اتلانتا (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۱): د افغانستان د کرکټ پیاوړي لوبغاړي نوینالحق د انګلیستان د سوداگریزو شل اووریزو سیالیو په یوه لوبه کې خپل پنځه سیال لوبغاړي سوځولي دي.
د کرکټ د مشهورې ويبپاڼې (کرېک انفو) د معلوماتو له مخې، د انګلیستان د (ویټالټي بلاټس) په نوم شل اووریزو سیالیو کې نن د نوینالحق لوبډلې لیسټر شایر له وریسټر شایر لوبډلې سره لوبه وه.
د نوینالحق لوبډلې په ټاکل شوو ۲۰ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځيدو ۱۶۲ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۶۳ منډو هدف ورکړ.
خو د وریسټرشایر لوبډله د نوینالحق د ښې لوبې له امله په نولسم اوور کې په ۱۳۶ منډو وسوځېده او د نوین الحق لوبډلې دا لوبه د ۲۶ منډو په توپیر وګټله.
نوین الحق په دې لوبه کې په څلورو اورونو کې د ۱۱ منډو په بدل کې پنځه لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
نوموړي تر اوسه په دې سیالیو کې ۱۲ لوبغاړي سوځولي او د توپ اچوونکو په کتار کې په څلورم مقام کې دی.
افغان ژورنالېست او د کرکټ مبصر جعفر هاند د نوین الحق د دې لاستهراوړنې په اړه په فیسبوک کې لیکلي، په دغو سیالیو کې تر دې دمه دویم توپ اچوونکی دی چې دا کارنامه کوي. نوین په تېر سیزن کې هم د دغو سیالیو په غوره توپ اچوونکو کې و.
هغه د نیوکې په توګه لیکلي چې نوین الحق په خپل وطن کې یو ځل بیا له زمبابوې سره شل اوریزو سیالیو ته غوره شوی نه دی او نه هم کرکټ بورډ د دغه کار دلیل وړاندې کړی دی.
هاند وایي، نوین د تېر شل اوریز نړیوال کپ له سیالیو وروسته له یوې ورځنیو لوبو څو میاشتې رخصتي واخیسته او ویې ویل چې ځان به د ۲۰۲۲ شل اوریز کپ سیالیو ته چمتو کوي خو اوس داسې ښکاري چې هغه له افغان کرکټ څخه منزوي کېږي.
ده زیاته کړې: «موږ خپلې پښې په خپله په تبر وهو, لطفآ له خپلو استعدادونو په خپل وخت د وطن په ګټه کار واخلئ، مه یې ضایع کوئ؛ نوین د شلو اورونو متخصص لوبغاړی دی.»