ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرکټ بورډ وايي، صدیقي ګروپ د تېر نړۍوال جام مالي ملاتړ پیسې لا نه دي ورکړې

کرکټ بورډ وايي، صدیقي ګروپ د تېر نړۍوال جام مالي ملاتړ پیسې لا نه دي ورکړې

author avatar
27 May 2022 - 00:27
کرکټ بورډ وايي، صدیقي ګروپ د تېر نړۍوال جام مالي ملاتړ پیسې لا نه دي ورکړې
author avatar
27 May 2022 - 00:27

کابل (پژواک، ۵ غبرګولی ۱۴۰۱): د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې په تېر نړۍوال جام کې د ملي لوبډلې مالي ملاتړ کوونکي شرکت (صدیقي ګروپ) تر اوسه بورډ ته پيسې نه دي ورکړې.

د افغانستان کرکټ بورډ له خوا د غبرګولي په ۵مه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بورډ غړو ترمنځ مهالنۍ ناسته د عمومي مشر میرویس اشرف په مشرۍ ترسره شوه چې پکې د تېرو پنځو میاشتو پر لاسته راوړنو، ننګونو او راتلونکو پلانونو او مواردو خبرې اترې وشوې.

کرکټ بورډ ویلي، دغه راز د بورډ غړو په یاده ناسته کې د مالي ملاتړ کوونکو پر موضوعاتو او شته فرصتونو هم خبرې وشوې، چې ترڅنګ یې په تېر نړیوال جام کې د صدیقي ګروپ ته د عمومي ملاتړ کوونکي د عنوان پر ورکولو او تر اوسه د پیسو پر نه ورکړې خبرې وشوې چې په تړاو یې د بورډ غړو له کرکټ بورډ سره په دغه ډګر کې د بشپړې همکارۍ ژمنه وکړه او په وینا یې، دغه موضوع د ادارې د مالي اړخ لپاره ډېره اړینه ده او باید ژر تر ژره يې په اړه ګامونه پورته شي.

د افغانستان کرکټ بورد تېر کال د کرکټ شل اووریز نړیوال جام  پر مهال صدیقي ګروپ ته په رسمي توګه د افغان کرکټ ملي لوبډلې د مالي ملاتړ کوونکي حقوق د څلورنیم لکه ډالرو په بدل کې ورکړي وو.

کرکټ بورډ تېر کال د اکټوبر په ۲۲مه په یوه خبرپاڼه کې چې په فېسبوک کې خپره شوې وه، لیکلي وو: ((صدیقي ګروپ د نړۍوال شل اوریز جام سیالیو لپاره په رسمي توګه د ملي لوبډلې د مالي ملاتړ کوونکي حقوق ترلاسه کړل.

د یادونې ده، صدیقي ګروپ دغه حقوق د څلورنیم سوه زره امریکايي ډالرو په بدل کې ترلاسه کړي چې پر همدغه بنسټ له اصولو سره سم په پایله کې په نړۍوال جام کې د ملي لوبډلې مالي ملاتړ کوونکی وپېژندل شو.))
تر اوسه صدیقي ګروپ په دې اړه تازه څه نه دي ویلي.
دغه ګروپ کې په خپل ویب‌سایټ کې لیکلي چې په ۲۰۱۰ کال کې يې په افغانستان کې فعالیت کړی او اوس به دوبۍ، چین، سویس او ترکیه کې د کورونو، سرو زرو او تعمیراتو کاروبار لري.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې د افغانستان شل اوریز غوره لیګ یا اې پي اېل او شپږیزه کرکټ لیګ په اړه هم مشورې وشوې، د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه سږ کال په مناسب وخت کې د دغو لیګونو د ترسراوي ژمنه وکړه او په وینا یې، د دغو لیګونو ترسره کول یې اړین او مهم وبلل.

سرچینې زیاته کړې، په دې ناسته کې د کال له پیله (جنورۍ میاشتې) تر اوسه د ادارې پر ټولو فعالیتونو، لاسته راوړنو او خنډونو خبرې وشوې او دغه راز ورته حل لارې وړاندیز شوې. افغانستان ته د کرکټ نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب په څوکۍ کې د میرویس اشرف ګډون، په متحده عربي اماراتو کې د تمریناتي کمپ ترسره کول، د زرغون افغانستان جام ترسراوی او نورې هغه لاسته راوړنې وې چې بحث پرې وشو او د بورډ غړو له لوري یې غوره تنظیم او ترسره کېدل وستایل شول.

په خبرپاڼه کې راغلي، سربېره پر دې په دې ناسته کې د ادارې پر نوي جوړښت او تشکیل هم خبرې وشوې. د ادارې نوی جوړښت په کارونو کې د غوره موثریت او لا ډېرو اداري اصلاحاتو په موخه ترسره کېږي، څو اداره ټولې هغه موخې چې په پام کې یې لري، پرې ترلاسه کړي چې په تړاو یې د بورډ غړو له لوري په ځینو مواردو کې نظرونه وړاندې شول او د لا ډېر اصلاح لپاره یې خپل وړاندیزونه او نظرونه شریک کړل.

Visits: 284

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.