ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لویې جرګې دایرېدل؛ د کابل پولي‌تخنیک پوهنتون د یوې اونۍ لپاره رخصت شو

د لویې جرګې دایرېدل؛ د کابل پولي‌تخنیک پوهنتون د یوې اونۍ لپاره رخصت شو

author avatar
26 Jun 2022 - 03:30
د لویې جرګې دایرېدل؛ د کابل پولي‌تخنیک پوهنتون د یوې اونۍ لپاره رخصت شو
author avatar
26 Jun 2022 - 03:30

کابل (پژواک، ۴ چنګاښ ۱۴۰۱): د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون په یوه خبرتیا کې ویلي چې د “لویې‌جرګې” غونډې لپاره به دغه پوهنتون د چنګاښ تر ۱۲مې نېټې پورې رخصت وي.
په خبرتیا کې چې د پوهنتون په رسمي پاڼه، د رییس په لاسلیک او ټاپه خپره شوې راغلي: «د پولي‌تخنیک د ورځې او شپې، د ماستري او لیلیې اړوند ټولو محصلینو ته خبر ورکول کېږي چې د لویې جرګې د غونډې رابللو له امله د ۱۴۰۱ کال د چنګاښ له پنځمې څخه تر  ۱۲مې نېټې پورې به درسونه رخصت وي.»

په خبرتیا کې راغلي چې له دوشنبې څخه به ټول درسونه په عادي توګه پیلېږي.

بلوا د الطاف عمري په نوم د پولي‌تخنیک پوهنتون یوه محصل پژواک ته ومنله چې دغه ډول یوه خبرتیا د دوی په ګروپونو کې خپره شوې ده.

بلخوا د رییس الوزراء ملا محمد حسن په لاسلیک په یوه بل مکتوب کې چې په ټولنیزو شبکو کې خپور شوی راغلي:  «په کندهار کې د امیرالمومنین په مشرۍ د وزیرانو غونډه کې پر هغې غوښتنې بحث وشو چې په هېواد کې د علماوو ستره غونډه جوړه شي؛ پرېکړه وشوه چې د هېواد په کچه د علماوو ستره غونډه جوړه شي او د جوړولو چارې یې د ملا برادر په مشرۍ کمېسیون ته وسپارل شوې. “

په دغه مکتوب کې راغلي چې دغه غونډه د روان لمریز کال د چنګاښ میاشتې په اتمه نېټه به کابل کې جوړه شي چې ګډونوال یې ښه شهرت لرونکي علماء او ولسي مخور وي.

په مکتوب کې راغلي، له هرې ولسوالۍ دوه تنه علماء او یو تن ولسي مخور او له هرې ناحیې څخه دوه تنه ولسي مخور یو عالم باید معرفي شي، دغه راز په کوم ولایت کې چې د علماوو شورا وي، د شورا رییس، مرستیال او درې نور کسان به شورا ټاکي.

پژواک هڅه وکړه چې په دې تړاو د حکومت د ویاندویانو نظرونه واخلي، خو له څو ځلې اړیکو نیولو سره سره په دغه کار کې بریالي نه شوو.

د پولي‌تخنیک پوهنتون په خپره شوې خبرتیا کې د لویې جرګې د غونډې د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویل شوي، خو سرپرست حکومت تېره میاشت ویلي وو چې د یوې لویې ناستې په اړه چې پکې به د هېواد پر لویو مسایلو بحث کېږي، مشورې روانې دي.

د دوی په وینا، په دې ناسته کې به د هېواد له بېلابېلو سیمو اغېز لرونکي شخصیتونه ګډون کوي.

هغه مهال د حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني چې اوس د حکومت د رسنیو مرکز رییس دی، پژواک ته ویلي وو چې د حکومت سیاسي کمېسیون به نظر کې لري څو یوه “افغاني غونډه” جوړه کړي.

هغه زیاته کړې وه: “اوسمهال د داسې یوې غونډې پر طرحې کار روان دی، د ناستې عنوان هم لا ځانګړی شوی نه دی چې یوه شورا ده، لویه جرګه ده، څوک پکې ګډون کوي، څو تنه به یې ګډونوال وي او دا چې پر کومو مسایلو به خبرې کوي، لا مشخص نه دي، کله چې طرحه جوړه شوه بیا به یې کابینه تصویبوي او له خلکو سره به شریکه شي.”

خو  باختر دولتي اژانس په یوه لیکنه کې د لویې جرګې د جوړېدو خبر ورکړی و.

دغه ژانس تېره میاشت (د غبرګولي ۳مه) په یوه لیکنه کې ویلي وو چې د کانونو د سرپرست وزیر مولوي شهاب‌الدین دلاور په مشرۍ یو کمېسیون د لویې جرګې جوړېدو پر طرحې کار کوي.

https://bakhtarnews.af/dr/%D8%A7%D9%85%D8%A7%D8%B1%D8%AA-%D8%A7%D8%B3%D9%84%D8%A7%D9%85%DB%8C-%D9%84%D9%88%DB%8C%D9%87-%D8%AC%D8%B1%DA%AF%D9%87-%D8%B1%D8%A7-%D8%A8%D8%B1%DA%AF%D8%B2%D8%A7%D8%B1-%D9%85%DB%8C%DA%A9%D9%86%D8%AF/

مولوي دلاور ویلي وو:  «ټول افغانان، په ځانګړې توګه هغه بانفوذه څېرې چې د سولې، امنيت او د افغانستان د نظام په ټينګښت او پرمختګ کې اغېزناک وي، په دې جرګه کې به ګډون وکړي.»

باختر اژانس چې د طالبانو رسمي ليدلوری منعکسوي، زياته کړې وه: «له دې څخه څرګندیږي چې اسلامي امارت د شورا او مشورې اصول چې د اسلام د سپېڅلي دین له لارښوونو څخه دي، نه دي هېر کړي، بلکې غواړي چې پر اسلامي امارت د خلکو د باور رامنځته کولو لپاره د شورا او خبرو له لارې مسایل حل کړي.»

Visits: 451

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.