ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: حکومت دې د جلال اباد ښار کوڅې او سړکونه ورغوي

خلک: حکومت دې د جلال اباد ښار کوڅې او سړکونه ورغوي

author avatar
23 Jul 2022 - 16:08
خلک: حکومت دې د جلال اباد ښار کوڅې او سړکونه ورغوي
author avatar
23 Jul 2022 - 16:08

جلال‌اباد (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ۱۴۰۱): د ننګرهار يو شمېر اوسېدونکي وايي، د جلال اباد ښار ډېرې فرعي لارې او کوڅې لا هم خامې دي چې د اورښتونو پر مهال یې له امله ستونزې جوړېږي او له حکومته غواړي چې د پخولو لپاره یې اقدام وکړي.

دوی له ښاروالۍ غوښتنه کوي چې د فرعي لارو او کوڅو ترڅنګ دې د ښار د لويو واټونو تخريب شوې برخې هم بيا ورغوي.

بل لور ته د جلال اباد ښاروالي هم ډاډ ورکوي چې د ښار فرعي سړکونو رغولو او ترمیم لپاره بودجه منظور شوې چې ډېر ژر به يې چارې پيل شي.

د جلال اباد يوه اوسېدونکي عبدالله پژواک ته وویل چې په جلال اباد ښار کې ډېرې کوڅې او فرعي سړکونه خامه دي، د بارانونو پر مهال خلک پرې تګ راتګ نه شي کولاى.

د ښار يو بل اوسېدونکی شېرولي وايي: «په جلال اباد ښار کې ډېرې کوڅې او سړکونه نه دي رغول شوي او د ځینو يې بيا چارې نیمګړې پاتې دي چې خلک يې له مشکلاتو سره مخ کړي دي.»

دغه راز د جلال اباد ښار یو بل اوسېدونکی نورمحمد بیا وایي، سربېره پر دې د ښار په داخل کې هم یو شمېر لوی واټونه او سړکونه تخریب شوي او ځیني د تخریب له ګواښ سره مخ دي.

يادو او يو شمېر نورو کسانو د سړکونو او کوڅو پخېدو په برخه کې له حکومته د جدي اقدام غوښتنه وکړه.

خو بل لور ته د جلال اباد ښاروالۍ د سکټوري او تخنیکي چارو رييس دوست محمد چهاردیوال پژواک ته وويل، تازه د اوومې ناحیې په مربوطاتو کې د یو شمېر کوڅو پخېدو چارې پیل شوې دي.

هغه وويل چې د ښار په ټولو ناحیو کې د تخریب شوو سړکونو بیاجوړولو او ترمیم لپاره بودیجه منظور شوې او په نږدې وخت کې به یې چارې پیل شي.

له کلونو راهیسې نيوکې دا دي چې قراردادي شرکتونه د سړکونو او لارو په جوړولو کې له بې کيفيته او کم کيفيته موادو کار اخلي چې د لږ وخت په تېرېدو سره بېرته ويجاړ او يا هم له منځه ځي.

Visits: 80

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.