ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نن د تېر کال همدغه وخت په پرتله د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۳۳ سلنه کم شوی

نن د تېر کال همدغه وخت په پرتله د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۳۳ سلنه کم شوی

author avatar
1 Jan 2022 - 15:11
نن د تېر کال همدغه وخت په پرتله د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۳۳ سلنه کم شوی
author avatar
1 Jan 2022 - 15:11

کابل (پژواک، ۱۱ مرغومی ۱۴۰۰): نن د ۲۰۲۲ میلادي کال لومړی ورځ ده، د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت د تېر کال همدې وخت په پرتله ۳۳ سلنه کم شوی خو د خوراکي توکو بیې ۲۶ سلنه، د نفتو بیې ۴۳ سلنه او د سرو زرو بیې ۸ سلنه لوړې شوې دي.

د یادونې ده، په روان کال کې د سیاسي نظام د بدلون، د امریکا له خوا د افغانستان تر ۹ میلیارد ډالر ډېرې پانګې کنګل کېدو او نړیوالو مرستو کمېدو له امله د بهرنیو اسعارو، په ځانګړې توګه امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ټیټ شو.

په روان کال کې د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۳۳.۴ سلنه ټیټېدنه تر ټولو لویه ستونزه

د کابل ښار شهزاده سرای کې د «صداقت» صرافۍ مالک حاجي حسین پژواک خبري اژانس ته وویل، نن (د مرغومي ۱۱مه) چې د ۲۰۲۲ میلادي کال د جنورۍ له لومړې نېټې سره برابره ده، یو امریکايي ډالر په ۱۰۳ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۵۳۰ افغانۍ تبادله کېږي.

شاوخوا درې اوونۍ مخکې یو امریکايي ډالر به ۱۳۱ افغانۍ تبادله کېده، خو د مرکزي بانک له مداخلې او د حکومت د ځينو نورو تصمیمونو له امله د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت بېرته لوړ شو.

د پژواک د راپورونو له مخې، تېر کال همدا وخت د یوه امریکايي ډالر د پېر ارزښت ۷۷.۲۰ افغانۍ و او زر پاکستانۍ کلدارې په ۴۸۰ افغانۍ تبادله کېدې.

د تېلو بیو ۴۳.۷ سلنه لوړوالی

د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک ته وویل چې نن د یوه لېتر پټرولو بیه ۷۸ افغانۍ او یو لېتر ډېزل په ۷۱ افغانۍ پلورل کېږي.

دغه راز د کابل ښار په کلوله پشته سیمه کې د محمد شریف په نوم ګاز پلورونکی وايي چې نن د یو کیلوګرام مایع ګازو بیه ۸۲ افغانۍ ده.

د پژواک د راپورونو له مخې، تېر کال همدا وخت د یوه لېتر پټرولو بیه ۳۷ افغانۍ، یو لېتر ډېزل په ۳۸ افغانۍ او یو کیلوګرام مایع ګاز په ۵۵ افغانۍ پلورل کېده.

د خوراکي توکو د بیو ۳۵ سلنه لوړېدل

په کابل ښار کې د خوراکي توکو د سوداګرو ټولنې رییس زمري صافي پژواک ته وویل چې نن (د ۲۰۲۲ میلادي کار د جنورۍ لومړۍ نېټه) د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې عمده بیه ۳۱۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۲۷۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۲۴۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۵۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام شین اندونیزیايي چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام تور افریقايي چای په ۴۰۰ افغانۍ پلورل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال همدا وخت د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو عمده بیه ۱۷۲۰ ا فغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندي بوره په ۲۲۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۵۵۰ افغانۍ، ۲۴،۵ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۴۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام تور افریقايي چای په ۳۴۰ افغانۍ او یو کیلوګرام شین اندونیزیايي چای په ۳۲۰ افغانۍ پلورل کېده.

د تېر کال په پرته د خوراکي توکو د بیو ۳۵ سلنه لوړوالي لامل د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت کمېدل او په هېواد کې سیاسي او اقتصادي بدلونونه دي.

د تېر کال په پرتله د سرو زرو د بیو ۸.۱ سلنه لوړوالی

د کابل ښار لېسه مریم بازار کې د محمد جاوېد په نوم د سرو زرو پلورونکي وویل، نن د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه ۳۷۵۰ افغانۍ او یو ګرام ۵۸۵ عیار روسي سره زر په ۳۵۵۰ افغانۍ پلوري.

د هغه په خبره، تېر کال همدا وخت د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه ۳۷۵۰ افغانۍ او یو ګرام ۵۸۵ عیار روسي سره زر په ۳۰۰۰ افغانۍ پلورل.

نوموړي هم د کابل ښار په بازارونو کې د سرو زرو د بیې بدلون، په نړیوالو بازارونو کې د هغو د بیو له تغییر سره تړلی بولي.

Visits: 109

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.