ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

انګلستان د یوه ورځني کرکټ په یوه لوبه کې د ډیرو منډو نړیوال ریکارډ جوړ کړ

انګلستان د یوه ورځني کرکټ په یوه لوبه کې د ډیرو منډو نړیوال ریکارډ جوړ کړ

author avatar
18 Jun 2022 - 01:17
انګلستان د یوه ورځني کرکټ په یوه لوبه کې د ډیرو منډو نړیوال ریکارډ جوړ کړ
author avatar
18 Jun 2022 - 01:17

اټلانټا (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۱):  انګلستان د هالینډ پر وړاندې د کرکټ په یوه ورځنۍ نړیواله لوبه کې د ۴۹۸ منډو جوړولو سره د ډیرو منډو نوی ریکارډ جوړ کړ.

د کرکټ دا یوه ورځنۍ نړیواله لوبه نن د هالینډ په امسټیلوین ښار کې ترسره شوه.  هالینډ ددې لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچولو پرېکړه وکړه.

د انګلستان لوبډلې په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدلو سره د ۴۹۸ منډې جوړې کړې چې دا د یوه ورځني نړیوال کرکټ په یوه لوبه کې دیوې لوبډلې لخوا تر ټولو زیاتې منډې دي.

انګلستان دې سره خپل پخوانی ریکارډ مات کړ، تر دې مخکې انګلستان د اسټرالیا پر وړاندې په ۲۰۱۸ کال کې ۴۸۱ منډې کړې وې.

د نن ورځې په لوبه کې دانګلستان لخوا درې سلیزې جوړې شوې، فیل سالټ ۱۲۲، ډیویډ مالان ۱۲۵ او جوس بټلر ۱۶۲ منډې جوړې کړې.

تر دې مخکې د سویلي افریقې لوبغاړو  د ویسټ انډیز او هندوستان خلاف په دوو لوبو کې درې، درې لسیزې جوړې کړې وې.

د هالینډ لوبډلې د یاد ستر هدف پر وړاندې مقاومت ونه شو کړای او ټوله لوبډله یې په ۲۶۶ منډو وسوځیدله او دغه راز انګلستان دا لوبه د ۲۳۲ منډو په توپیر سره وګټله.

Visits: 84

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.