ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امریکا د خپلواکۍ ور ځې پر مراسمو ډزو کې ۳۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د امریکا د خپلواکۍ ور ځې پر مراسمو ډزو کې ۳۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
5 Jul 2022 - 00:27
د امریکا د خپلواکۍ ور ځې پر مراسمو ډزو کې ۳۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
5 Jul 2022 - 00:27

اټلانټا (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۱) : د امریکا په شیکاګو  ښار کې د خپلواکۍ ورځې نمانځلو پر مراسمو ډزو کې شپږ تنه وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان دي.

په امریکا کې هر کال د جولای په څلورمه د خپلواکۍ ورځ نمانځل کیږي او په ټول هېواد کې عمومي رخصتي وي.

د شیکاګو پولیسو ویلي، پېښه د دوشنبې په ورځ د جولای په څلورمه (چنګاښ ۱۳) په ځایي وخت د سهار په لسو بجو د هالینډ په پارک کې رامنځته شوې ده.

سرچینې زیاته کړې، یوه تن د مراسمو پر ګډونوالو ډزې کړې ۶ تنه یې وژلي او ۲۴ نور یې ټپیان کړي دي، خو پولیس وايي چې لا هم د بریدګر لټون روان دی.

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې دامریکا په بېلا بېلو سیمو کې د ډزو له امله د خلکو د مرګ ژوبلې پېښې زیاتې شوې دي، په امریکا کې هر څوک چې عمر یې له ۱۸ کلونو پورته وي، هغه له بازاره له کومې ستونزې پرته وسله اخیستی شي.

دامریکا ولسمشر جو بایډن تیره میاشت وویل چې دوی باید د وسلو په کنټرول کې جدي اقدامات وکړي.

Visits: 89

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.