ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرزی: عمران خان دې په بین المللي مجامعو کې د افغانستان په نمایندګۍ خبرې نه کوي

کرزی: عمران خان دې په بین المللي مجامعو کې د افغانستان په نمایندګۍ خبرې نه کوي

author avatar
19 Dec 2021 - 19:28
کرزی: عمران خان دې په بین المللي مجامعو کې د افغانستان په نمایندګۍ خبرې نه کوي
author avatar
19 Dec 2021 - 19:28

کابل (پژواک ۲۸ لیندۍ ۱۴۰۰): پخوانی ولسمشر کرزی سربېره پردې چې د عمران خان وروستۍ څرګندونې د افغانستان خلکو ته سپکاوی بولي، له پاکستانه وغوښتل چې د افغانستان پر خلاف له تبلیغه دې ډډه وکړي.

د راپورونو په حواله، د پاکستان لومړي وزير عمران خان نن (یکشنبه) د اسلامي همکاريو د سازمان په غونډه کې ویلي، چې نړیواله ټولنه دې په افغانستان کې د نجونو د زده کړو په اړه خپلو غوښتنو کې حساس وي او د افغانستان د فرهنګي ارزښتونو درناوی دې وکړي.

نوموړي د ډيورنډ کرښې هغې غاړې ته د پاکستان تر قلمرو لاندې سیمو کې هم ورته حساسیتونو د موجوديت ادعا کړې او ويلي، چې د دغو دودیزو ارزښتونو او حساسیتونو د نقض په صورت کې به افغانان خپلې لوڼې زده کړو ته ونه لېږي.

خو د کرزي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی د اسلامي همکاریو د سازمان په غونډه کې د پاکستان د صدراعظم عمران خان څرګندونې د افغانانو ترمنځ د تفرقه اچونې هڅه او د افغانستان خلکو ته توهین ګڼي، همدارنګه دا چې ګواکې داعش ډله په افغانستان کې فعالیت لري او له افغانستان څخه پاکستان تهدیدوي، د افغانستان خلاف ښکاره تبلیغ بولي، ځکه چې په واقعیت کې موضوع کاملا برعکس ده او د داعش تهدید له اوله له پاکستان څخه افغانستان ته متوجه دی.

کرزي د پاکستان حکومت ته توصیه کړې چې د افغانستان پر خلاف له تبلیغ او زموږ په کورنیو چارو کې له لاسوهنې په کلکه ډډه وکړي، په بین المللي مجامعو کې د افغانستان په نمایندګۍ خبرې ونه کړي او برعکس د یو نېک ګاونډي په توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د نېکو او متمدنو روابطو د ایجاد لپاره کوښښ وکړي.

د عمران خان دغه څرګندونې څو تنو نورو سیاستوالو او پوهانو هم غندلې دي.

په ايران کې د افغانستان د تېر جمهوري نظام سفير عبدالغفور لېوال هم د عمران خان څرګندونو ته په ځواب کې ويلي: “دومره راپرېوتو، دومره خدای خوار کړو، دومره منزوي شو، چې اوس نړۍ ته زموږ د فرهنګ او کلتور تمثیل زموږ د سر دښمن کوي. پر نړیوال سټېژ خو یې د افغانستان بهرنۍ چارې سنبالولې، اوس زموږ فرهنګي استازولي هم کوي. چوړیا ډنډه مار نړۍ ته وايي: افغانان خپلې ښځې انسانانې نه ګڼي او دا یې فرهنګ دی. د هرچا خپل فرهنګ. ایا همداسې ده؟ موږ رښتیا خپلې ښځې انسانانې نه ګڼو؟”

ده زياته کړې: “اخر، ته یې څوک؟ چې زما د فرهنګ استازولي کوې؟ په کوم حق؟؟؟”

Visits: 3838

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.