ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“حکومت دې افغاني غالیو ته له پاکستان پرته نور بازارونه پیدا کړي”

“حکومت دې افغاني غالیو ته له پاکستان پرته نور بازارونه پیدا کړي”

author avatar
6 Feb 2022 - 12:13
“حکومت دې افغاني غالیو ته له پاکستان پرته نور بازارونه پیدا کړي”
author avatar
6 Feb 2022 - 12:13

کابل (پژواک، ١٧ سلواغه ۱۴۰۰ ): د غالیو د تولید او صادرولو اتحادیې مسوولین وایي چې په هېواد کې له بدلون وروسته، د افغانستان د غالیو ۹۰ سلنه تولید پاکستان ته له صادرېدو وروسته د دغه هېواد په نوم نورو هېوادونو ته صادريږي.

دوى وايي چې له دې مخکې د افغانستان يواځې ٦٠ سلنه غالۍ پاکستان ته او ٤٠ سلنه يې نورو هېوادونو ته صادرېدې.

د یادې موضوع په اړه د افغانستان د غالیو د تولید او صادرولو اتحادیې رییس نوراحمد نوري پژواک ته وویل چې د جمهوريت له سقوط مخکې د افغانستان د غالیو ١٠ سلنه توليدات په هېواد کې دننه پلورل کېدل خو اوس دغه کچه پنځو ته راښکته شوې ده.

د نوموړي په وينا، پخوا د افغانستان د غالیو ٦٠ سلنه تولیدات پاکستان ته صادرېدل خو له وروستې سياسي بدلون وروسته، دغه کچه ٩٠ سلنې ته لوړه شوې ده.

ده زياته کړه: ((٩٠ سلنه غالۍ اوس يواځې پاکستان ته ځي او له هغه ځايه بيا د پاکستان په نوم نورو هېوادونو ته صادرېږي.))

نوموړي وايي، که په هېواد کې بانکي ستونزې هوارې نه شي، د غالیو صنعت او توليدات به ډېر کم شي.

نوموړي ټينګار وکړ چې حکومت دې د خامو موادو د قاچاق مخه ونيسي؛ ځکه د همدې قاچاق له امله د غاليو د خامو موادو بیه پنځوس سلنه لوړه شوې ده.

دغه راز رحمت الله چې په کابل کې د وطني غالیو پلورونکی او صادروونکی دی، پژواک ته وویل چې د هوايي دهلېز نشتوالي له امله د غاليو ټول صادرات پاکستان ته ترسره کېږي.

نوموړي د بانکي ستونزو پر حل ټينګار وکړ او ويې ويل چې حکومت بايد نورو هېوادونو ته هم د غاليو د صادراتو زمينه برابره کړي.

همدارنګه پّ کابل کې د غاليو يوه بل صادروونکي محمد رفيع پژواک ته وويل چې د پخوا په پرتله یې د غالیو په صادراتو کې کموالی راغلی او هم یې د تولیداتو کچه ټيټه شوې ده.

دى وايي: ((مخکې موږ د پاکستان ترڅنګ اروپا او امريکا ته هم غالۍ صادرولې خو اوس يې يواځې پاکستان ته کوو او پخوا دلته هم بازار ښه و، د ورځې به مو يو يا دوه قالينې خرڅولې خو اوس په اوونۍ هم يوه نه شو خرڅولاى.))

يو شمېر نورو غالۍ پلورونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومتي مسوولينو یې د يادې ستونزې د حل غوښتنه وکړه.

په دې اړه د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې دا مهال له افغانستانه ملکي پروازونه په نورمال ډول ترسره کېږي خو سوداګريز پروازونه تر اوسه په عادي ډول نه دي پيل شوي.

نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې وویل: ((کوم توکي چې اوس له هېواده صادریږي، د افغانستان په نوم او مارک صادریږي، دا چې مخکې څه کېدل، په اړه یې موږ معلومات نه لرو.))

د مجاهد په وينا، حکومت هڅه کوي چې د کورني توليداتو صادرولو په موخه هوایي دهلېزونه بېرته فعال کړي.

د یادونې ده، څو ورځې وړاندې په مزارشریف ښار کې هم د وطني غالیو پلورونکو پژواک ته ویلي وو چې هېواد ته د بهرنیو غالیو په واردولو سره د دوی کارو بار زیانمن شوى دی.

Visits: 245

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.