ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پژواک له فساد سره د مبارزې پر ګډونوالو څه باندې یو میلیون افغانۍ ووېشلې

پژواک له فساد سره د مبارزې پر ګډونوالو څه باندې یو میلیون افغانۍ ووېشلې

author avatar
12 Jan 2022 - 17:05
پژواک له فساد سره د مبارزې پر ګډونوالو څه باندې یو میلیون افغانۍ ووېشلې
author avatar
12 Jan 2022 - 17:05

کابل (پژواک، ۲۱ مرغومی ۱۴۰۰): پژواک خبري اژانس، له فساد څخه د مخنیوي د شل ورځني کمپاین پر ۹۵۰ بریالیو ګډونوالو د یو میلیون او ۴۰زره افغانیو کرِیډېټ کارتونه ووېشل.

پژواک د روانې مرغومي میاشتې له لومړۍ نېټې تر پرون پورې د ملګرو ملتونو د پرمختیایي ادارې  (UNDP) په مالي مرسته له فساد سره د مبارزې کمپاین ترسره کړ.

دغه کمپاین په ټولګټو پروژو کې د فساد، د پروژو د کار ټيټ کیفیت، اړو کسانو ته د مرستو په وېش کې بې عدالتي او فساد، د ځمکو او ملکیتونو غصب او د چارواکو او زورواکو له خوا د خلکو د حقونو تر پښو لاندې کېدو په اړه د بېلګو راټولولو په موخه ترسره شو.

په کمپاین کې ۱۸۰۰ ګډونوالو د فساد اړوند نظرونه، موضوعات او ويډيوګانې د واټسپ له لارې پژواک ته استولي او د یوه ټاکل شوي پلاوي له ارزونې وروسته له دې ډلې ۹۴۷ کسان د جایزو وړ وبلل شول.

نظرونه او د فساد اړوند موضوعات

له ۹۵۰ انتخاب شوو کسانو ۸۶۲ یې د فساد د مخنیوي په اړه نظرونه او د فساد اړوند موضوعات شریک کړي دي.

له یادو کسانو ډېرو یې ویلي چې د فساد د مخنیوي لپاره باید حکومت د جزا مسئله جدي ونیسي، برېښنايي سیسټمونه جوړ کړي، کار اهل کسانو ته وسپاري، د حکومتي کارکوونکو تنخواوې مناسبې وټاکي او له فساد سره مبارزه د یوه دیني مسوولیت په توګه ادا کړي او خلکو ته ور وپېژني.

ځینو نورو اړو کسانو ته د مرستو په وېش کې له بې عدالتۍ او فساده شکایت کړی، د مخنیوي په اړه یې بېلابېل نظرونه شریک کړي او له ځینو کلیوالي سیمو یې د مرستو په وېش کې د فساد بېلګې په ګوته کړې دي.

ویډیوګانې او انځورونه

د پژواک په یاد کمپاین کې ۴۵ کسانو له فساد سره د تړلو موضوعاتو انځورونه او ۴۰ نورو کسانو بیا په دې تړاو ویډيوګانې هم شریکې کړې دي.

دغه عکسونه او ويډيوګانې ځيني یې د ځمکو د غصب په اړه دي او ځیني د پخوانیو چارواکو له واکه د ناوړه ګټې اخیستنې په اړه بېلګې ښيي او یو شمېر نور یې په عامه پروژو کې د ټیټ کیفیت او فساد ښکارندویي کوي.

جایزې

پژواک په یاد کمپاین کې د غوره وړاندیز او نظر وړاندې کوونکي ته د زرو افغانیو کريډېټ کارت، د داسې انځور لپاره چې فساد په کې وښودل شي، د دوه زره افغانیو کريډېټ کارت او د داسې ويډيو استوونکي لپاره چې د فساد ښکارندویي کوي، د ۳۵۰۰ افغانۍ کريډېټ کارت جایزې ورکړې.

د پژواک خبري اژانس مشر دانش کړوخېل وايي چې له دغه کمپاین یې موخه خلکو ته له فساد سره د مبارزې روحیې ورکولو سربېره دا وه چې خلک له فساد سره په مبارزه کې ونډه واخلي او په دې اړه خپل غږ پورته کړي.

دغه راز کړوخېل وویل، پژواک په دغه کمپاین سره وکولی شو چې د هېواد په اوسنیو سختو حالاتو کې د خلکو لاسنیوی وکړي او له مالي پلوه ورسره مرسته وشي.

د یاد کمپاین ځیني ګډونوال دغه کمپاین له فساد سره د مبارزې په برخه کې غوره اقدام ګڼي.

د دغه کمپاین یو بریالی ګډونوال خبیب حسرت وایي: «دا ډېر مهم او موثر کمپاین و؛ د داسې کمپاینونو له لارې خلک دې ته هڅول کېږي چې له فساد سره مبارزه کې ونډه واخلي او دغه راز په خلکو کې دا احساس پیاوړی کېږي چې افغانستان یې هېواد دی او دوی د دغه هېواد د وګړو په توګه کولای شي چې د خپل هېواد د خیر ښېګڼې لپاره په چارو او په تېره له فساد سره په مبارزه کې سهیم شي.»

یو بل ګډونوال بریالی سالک هم دغه کمپاین مهم بولي او وایي: «د فساد د مخنیوي لپاره چوپه خوله مه پاتې کېږئ، که چېرته د فساد اړوند څه مومئ، پژواک خبري اژانس ته یې ولېږئ، څو خپله ایماني دنده ترسره کړئ.»

Visits: 1377

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.