ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې پر ۳۸۴۰ بېوزلو کورنیو مرستې ووېشل شوې

لوګر کې پر ۳۸۴۰ بېوزلو کورنیو مرستې ووېشل شوې

author avatar
16 Jul 2022 - 16:17
لوګر کې پر ۳۸۴۰ بېوزلو کورنیو مرستې ووېشل شوې
author avatar
16 Jul 2022 - 16:17

پل‌علم (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۱): د لوګر د کلیو پراختيا او بيارغونې ریاست وايي، د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) د دغه ولایت له ۳۸۴۰ بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرسته وکړه.

د یاد ولایت د کلیو پراختيا او بيارغونې ریاست ویاند صبغت‌الله نائب‌خېل پژواک خبري اژانس ته وویل چې يادې مرستې په مرکز پل‌علم، ازرې او خوښۍ ولسواليو کې وېشل شوې دي.

ده زياته کړه، په دې لړ کې په مرکز کې ۲۱۴۰ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه چې هرې یوې ته ۳۸۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.

هغه وویل چې ۹۰۰ کورنيو ته په ازرې او ۸۰۰ ته په خوښۍ ولسوالیو کې خوراکي توکي وېشل شوي دي.

نوموړي هرې کورنۍ ته د ورکړل شوو خوراکي توکو اندازه په ډاګه نه کړه، خو زياته يې کړه چې اوړه، غوړي، دال، مالګه او د ماشومانو خواړه پکې شامل دي.

هغه وویل: «دغه مرسته د خوړو د نړۍوال پرواګرام او د کلیوالي خلکو د پراختیا موسسې له لوري پر څه باندې ۳۸۰۰ کورنیو ووېشل شوه، پر ۲۱۴۰ کورنیو نغدي مرسته او پر ۱۷۰۰ کورنیو خوراکي توکي وېشل شوي دي.»

د ازرې اوسېدونکي سیف‌الرحمن پژواک ته وویل چې د دغې ولسوالۍ خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

ده وویل چې حکومت دې د مرستو ترڅنګ خلکو ته د کار زمینه هم برابره کړي.

د لوګر مرکز پل‌علم اوسېدونکي اختر محمد هم وویل: «دولت او مرستندویه ادارو ته پکار ده چې د مرستو په وېش کې له شفافیت څخه کار واخلي او هغه کورنۍ د مرستو په لېست کې شاملې کړي چې په رښتني توګه د بېوزلۍ له ستونزې سره مخامخ وي.»

Visits: 58

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.