ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند په باغران کې د کولرا له امله د مړو شوو ماشومانو شمېر ۲۰ ته ورسېد

د هلمند په باغران کې د کولرا له امله د مړو شوو ماشومانو شمېر ۲۰ ته ورسېد

author avatar
11 Jul 2022 - 04:20
د هلمند په باغران کې د کولرا له امله د مړو شوو ماشومانو شمېر ۲۰ ته ورسېد
author avatar
11 Jul 2022 - 04:20

لښکرګاه (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۱): د هلمند په باغران ولسوالۍ کې پر کولرا د اخته ماشومانو د مړو شمېر ۲۰ ته ورسېد.

تر دې مخکې د مسوولینو له خوا ویل شوي وو چې د کولرا ناروغۍ له امله تر ۱۵ ډېرو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمد قاسم ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل، په باغران ولسوالۍ کې له تېرو دوو ورځو راهیسې تر ۱۲۰ زیات ماشومان پر کولرا ناروغۍ اخته شوي چې له ډلې یې ۲۰ ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

ده زياته کړه، د هلمند مرکز لښکرګاه او دایکنډي ولایت څخه روغتيايي ټیمونه باغران ولسوالۍ ته رسېدلي او یاده ناروغي کنټرول شوې ده.

د هلمند د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر نقیب‌الله فاتح پژواک ته وویل چې د دغې ناروغۍ د مخنیوي او کنټرول لپاره یې یادې ولسوالۍ ته د دایکنډي له ناومېش ولسوالۍ او د هلمند مرکز لښکرګاه څخه روغتیايي ټیمونه یې لېږلي او د ناروغانو د درملنې ترڅنګ یې خلکو ته د عامه پوهاوي لړۍ هم پیل کړې ده.

نوموړي هیله ښودلې وه چې د ځینو روغتیایي همکارو موسسو په همکارۍ به یاده ناروغۍ کنټرول شي.

Views: 88

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.