ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار امنیه قوماندان: خلک دې د امنيت په ټينګښت کې همکاري وکړي

د ننګرهار امنیه قوماندان: خلک دې د امنيت په ټينګښت کې همکاري وکړي

author avatar
26 Dec 2021 - 13:42
د ننګرهار امنیه قوماندان: خلک دې د امنيت په ټينګښت کې همکاري وکړي
author avatar
26 Dec 2021 - 13:42

جلال اباد (پژواک، ۵ مرغومی ۱۴۰۰): د ننګرهار امنيه قوماندان د دغه ولايت شېرزادو ولسوالۍ ته د سفر په ترڅ کې خلکو ته د امنيت ډاډ ورکړ او د همکارۍ غوښتنه يې وکړه.

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ له لوري د مرغومي په ۵ مه پژواک اژانس ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ننګرهار امنيه قوماندان مولوي نداء محمد نديم شېرزادو ولسوالۍ ته پرون د امنيتي وضعيت د ارزونې په موخه سفر وکړ.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، امنيه قوماندان د دغه سفر په ترڅ کې د يادې ولسوالۍ له خلکو سره په غونډه کې خلکو ته د امنيت او خونديتوب ډاډ ورکړ او له خلکو څخه يې په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

امنيه قوماندان دغه راز له خلکو وغوښتل، چې د قانون حاکميت په موخه له حکومت سره همکاري وکړي او د منکراتو په مخنيوي کې لازمې هڅې تر سره کړي.

قومي مخورو امنيه قوماندان ته په ټولو قانوني چارو کې د همغږۍ او همکارۍ ډاډ ورکړ او غوښتنه يې وکړه چې د امنيت د ټينګښت لپاره بايد ځوانانو ته د کار زمينه برابره شي.

قومي مشر ملک رضوان الله وويل چې ولس له حکومت سره هر وخت همکار دی، خو حکومت بايد د ولس ستونزې حل کړي او د ستونزو د حل لپاره يې کوټلي ګامونه پورته کړي.

دی وايي، د شېرزادو خلک به د امنيت د ټينګښت برخه کې له حکومت سره همکار وي، خو حکومت بايد خلکو ته په ځانګړي توګه ځوانانو ته د زده کړو او کار زمينه برابره کړي.

د ننګرهار امنیه قوماندان په دې وروستیو کې ولسواليو ته سفرونه پيل کړي چې د خلکو ملاتړ جذب کړي او د امنيت په ټينګښت کې يې همکارۍ ته وهڅوي.

Visits: 227

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.