کابل (پژواک، ۱۲ وری ۱۴۰۱) د پاکستان لومړي وزیر عمران خان تور پورې کړی چې امریکا د ځینو پاکستانیو سیاستوالو سره یو ځای دده د حکومت د ړنګولو هڅه کوي.
عمران خان دا څرګندونې نن ماخوستن پر ملي تلویزیون د پاکستان ولس ته په یوه وینا کې وکړه، چې په ژوندۍ بڼه خپره شوه.
نوموړي پر امریکا دا تور په داسې حال کې ولګولو، چې د پاکستان د اپوزیسیون ګوندونو اتحاد په ملي شورا یا قامي اسامبلۍ کې د عمران خان پر ضد د (نه باور) قرارداد وړاندې کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د عمران خان دوه متحدین چې په پارلمان کې یې ټول ۱۱ څوکۍ دي، له اپوزیسیون سره لاس یو کړی او له حکومت څخه یې لارې جلا کړې دي.
عمران خان وویل چې د امریکا د حکومت لخوا ددوی د سفیر په لاس له ګواښونو ډک یو لیک ورته استولی او او ګواښ یې کړی چې د عمران خان حکومت باید نور دوام ونه کړي.
هغه زیاته کړې چې پاکستان یو خپلواک هیواد دی، او دا یې په کورنیو چارو کې لاسوهنه ده.
د پاکستان لومړي وزیر دا ادعا هم وکړه، چې پخواني لومړي وزیر نواز شریف چې اوس په لندن کې جلا وطن دی، له امریکا سره په دې دسیسه کې لاس یو کړی دی.
Visits: 692
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن