ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د چارو پوهان: اقتصادي سوکالي د جګړې او تاوتریخوالي له پای ته رسېدو وروسته راتلای شي

د چارو پوهان: اقتصادي سوکالي د جګړې او تاوتریخوالي له پای ته رسېدو وروسته راتلای شي

author avatar
23 Dec 2021 - 12:24
د چارو پوهان: اقتصادي سوکالي د جګړې او تاوتریخوالي له پای ته رسېدو وروسته راتلای شي
author avatar
23 Dec 2021 - 12:24

قلعه‌نو (پژواک، ۲ مرغومی ۱۴۰۰): په بادغیس ولایت کې د اقتصادي چارو پوهان وايي چې اقتصاد او سوله له یو بل سره اړیکې لرې، اوس چې سوله راغلې، باید اقتصادي پروګرامونو ته لومړيتوب ورکړل شي، څو افغانستان د تل لپاره پر یوه پرمختللي او امن هېواد بدل شي.

په افغانستان کې په څه باندې ۴۰ کلنه جګړه کې میلیونونه افغانان د هېواد پرېښودو ته اړ شوي او سلګونه زره یې د هېواد دننه بېځایه شوي دي.

ځینې سرچینې د دې جګړې د مرګ ژوبلې شمېره تر یو میلیون ډېره ښيي خو یو شمېر نور یې بیا دوه میلیون ګڼي. دغه راز د یادې جګړې له امله شاوخوا ۴.۴ میلیون کسان (د هېواد د ټول نفوس ۱۳،۹ سلنه) خلک معلول شوي او اوس مهال د هېواد تر نیمايي اوسېدونکي د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

له سياسي بدلون وروسته چې په هېواد کې نسبي امن رامنځته شوی خو د امریکا له خوا د افغانستان د شاوخوا ۱۰ میلیارد ډالرو سرمایې کنګل کېدو او له دغه هېواد سره د نړیوالې ټولنې مرستو بندېدو له امله د خلکو اقتصادي وضعیت ښه نه دی او میلیونونه کسان د هېواد دننه کافي خوړو ته لاسرسی نه لري.

د اقتصادي چارو پوهان: اوس سوله راغلې، د دې وخت دی چې اقتصاد ته پام وشي

په بادغیس ولایت کې د اقتصادي چارو پوه او د پوهنتون استاد عیدمحمد عثمان پژواک ته وویل، په تېرو څو لسیزو کې د افغانستان خلک تر ټولو د سختې، درنې او خونړۍ جګړې شاهدان وو، داسې جګړې چې سولې او ارامۍ ته د رسېدو هیلې یې له خلکو اخیستې وې.

نوموړی وايي، په دې جګړو کې میلیونونه کسان کډوال شول، سلګونه زره کسان معلومل او معیوب شول او سلګونه زره نورو ژوند له لاسه ورکړ.

د هغه په خبره، د جګړې او تاوتریخوالي دوام د یادو زیانونو  ترڅنګ د هېواد اقتصاد او زیربناوو ته هم سخت زیان ورساوه، ډېری سوداګر او پانګوال له هېواد ووتل او خپلې پانګې یې له هېواده بهر انتقال کړې.

د دغه استاد په خبره، اوس چې امنیت ټینګ شوی د اقتصادي پرمختګ لپاره ښه زمینه برابره ده، حکومت دې اقتصادي پروګرامونو ته لومړيتوب ورکړي.

د ده په خبره، که څه هم په وروستیو څو میاشتو کې د نوي حکومت په رامنځته کېدو سره تاوتریخوالی او جګړې کم شوي او خلک نسبي سولې ته رسېدلي دي خو بیا هم لخ اقتصادي اړخه ډېرې ستونزې لري.

هغه زیاته کړه: ((کله چې په هېواد کې سوله وي، هر پانګوال کولای شي په هېواد کې پانګونه وکړي، دا هم د پرمختګ او زیربناوو جوړېدو په برخه کې مرسته کولای شي او په هېواد کې له شته کاري ځواکه استفاده کېږي، تر دې غوره دا ههم ده چې بهرنیو هېوادونو ته د ځوانانو د کډوالۍ مخه نیسي.))

عثمان زیاته کړه: ((اقتصاد او سوله د ټولنې پرمختګ، زده کړو سیسټم په تقویه او دغه راز په هېواد کې د زېربناوو جوړېدو برخه کې ښه رول لري، زموږ خلک په اوسنیو شرایطو کې تر هر څه ډېر سولې او ارامۍ ته اړتیا لري؛ کله چې سوله ټینګه شي، کولای شي د اقتصادي ستونزو د حل په برخه کې هم کار وکړي.))

بخلوا په بادغیس کې د اقتصادي چارو بل پوه خالد ارین هم پر دې باور دی چې سوله او اقتصاد د ټولنیز نظام، په ځانګړې توګه د کورنیو د نظام ګډوډېدو مخه نیسي.

هغه زیاته کړه: ((په اوسنۍ ټولنه کې اقتصاد او سوله اساسي هغه بېړنۍ اړتیاوې دي چې په ټولنه کې د تاوتریخوالي، کډوالۍ، اجباري ودونو چې د بېوزلۍ له امله رامنځته کېږي، نشه يي توکو د قاچاق د کمېدو، د کورنۍ نظام له ګډوډۍ، بې سوادۍ او لسګونه نورو مواردو مخه نیسي.))

د ده په باور، په څو کاله جګړه او ویجاړیو کې خلکو د کار ډېر فرصتونه له لاسه ورکړي او اوس اړتیا لري چې د نوي حکومت په جوړېدو بشپړه سوله راشي، ټول په ارامه او سوله ییزه فضا کې د هېواد د ارامۍ لپاره هڅې وکړي.

هغه وايي: ((مخکې پّ هېواد کې د سولې او امنیت نشتون د اقتصادي، ټولنیزو او سیاسي ستونزو د رامنځته کېدو لامل شوی چې له بده مرغه نن زموږ هېواد د نړۍ تر ټولو بېوزلی هېواد ګڼل کېږي، دا ټول د سولې او امنیت د نه شتون له امله دي.))

هغه له حکومته غواړي چې اقتصادي پروګرامونو ته لومړیتوب ورکړي او پاملرنه ورته وکړي، څو افغانستان د تل لپاره پر یوه پرمختللي او امن هېواد بدل شي.

Visits: 64

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.