ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د چارو پوهان: د افغانستان د باثبات کېدو لپاره باید په ټولنه کې تاوتریخوالی ختم شي

د چارو پوهان: د افغانستان د باثبات کېدو لپاره باید په ټولنه کې تاوتریخوالی ختم شي

author avatar
22 Dec 2021 - 15:00
د چارو پوهان: د افغانستان د باثبات کېدو لپاره باید په ټولنه کې تاوتریخوالی ختم شي
author avatar
22 Dec 2021 - 15:00

قلعۀنو (پژواک، د مرغومي لومړې نېټه۱۴۰۰):د پژواک خبري اژانس له خوا د جوړ شوي هغه ګردي مېز ګډونوالو چې د بادغیس د نریمان راډیو له لارې خپور شو، ټینګار وکړ چې په هېواد کې د دایمي سولې او ثبات لپاره باید د خلکو ترمنځ د تاوتریخوالي لرې کولو لپاره هڅې وشي.

په بادغیس کې نریمان راډیو نن د «سولې په ټینګښت کې د ځوانانو، لویانو او ټولنې د نورو طبقو» په اړه د پژواک خبري اژانس دویم راډیويي ګردی میز جوړ او نشر کړ.

دغه پروګرام چې ۴۱ دقیقې یې دوام درلود د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې او ډنمارک سفارت په مالي ملاتړ جوړ شوی و، نن (چهارشنبې د مرغومي لومړۍ نېټه) د سهار په ۸:۱۵ بجو خپور شو، ټاکل شوې تکرار یې د راتلونکې اوونۍ په یکشنبې ورځ (د لیندۍ په پنځمه) مازیګر ۳:۱۵ بجې او جمعه (د لیندۍ په لسمه) تر غرمې وروسته ۲:۱۵ بجې بادغیس کې د نریمان راډیو له څپو خپور شي.

په دغه راډیويي پروګرام کې مېلمنو سوله د افغانستان اساسي اړتیا وبلله او ټینګار یې وکړ چې تاوتریخوالي او شخړې باید د تل لپاره له ټولنې ورک شي.

په بادغیس کې قومي مشر غلام سخي چې په دغه پروګرام کې یې ګډون درلود ټینګار وکړ چې ټولنه کې د سولې، ثبات او ارامۍ لپاره د خلکو ترمنځ د یووالي، اخلاص او روڼتیا روحیه پیاوړې شي او د خلکو ترمنځ بې باوري له منځه لاړه شي.

د ننني ګردي میز بل ګډونوال په بادغیس کې لیکوال او شاعر سید اقا ارفاق هم وویل چې هېواد کې د تاوتریخوالي په جریان کې هېڅ داسې برخه په ځانګړې ډول فرهنګي برخه نشته چې زیان ورته نه وي اوښتی.

ارفاق ټینګار وکړ چې د سولې له لارې کولای شو هر څه احیا، نوي او بیا ورغوو.

د بادغیس ولایت تحصیل کړي ځوان هارون شاه شفیق هم په دغه پروګرام کې وویل چې د افغانستان ټول وګړي باید هېواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت برخه کې خپل مسوولیت ترسره کړي.

دغه راز نوموړي زیاته کړه: ((ځوانان د تاریخ په اوږدو کې د سون لرګي وو او ډېرې ستونزې یې تحمل کړې دي، له دې امله باید ځوانان او د ټولنې باسواده طبقه د نظام په بېلا بېلو برخو کې جذب شي.))

د پژواک خبري اژانس له خوا د «د سیمه ییزو اختلافونو د حل لپاره د ټولنې تقویه، سولې ترویج او تاوتریخوالي کمېدل» په نوم بل ترتیب کړی ګردی میز د لیندۍ په ۲۸ مه د نریمان راډیو له څپو خپور شو، د دغه پروګرام ګډونوالو هم د افغانستان د خلکو ترمنځ پر سوله او یو بل زغملو ټینګار وکړ او دا یې د هېواد د پرمختګ لار وبلله.

Visits: 75

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.