ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اوونۍ په افغانستان کې ۶۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

تېره اوونۍ په افغانستان کې ۶۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
3 Apr 2022 - 17:53
تېره اوونۍ په افغانستان کې ۶۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
3 Apr 2022 - 17:53

کابل (پژواک، ۱۴ وری ۱۴۰۱): تېره اوونۍ د افغانستان په اړه څلور نړیوالې ناستې جوړې شوې او له دغه هېواد سره د ۲،۴۴ میلیارد ډالرو مرستې ژمنه وشوه، خو په کور دننه په بېلابېلو پېښو کې د مرګ ژوبلې کچه د وړمې اوونۍ په پرتله ډېره وه.

  • نړیوالو له افغانستان سره د ۲،۴۴ میلیارد ډالرو مرستې ژمنه وکړه.
  • د چین په ناسته کې په افغانستان کې د ثبات پر ټینګښت ټینګار وشو.
  • د ټرایکا غونډه: د افغانستان منزوي کېدل د هیچا په ګټه نه دي.
  • د نجونو تر شپږم پورته ټولګيو په پرانيستو کې ځنډ له غبرګونونو سره مخ شو.
  • حکومت د درېیو نړیوالو ټلوېزیونو هغه خپرونې بندې کړې چې د افغانستان پر ټلوېزیونونو خپرېدې.
  • تېره اوونۍ په افغانستان کې ۶۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

مرګ ژوبله

تېره اوونۍ په افغانستان کې لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي او ۳۸ نور ټپيان دي.

د مرګ ژوبلې په یادو شمېرو کې د طبیعي پېښو مرګ ژوبله نه ده شامله.

د راپورونو له مخې، د هرات په انجيل ولسوالۍ کې د ماښام لمانځه پر مهال چاودنې لږ تر لږه څلور کسان ووژل او ۲۵ نور یې ټپيان کړل. د دې چاودنې مسووليت چا پر غاړه نه دی اخيستی.

راپورونه ښيي چې تېره اوونۍ یو کس د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې ناپېژاندو کسانو وژلی، د کابل ښار په حاجي نبي ښارګوټي کې د يوې ځوانې نجلۍ مړی موندل شوی او د بامیانو په مرکز کې هم يو مړی موندل شوی دی.

دغه راز د راپورونو له مخې، تېره اوونۍ ناپېژاندو وسله والو یو کس د فاریاب په ګرزيوان ولسوالۍ، دوه ښځې د بادغیس په جوند ولسوالۍ، یو کس د کونړ په ماڼوګي ولسوالۍ، دوه کسان د دایکنډي په تخت سنګ ولسوالۍ او یو کس هم په کندهار ښار کې ووژل.

ناپېژاندو وسله والو یو کس په فراه او بل په کونړ کې ټپيان کړي هم دي.

د راپورونو له مخې، تېره اوونۍ د میدان وردګو په سیداباد ولسوالۍ کې د يوې مرمۍ چاودنې ۷ کسان ټپيان کړل او د بغلان په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ماین چاودنې يو کس وژلی او بل یې ټپي کړی دی.

دغه راز د راپور له مخې، د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې د يوې زړې مرمۍ په چاودنه کې پنځه ماشومان ووژل شول او دوه نور ټپيان وو او امنيتي ځواکونو د ننګرهار په جلال اباد ښار کې پنځه انسان تښتوونکي ووژل.

وړمه اوونۍ په افغانستان کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي او پنځه نور ټپيان وو.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د زمري میاشتې له تحول مخکې، هره اوونۍ سلګونو کسانو ته په جګړو کې مرګ ژوبله اوښته.

د افغانستان په تړاو نړیوالې ناستې

د راپورونو له مخې، د ملګرو ملتونو له خوا د افغانستان په تړاو د مرستو ټولولو په موخه په سویس کې جوړ شوي کنفرانس کې له افغانستان سره د ۲،۴۴ میلیارد ډالرو مرستې ژمنه وکړه. په دې ناسته کې د ۴۱ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو برخه لرله.

تېره اوونۍ په چین کې هم د افغانستان په اړه د پاکستان، ایران، روسیې، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان، امریکا، روسيې، قطر او اندونیزیا استازو په ګډون دوه ورځنۍ ناسته جوړه شوه.

په یاده غونډه کې په افغانستان کې د ثبات د ټينګښت او له افغانانو سره د بشري مرستو پر راجلبولو ټینګار وشو.

دغه راز په چین کې د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو ګډه غونډه وکړه او د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په دې غونډې کې وویل: «اسلامي امارت هڅه کوي چې ټولو سیاسي، اقتصادي او اجتماعي ستونزو ته په تدبیر او احتیاط رسېدنه وکړي او سیاسي جوړښت لا زیات همه شمول شي.»

په یاده غونډه کې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي وویل، په افغانستان کې باید د هيچا لپاره ګواښونه نه وي او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ويلي: «په ملګرو ملتونو کې د تېر رژیم استازی د افغانستان استازیتوب نه شي کولای او له دغه دريځه غلطه استفاده کوي.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي دې غونډې ته ویلي وو چې د افغانستان د نوي حکومت د رسمیت پېژندلو پوښتنه باید د ټولو سیمه ییزو هېوادونو په هوکړې سره پای ومومي.

د ټرایکا غونډې ګډون کوونکو هېوادونو (چین، پاکستان، امریکا او روسیې) هم تېره اوونۍ غونډه وکړه، ویې ویل چې د افغانستان منزوي کېدل د هیچا په ګټه نه دي او چمتو دي چې د افغانستان اقتصادي ودې او ثبات لپاره کار وکړي.

د نجونو تر شپږم پورته ټولګيو پرانيستو کې ځنډ له غبرګونونو سره مخ شو

وړمه اوونۍ د افغانستان په سړو سیمو کې ۱۴۰۱ ښوونیز کال پیل شو، خو حکومت د نجونو تر شپږم پورته ټولګيو پرانيستل تر ثاني امر پورې وځنډول، ویې ويل چې دغه ښوونځي به د یوې طرحې له بشپړېدو وروسته پرانيستل شي.

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازی ټوماس وېسټ وایی، هیله من دی چې د افغانستان حکومت پر خپلې دغې پرېکړې بیا غور وکړي او ټولو نجونو ته به ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکړي.

دغه راز امریکا وروسته له هغه په قطر کې د افغانستان له سرپرست حکومت سره پر اقتصادي موضوعاتو ټاکل شوې ناسته لغوه کړه چې هغوی له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده کړو اجازه ورنه کړه.

د ناټو سازمان سرمنشي جینز سټولټنبرګ د افغان نجونو پر تعلیم د بندیز له امله خواشيني څرګنده کړه، ویې ویل چې د افغانستان حکومت پر خپلو ژمنو وفا نه ده کړې.

د بښنې نړیوال سازمان په یوه تازه راپور کې ویلي چې د نجونو ښوونځیو د بيا پرانیستلو په اړه د افغان حکومت شاتګ، دوی زړه ماتې کړي دي.

اروپايي ټولنې ويلي چې د افغانستان سرپرست حکومت د نجونو ښوونځيو د پرانيستې ځنډولو په پرېکړې سره، د ځان د مشروعیت چانس له منځه وړی دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا یو ځل بیا په افغانستان کې د نجونو د منځنیو او لېسه ښوونځیو په پرانيستل کېدو کې پر ځنډ اندېښنه ښودلې او له یوناما یې وغوښتل چې له افغان چارواکو او اړوندو ادارو سره یې په اړه خبرې وکړي.

د بشري حقونو د څار سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان حکومت له خوا د نجونو ښوونځیو له شپږم پورته ټولګیو په پیل کې د ځنډ په غبرګون کې د حکومتي چارواکو په سفرونو بندیز ولګوي.

نړيوال بانک هم په افغانستان کې د څلورو پروژو ۶۰۰ ميلیون ډالر له دې امله کنګل کړل چې په دغه هېواد کې د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لېسو پیل ځنډول شوی دی.

دغه راز د امریکایي ښځو د سولې او زده کړو پلاوي په یوه ناسته کې چې په کابل جوړه شوې وه، غوښتنه وکړه چې د افغانانو ګنګل شوې شتمني دې بېرته ازاده او د ټولو نجونو پر مخ دې ښوونځي پرانیستل شي او له افغانانو سره دې بشري مرستې وشي.

په کابل کې ديني عالمان وايي، له زده کړو د نجونو محرومول هيڅ شرعي او ديني اړخ نه لري او نجونې د اسلامي حجاب په مراعاتولو سره زده کړې کولای شي.

په هرات کې یو شمېر مېرمنو د نجونو ښوونځیو پرانیستل کېدو غوښتنه وکړه، دغه نجونې او ښځې وايي، د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

پر رسنيو بندیز

تېره اوونۍ افغان حکومت په افغانستان کې د بي بي سي، امريکا غږ او دویچه ویلې ټلوېزيونو هغه خپرونې بندې کړې چې د افغانستان د ټلوېزیونونو له لارې یې کولې.

حکومتي چارواکو ویلي: «له دې امله چې بهرنۍ انځوریزې رسنۍ له بهره خپرونې کوي او اسلامي امارت د هغوی موادو، په تېره د خبریالانو او نورو یونیفورم/ جامو ته لاسرسی نه لري، همداراز هغوی داسې مطالب خپرول چې زموږ له دیني ارزښتونو، افغاني کلتور، امنیت او ملي ګټو سره برابر نه وو او خلک مو له دغه پلوه اندېښمن وو؛ نو ځکه پرېکړه وشوه چې د هغو بهرنیو ټلوېزیونونو د خپرونو مخه ونیول شي چې د افغاني ټلوېزونونو له لارې خپرونې کوي.»

Visits: 131

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.