ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مدني فعال حمیدي: راځئ ټول د تل پاتې سولې لپاره هڅې وکړو

مدني فعال حمیدي: راځئ ټول د تل پاتې سولې لپاره هڅې وکړو

author avatar
21 Dec 2021 - 13:27
مدني فعال حمیدي: راځئ ټول د تل پاتې سولې لپاره هڅې وکړو
author avatar
21 Dec 2021 - 13:27

فراه (پژواک، ۳۰ لیندۍ ۱۴۰۰) د فراه ولایت اوسېدونکی او مدني فعال، چې کلونه یې د سولې لپاره کار کړی، له خپلو ټولو هېوادوالو غواړي چې په جګړوځپلي افغانستان کې د تل پاتې سولې لپاره هڅې وکړي.

۲۸ کلن حمیدالله حمیدي، د فراه ولایت د مرکز اوسېدونکی دی، فراه کې له دوولسم ټولګي فارغ شوی او د ژورنالیزم پوهنځی یې په کابل پوهنتون کې لوستی دی.

هغه له کلونو راهیسې په هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره هڅې کوي.

حمیدي له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وویل چې دی ځان مکلف ګڼي چې خپل هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره کار وکړي او له ټولنې د تاوتریخوالیو ټغر ټول کړي.

دی وایي، له همدې امله یې د سولې په تړاو په ډېرو ناستو کې ګډون کړی او تل یې خپل هېوادوال سولې او د یو بل منلو ته رابللي دي.

هغه د بېلګې په توګه وایي، چې ده په هرات کې د سولې کمېټې د مشر په توګه د سولې لپاره ډېرې هڅې کړي او د فراه په ولایت کې يې هم د سولې اړوند ځینې ناستې مدیریت کړې دي.

حمیدي وایي چې د فراه د بېلابېلو ولسوالیو شاوخوا ۴۰۰ ځوانان یې یوې غونډې ته بللي وو تر څو له لارې یې په هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره کار وشي.

دی وایي چې تېر کال د هېواد د استقلال د ورځې په مناسبت یې د سولې کاروان د ځوانانو په ملتیا دغه ورځ ونمانځله او د فراه ښار کې یې د پاکوالي کمپاین تر سره کړ.

هغه وویل چې د کمپاین پر مهال یې له خلکو سره د سولې د اهمیت په تړاو خبرې وکړې او په خپل شخصي لګښت یې د سولې پیغامونه ولیکل او د ښار پر دېوالونو یې راځړولي وو.

د ده په وینا، له دې هڅو یې یوازینۍ موخه دا وه چې هېواد کې سوله ټینګه شي او نور افغانان د جګړو قرباني نه شي.

حمیدي زیاتوي:«په ژوند کی مې دا یوازینۍ هیله ده چې ټول هېوادوال مو په سوله ییز چاپیریال کی ژوند وکړي. پر هېوادوالو مې غږ کوم چې راځئ ټول د تل پاتې سولې لپاره هڅې وکړو.»

فرید خالقي، چې د حمیدالله حمیدي يو له نږدې ملګرو څخه دی او د سولې لپاره په ډېرو فعالیتونو کې يې له هغه سره ونډه لرلې، وایي :«زه له تېرو درېيو کلونو راهيسې له حمیدي سره د سولې په دغه پروسه کې يو ځای کار کوم، ده په دغو کلونو کې بیا د تېر حکومت په وخت کې ډېر وړیا فعالیتونه وکړل او فراهي ولس يې سولې ته راباله.»

دی زیاتوي: «اوس چې اسلامی امارت راغلی، هغه بیا هم خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکړې او خلکو ته دا ډاډ ورکوي چې زموږ ګډ افغانستان به دايمي سولې ته ورسيږي.»

Visits: 46

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.