ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کجکي بند د ۱۵۱ میګاواټو برېښنا په تولید سره ګټې اخیستنې ته چمتو شوی

د کجکي بند د ۱۵۱ میګاواټو برېښنا په تولید سره ګټې اخیستنې ته چمتو شوی

author avatar
25 Jul 2022 - 17:45
د کجکي بند د ۱۵۱ میګاواټو برېښنا په تولید سره ګټې اخیستنې ته چمتو شوی
author avatar
25 Jul 2022 - 17:45

کابل (پژواک، ۳ زمری ۱۴۰۱): د ریاست الوزراء اداري مرستیال وایي، د کجکي بند د برېښنا د توليد کچه ۱۵۱ میګاواټو ته رسېدلې او دغه پروژه ګټې اخیستنې ته چمتو شوې ده.

د راپور له مخې، د ۱۴۰۰ کال په مرغومي میاشت کې د هلمند ولایت د کجکي بند درېیو توربینونو ۵۰ میګاواټه برېښنا تولیدوله او د «۷۷» ترکي ساختماني شرکت له خوا یې پر درېيو توربينونو کار روان و، څو په فعالېدو سره يې د برېښنا د تولید وړتیا ۱۵۰ میګاواټو ته لوړه شي.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د «۷۷» ترکي ساختماني شرکت له مرستیال براق انسال سره په کابل کې کتلي دي.

سرچینه زياتوي، د دغه شرکت د پلان پر بنسټ باید د کجکي بند د برېښنا توليد ۱۵۱ میګاواټو ته ورسېږي چې اوسمهال یې بشپړ کړی او ګټې اخيستنې ته چمتو دی.

د خبرپاڼې له مخې، د رياست الوزراء اداري مرستیال ویلي: «اسلامي امارت له کورنيو او بهرنيو پانګه‌والو غواړي په هېواد کې د ډبرو سکرو، اوبو، باد او لمر په څېر برېښنا تولید په مختلفو منابعو پانګونه وکړي او اسلامي امارت د هغوي ملاتړ کوي.»

د هلمند د برېښنا شرکت مشر د تېر کال په مرغومي کې پژواک خبري اژانس ته ویلي و چې د یاد بند د هغه مهال له برېښنا څخه د هلمند ولایت کجکي، سنګین، موسی کلا او ګرشک ولسوالۍ او د هلمند او کندهار ښارونه برخمن دي.

Views: 316

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.