ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت: د نړۍ هېوادونه دې د افغانانو حقونو ته په درناوي مثبتې اړیکې راسره جوړې کړي

حکومت: د نړۍ هېوادونه دې د افغانانو حقونو ته په درناوي مثبتې اړیکې راسره جوړې کړي

author avatar
27 Dec 2021 - 11:59
حکومت: د نړۍ هېوادونه دې د افغانانو حقونو ته په درناوي مثبتې اړیکې راسره جوړې کړي
ارشیف
author avatar
27 Dec 2021 - 11:59

کابل (پژواک، ٦ مرغومی ۱۴۰۰): افغان حکومت د نړۍ له نورو هېوادونو سره د پياوړو اړیکو او مثبت رول پر لرلو ټينګار کوي خو زياتوي چې هيڅوک بايد د افغانانو حقوق تر پښو لاندې نه کړي.

دغه څرګندونې د هغې اعلاميې په ترڅ کې شوې چې د مرغومي شپږمې نېټې په اړه د افغانستان د حکومت له لوري خپره شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي: «افغان مسلمان او ازادۍ غوښتونکی ملت د هيڅ یرغلګر اشغال او تجاوز نه شي زغملای نو ځکه زموږ با شهامته او مجاهد ولس د شوروي یرغلګرو پر وړاندې ستر او سراسري جهاد پیل کړ چې د لسو کالو په جریان کې يې د وخت شوروي اتحاد ته ماتې ورکړه او د هغوی ټول اشغالګر ځواکونه يې له هېواده وشړل.»

پخواني شوروي اتحاد د ١٣٥٨ کال (۴۲ کاله وړاندې) د مرغومي په شپږمه د وخت پر عصري وسلو سمبال پوځ د حيرتان بندر له لارې افغانستان ته داخل کړ، څو د خپل لاسپوڅي نظام ستنې ټينګې او په دې توګه خپلو اوږدمهالو موخو ته ورسېږي.

خو دغه پوځيان د افغان ولس له ټينګ مقاومت سره مخ شول او له نږدې لس کلن يرغل وروسته بېرته له دې خاورې ووتل، د شوروي پوځيان په دومره وېرېدلي حالت کې وو چې کله د شوروي وروستنى افسر جنرال بوريس ګروموف له امو سنده تېرېده، تر شا يې هم را ونه کتل.

په اعلاميه کې راغلي: «د افغانستان اسلامي امارت د خپل ملت په استازولۍ د پخواني شوروي اتحاد یرغل غندي او د هغو پر وړاندې د افغان میړني ولس جهاد او مبارزه ستايي.»

سرچينه ليکي، افغانستان د هيڅ بل هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او بل چا ته هم اجازه نه ورکوي چې د افغانانو حقه حقوق تر پښو لاندې کړي او په  چارو کې يې لاس وهنه وکړي.

په اعلاميه کې زياته شوې: «افغانان د یوه سوله دوست ملت په توګه غواړي له نړیوالو سره د اسلامي او نړیوالو اصولو په چوکاټ کې ښې او قوي اړیکې تأمین کړي، چې په هغې کې چاته هم د ضرر احتمال نه وي او د ملتونو د ازادۍ حق خوندي وي.»

سرچنيه زياتوي، د افغانستان سرپرست حکومت له ټولو هېوادونو هیله لري چې د ښو او پياوړو اړیکو په جوړولو او تأمینولو کې مثبت رول ولوبوي؛ څو په سیمه او نړۍ کې د امن او سوکالۍ په لور ګامونه واخیستل شي او له پخوانيو جنګ جګړو راپاتې ناخوالې، ویجاړۍ او بې باورۍ له منځه لاړې شي.

Visits: 118

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.