ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اوونۍ په افغانستان کې ۷۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

تېره اوونۍ په افغانستان کې ۷۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
9 Apr 2022 - 16:18
تېره اوونۍ په افغانستان کې ۷۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
9 Apr 2022 - 16:18

کابل (پژواک، ۲۰ حمل ۱۴۰۱): تېره اوونۍ په افغانستان کې۷۳ کسانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو، د یو فرمان له مخې د کوکنارو پر کرلو د بندیز لګېدو او د روسیې له خوا د افغانستان د نوي حکومت د ډیپلومات منل مهم خبرونه وو.

  • په افغانستان کې د یو فرمان له مخې، د کوکنار کر بند شو، ځینو هېوادونو یې هرکلی وکړ.
  • روسیې د افغانستان د نوي حکومت ډیپلومات ومانه.
  • د نړۍ بېلابېلو هېوادونو د افغانستان له سرپرست حکومته وغوښتل چې پر خپلو ژمنو وفا وکړي.
  • سرپرست حکومت: په هېواد کې هر څه د ژمنو او اصولو مطابق روان دي.
  • افغانستان ته ۶۴ میلیون ډالره نغده مرسته راورسېده.
  • تېره اوونۍ هم د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لېسو پر پرانِسته کې پر ځنډ نیوکې وشوې.
  • یوناما: سرپرست حکومت دې پر رسنیو «لګېدلي محدویتونه» ختم کړي.
  • تېره اوونۍ په افغانستان کې پنځه کسان وژل شوي، ۶۸ ټپیان دي.

مرګ ژوبله

تېره اوونۍ په افغانستان کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او ۶۸ نور ټپيان دي.

د مرګ ژوبلې په یادو شمېرو کې د طبیعي پېښو مرګ ژوبله نه ده شامله.

د راپورونو له مخې، تېرې اوونۍ د کابل په شهزاده سرای کې د لاسي بم برید کې یو کس ووژل شو او ۵۷ نور یې ټپيان کړل او د کابل ښار په پل خشتي جومات کې هم په ورته برید کې ۱۱ کسان ټپیان شول. دغه راز د کابل ښار څلورمې حوزې اړوند د «پروان سه» په سيمه کې دوو وسله والو غلو یو هټۍوال وواژه.

راپورونه ښيي چې د تخار په مرکز تالقان ښار کې د يوه ۲۴ کلن او په کندهار ښار کې هم د يوه ۱۴ ځوان مړي وموندل شول.

دغه راز د راپورونو له مخې، د ننګرهار د هسکې مېنې په ولسوالۍ کې يوه کس خپله مور وژلې ده.

وړمه اوونۍ په افغانستان کې لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي او ۳۸ نور ټپيان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د روان کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې، هره اوونۍ سلګونو کسانو ته په جګړو کې مرګ ژوبله اوښته.

پر نشه یي توکو بندیز

تېره اوونۍ په افغانستان کې د یو فرمان له مخې د کوکنارو کښت او د هر ډول نشه یي توکو کارول، لېږد، پېر او پلور بند شول. په فرمان کې راغلي که څوک سرغړونه وکړي، کښت به یې له منځه یووړل شي او له سرغړوونکي سره به د اسلامي شریعت له مخې چلند کېږي.

د امریکا متحده ایالتونو او ايران په افغانستان کې د کوکنارو پر کرلو او هر ډول نشه یي توکو پر کارولو د بندیز له فرمانه هرکلی وکړ. امریکا هیله څرګند کړې چې دغه فرمان پلی شي او ايران په افغانستان کې د بدیل کښت او کرنې په برخو کې همکارۍ ته چمتووالی ښودلی دی.

یاد فرمان په داسې حال کې صادر شو چې دا مهال د نړۍ ډېر نشه یي توکي په افغانستان کې تولیدېږي او په داسې حال کې یې تر اوسه مخه نه ده نیول شوې چې په تېرو دوو لسیزو کې نړیوالې ټولنې په دې برخه کې میلیاردونه ډالر ولګول.

نړیوال څه وایي؟

د راپورونو له مخې، د افغانستان سرپرست حکومت په مسکو کې د پخواني حکومت سفیر سید طیب جواد له دندې ګوښه کړ او پر ځای یې جمال غروال وټاکه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایی، لا وخت شته چې د افغانستان د اوسني حکومت د رسمیت پېژندنې په تړاو خبرې وشي. سرچینه زیاتوي چې په افغانستان کې له سرپرست حکومت سره د ډيپلوماټيکو اړیکو لرل یوه اړتیا ده خو د دغه هېواد له خوا د یاد حکومت د یوه ډيپلوماټ منل د حکومت د رسمیت پېژندلو په معنا نه‌ دي.

د امریکا، اروپایي اتحادیې، فرانسې، جرمني، ایټالیا، ناروې او بریتانيا ځانګړو استازو د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د افغانستان په تړاو یوه ځانګړې غونډه کې له افغان حکومته وغوښتل چې له نړیوالو او افغانانو سره خپلې ژمنې عملي کړي.

د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي، د افغانستان سرپرست حکومت دې د نړیوالو شرایطو په پام کې نه نیولو په صورت کې د بندیزونو لرې کېدو او پر رسمیت پېژندو تمه نه کوي. هغه وايي، په نړیوال شرایطو کې ښوونځیو ته د نجونو تګ او ښځو ته د کار کولو حق هم شامل دي.

تېره اوونۍ د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي پخواني استازي زلمي خلیلزاد په پاکستان کې د يوې امنیتي غونډې په څنډه کې له پاکستاني چارواکو سره د ليدنې پر مهال ویلي چې «اسلامي امارت» د اوسني حکومت په سیاسي جوړښت کې د دوحې پر هوکړه عمل نه دی کړی.

د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي په دې اړه ویلي: «خلیلزاد اوس یوازې یو شخص دی… د کوم هېواد او یا سازمان استازیتوب نه کوي، نو نظرونه یې شخصي دي او دمګړۍ په هېواد کې هر څه د ژمنو او اصولو مطابق روان دي.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي بيا په دغه هېواد کې جوړه شوې یاده امنیتي غونډه کې ویلي چې نړیواله ټولنه باید له افغان چارواکو سره په تعامل سره د افغانستان شتمني ازاده کړي.

بشري مرستې

تېره اوونۍ افغانستان ته د بشري مرستو دوه کڅوړې چې په هره یوه کې ۳۲ میلیونه امریکایي ډالر شامل وو، را ورسېدې او اروپايي ټولنې افغانستان ته ۳۴ ټنه روغتیايي توکي راواستول.

په ورته مهال، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام چارواکي ټينګار کوي چې له اقتصادي پراختیا پرته به افغانستان ټيکاو ونه مومي.

د ملګرو ملتونو سازمان پراختیايي پروګرام له افغانستان سره بشري مرستې بسندویه نه ګڼي او وايي چې په دغه هېواد کې په ميلیونونو کسان له اقتصادي ننګونو سره لاس او ګرېوان دي.

د نجونو زده کړې

د روان کال د وري په درېیمه په افغانستان کې نوی ښوونیز کال پیل شو، خو حکومت د نجونو تر شپږم پورته ټولګيو پرانيستل تر ثاني امر پورې وځنډول، ویې ويل چې دغه ښوونځي به د یوې طرحې له بشپړېدو وروسته پرانيستل شي.

دغه اقدام له غبرګونونو سره مخ شو.

تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو عمومي منشي په دې اړه اندېښنه وښوده او دغه پرېکړه یې د افغانستان پر زیان وبلله، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې یا یوناما بیا یاده پرېکړه توپیري چلند وباله، ویې ویل چې دغه کار به د افغانستان پر راتلونکو نسلونو منفي اغېزې ولري.

اروپایي ټولنې هم دغه پرېکړه وغندله او له افغان چارواکو یې وغوښتل چې په دې تړاو خپلې ژمنې پلې کړي.

له دې سره سم په کابل او بلخ کې یو شمېر خلکو او دیني عالمانو له سرپرست حکومته وغوښتل چې د نجونو منځنۍ او لېسې دورې ښوونځي پرانیزي.

رسنۍ او محدودیتونه

وړمه اوونۍ افغان حکومت په افغانستان کې د بي بي سي، امريکا غږ او دویچه ویله ټلوېزيونونو هغه خپرونې بندې کړې چې د افغانستان د ټلوېزیونونو له لارې یې کولې.

دې پرېکړې کورني او بهرني غبرګونونه له ځان سره لرل.

تېره اوونۍ د خبریالانو د ملاتړ یوه نړیوال بنسټ له یوه افغان سیمه ییز بنسټ سره د ګډې څېړنې په پایله کې وویل، د افغان حکومت له لوري پر نړيوالو رسنیو د خپرونو مخنیوی خپلواکو معلوماتو ته د افغانانو د لاسرسي په برخه کې لویه ضربه ده.

دغه راز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (یوناما) د افغانستان له حکومته وغوښتل چې له رسنیو سره خبرې پیل کړي او پر رسنیو «لګېدلي محدویتونه» ختم کړي.

Visits: 170

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.