ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مالیې وزارت یو پلاوی د سوداګرو ستونزو د هواري په موخه پاکستان ته تللی

د مالیې وزارت یو پلاوی د سوداګرو ستونزو د هواري په موخه پاکستان ته تللی

author avatar
30 Dec 2021 - 15:11
د مالیې وزارت یو پلاوی د سوداګرو ستونزو د هواري په موخه پاکستان ته تللی
آرشیف
author avatar
30 Dec 2021 - 15:11

کابل (پژواک، ۹ مرغومی ۱۴۰۰): مالیې وزارت وایي چې د دغه وزارت یو څلور کسیز پلاوی د افغان سوداګرو پر مالونو د زیاتې مالیې اخیستو د مخنیوي په موخه پاکستان ته سفر کړی دی.

د دغه پلاوي مشري د مالیې وزارت د عوایدو عمومي ریاست د څېړنو رییس عصمت الله سلیمي پر غاړه ده او ټاکل شوې چې دغه خبرې به تر درېیو ورځو (له چهارشنبې تر جمعې) پورې دوام ولري.

د یاد وزارت په خبره: «د دغه پلاوي د سفر اصلي موخه د ډېرو مالیاتو له اخيستو د ډډې کولو په اړه خبرې دي.

د یادونې ده، د مضاعفو مالیاتو لومړنۍ ناسته په ۲۰۱۶ کال کې ترسره شوه چې په کې دواړه لوري پر څو مادو موافقې ته رسېدلي وو خو د هغې نور موارد پاتې وو.

په دې وروستیو کې د مالیې وزیر پاکستان ته سفر کړی و چې د دواړو لورو د خبرو یو محور له ډېرې مالیې اخیستنې څخه ډډه کول و، د وزیر له راستنېدو وروسته مسوولینو ته هدایت ورکړل شو څو د یادې موضوع په اړه پاکستان ته یو پلاوی ولېږي.

یاد وزارت ویلي: «مخکې مو هم د زیاتو مالیاتو په اړه له عربي متحده اماراتو، ایران او ترکیې سره هیله بښونکې خبرې شوې دي.»

مالیې وزارت هیله وښوده چې په دې دور کې دغه پرېکړه بشپړه او له هغه وروسته د دواړو لورو له خوا اجرا شي.

Visits: 34

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.