ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نړیوال بانک د درېیو نیمګړو پروژو کار بېرته پیلوي

نړیوال بانک د درېیو نیمګړو پروژو کار بېرته پیلوي

author avatar
20 Apr 2022 - 13:21
نړیوال بانک د درېیو نیمګړو پروژو کار بېرته پیلوي
author avatar
20 Apr 2022 - 13:21

کابل (پژواک، ۳۱ وری ۱۴۰۱): رویټرز خبري اژانس د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی چې نړیوال بانک په افغانستان کې د روغتیا، کرنې او د ژوند لومړنیو اړتیاوو په برخو کې د ۴۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت د درېیو پروژو کار بېرته پیلوي.

سرچینو د سه شنبې په ورځ (د وري ۳۰مه) رویټرز ته ویلي چې نړیوال بانک په افغانستان کې د روغتیا، کرنې او د ژوند د لومړنیو اړتیاوو په برخو کې درې پروژې له سره پیل کړې؛ خو شاوخوا ۱۵۰ میلیون ډالر به د ښوونیزو پروژو لپاره ساتي.

دغه تصمیم په افغانستان کې د ژور اقتصادي بحران او د تېلو او خوراکي توکو د بیو لوړېدو له امله نیول شوی دی.

رویټرز دغه راز د سرچینو په حواله لیکلي چې د افغانستان د پوهنې برخې مالي تمویل چې د نړیوال بانک له څلورو مهمو پروژو څخه دی، د دغه بانک له لوري نه دی پیل شوی.

دغه تصمیم داسې مهال نیول کېږي چې نړیوال بانک د ۱۴۰۱ کال د وري په ۹مه په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو تړل کېدو پرېکړې په غبرګون کې، په دغه هېواد کې د ۶۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د څلورو پروژو چارې وځنډولې.

ټاکل شوې وه چې یادې پروژې د افغانستان بیارغونې ‎وجهي صندوق (ARTF) له لارې تمویل او د ملګرو ملتونو د دفترونو له لوري د پوهنې، روغتیا، کرنې او کورني معیشت برخو کې پلې شي.

بلخوا، نړیوال بانک تېره اوونۍ وویل چې په افغانستان کې اقتصادي وضعیت خورا خراب شوی او په دغه هېواد کې د روان میلادي کال لومړیو څلورو میاشتو کې د سړي سر عاید د ۲۰۲۱کال د لومړیو څلورو میاشتو په پرتله ۳۳ سلنه کم شوی.

د یاد بانک د راپور پر اساس، شاوخوا ۳۷ سلنه افغانان د خوړو پېرلو ته کافي پیسې نه لري؛ په داسې حال کې چې ۳۳ سلنه خلک کولای شي یوازې خواړه وپېري نه تر هغه زیات څه.

Visits: 43

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.