسي تحول وروسته رامنځته شوی حالت او د جګړو درېدل د خدای پاک ستر نعمت بولي او پر ټولو افغانانو غږ کوي چې د الله شکر اداء کړي او ټول په ګډه هڅې وکړي چې له هېواده د خپلمنځي دښمنیو ټغر ټول شي.

هغه وایي:«تر کله به افغانان په اختلاف کې ژوند کوي؟ دا یو لوی فرصت دی چې افغان ولس یو بل وزغمي او ګډه هڅه وکړي چې یو ځل بیا مو هېواد د جګړو په ډګر بدل نه شي.»

د فراه د مرکز اوسېدونکی ۳۵ کلن ګلاب، د شخړو په هواري کې د حاجي امیرجان اغا هڅې ستایي او وایي، که د داسې قومي مخورو مشورې د سولې او روغو جوړو په تړاو واخیستل شي، نو په ولایتي کچه به د شخړو ټغر ټول شي.

ګلاب زیاتوي: «زه د سور او ښوراب کلي په جنجال کې حاضر وم چې حاجي امیرجان اغا د دوی ستونزې ته د پای ټکی کېښود. دا ډول کړنې په ټولنه کې د دښمنیو مخه نیسي او دښمنۍ په دوستۍ بدلوي؛ نو ځکه باید پیاوړې شي او وستایل شي.»

Visits: 153

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.