ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د طب پوهان: له کرونا ځیني رغېدلي کسان د ویښتانو تویېدو له ستونزې سره مخ کېږي

د طب پوهان: له کرونا ځیني رغېدلي کسان د ویښتانو تویېدو له ستونزې سره مخ کېږي

author avatar
25 Jul 2022 - 18:35
د طب پوهان: له کرونا ځیني رغېدلي کسان د ویښتانو تویېدو له ستونزې سره مخ کېږي
author avatar
25 Jul 2022 - 18:35

کابل (پژواک، ۳ زمری ۱۴۰۱): د طب پوهانو په ځینو انټرنټي سایټونو کې په دې اړه خپاره شوي مطالب چې له کرونا رغيدلي ځیني کسان د ویښتانو له تویېدو سره مخ کېږي، تاییدوي او وایي، پر دې ناروغۍ اخته کسان د بدن معافیت سیسټم کمزوري کېدو او روحي فشار له امله له دې ستونزې سره مخ کېږي.

خپاره شوي مطالب: له کرونا وروسته د ویښتانو تویېدل

ځینو انټرنټي سایټونو داسې مطالب خپاره کړي چې پر کرونا ناروغۍ اخته کسان له رغېدو وروسته د ویښتانو تویېدو له ستونزې سره مخ کېږي.

«هیلیا د پوستکي او ویښتانو کلینیک» د «پر کرونا تر اخته کېدو وروسته د ویښتانو د تویېدو جزئیات + قطعي درملنه (2022)» تر عنوان لاندې یوه مطلب په خپرولو سره لیکلي: «د کرونا ویروس او د ویښتانو تویېدو ترمنځ اړیکه د کرونا ناروغۍ په دوره کې یو له ننګونکو بحثونو څخه دی.»

سرچینه زیاتوي، په منځني ډول ۲۴ سلنه هغه کسان چې له کرونا روغ شوي، د وېښتانو د تویېدو له ستونزې سره مخ شوي دي.

په یاد مطلب کې لیکل شوي، له کرونا وروسته د ويښتانو د تویېدو لامل په څو عواملو پورې تړاو لري او ښایي چې ځیني کسان په يوه وخت کې د څو لاملونو له امله د ويښتانو تويېدو له ستونزې سره مخ شوي وي.

د «LUVE N CARE» په نوم یوه وېبلاګ کې د «له کرونا وروسته د ویښتو تویېدو» تر عنوان لاندې خپاره شوي مطلب کې راغلي، د کووېډ – ۱۹ ویروس یو له خورا عامو عوارضو؛ د ویښتانو تویېدل دي.

په یاد مطلب کې راغلي: «د جلد او ویښتانو متخصصو ډاکټرانو څرګنده کړې چې ډېری هغه ناروغان چې له کووېډ – ۱۹ څخه روغ شوي، د ویښتانو له تویېدو سره مخ کېږي.»

په ورته مهال، د «پورا طب ګستر ایرانیان درمل جوړولو شرکت» هم «له کرونا وروسته د ویښتانو تویېدل» تر سرلیک لاندې خپاره کړي مطلب کې ویلي، هغه کسان چې د کووېډ-۱۹ پر ناروغۍ اخته کېږي، بېلابېلې نښې نښانې لري.

سرچینې لیکلي، د کرونا په ډېری ناروغانو کې د ویښتانو تویېدو په اړه راپورونه ورکړل شوي دي. د امریکا هېواد له ناروغیو د مخنیوي او کنټرول مرکز (CDC) د وېښتانو تویېدل د کووېډ – ۱۹ یو له احتمالي او اوږدمهاله اغېزو بولي چې دا مهال تر څېړنې او مطالعې لاندې دي.

له کرونا رغېدلي کسان د ویښتانو له تویېدو شکایت کوي

د کابل ښار اوسېدونکې مژګان وايي، تېر کال پر کرونا اخته شوې وه او له روغېدو وروسته یې وېښتان تویېږي چې اوس د جلدي ډاکټر تر درملنې لاندې ده.

هغې زیاته کړه: «ما فکر کاوه چې د دغه ویروس په تېرېدو او له دې ناروغۍ په رغېدو سره ښایي د یاد ویروس له امله رامنځته شوې اغېزې به نور زما لپاره ستونزه نه وي، خو له بده مرغه چې د ویښتانو تویېدل راته پیدا شول او اوس هم توییږي.»

د هغې په ​​وينا، د هرې ورځې په تېرېدو سره يې د وېښتانو تويېدل ډېرېدل چې ډېره يې اندېښمنه کړې وه، خو اوس تر درملنې لاندې ده او د وېښتانو تویېدل يې ورو ورو کم شوي دي.

په ورته مهال، نګینه نیازۍ بله مېرمن چې له کووېډ – ۱۹ تر رغېدو وروسته د ویښتانو تویېدو ستونزې سره مخ شوې، وایي: «لومړی چې کله پر کرونا ناروغۍ اخته شوم، سخت سر درد مې درلود؛ څه موده وروسته مې د سر درد ښه شو، خو د وېښتانو تویېدل راته پیدا شول او وېښتان مې ډېر تویېدل، تر څو چې ډاکتر ته نه وم ورغلې، فکر مې کاوه د شامپو تاثیر دی، خو کله مې چې ډاکتر ته مراجعه وکړه، ویې ویل چې د ویښتانو تویېدل دې د کرونا ناروغۍ له امله دي.»

نوموړې وايي، له ډېرې درملنې وروسته يې د وېښتانو تویېدل کم شوي دي.

خو ایا کرونا د ویښتانو د تویېدو اصلي لامل کېدای شي؟

د طب برخې پوهان، له کووېډ-۱۹ ویروس تر رغېدو وروسته د وېښتانو تویېدل تایید کړي، خو وايي چې په دې اړه تر اوسه څېړنې بشپړې شوې نه دي.

په کابل ښار کې د انتاني روغتون متخصص او ټرېنر ډاکټر فریدالله عمري له پژواک سره خبرو کې وویل، کرونا قوي میکروب دی چې پر روحي او رواني فشار سربېره د بدن دفاعي سيستم هم کمزوری کوي.

نوموړی زیاتوي، له دې ناروغۍ تر رغېدو وروسته د بدن د دفاعي سیستم کمزوري کېدل او ذهني او رواني فشارونه د یو شمېر روغتیايي ستونزو رامنځته کېدو لامل ګرځي و د وېښتانو تویېدل له کرونا تر رغېدو وروسته یو له پاتې کېدونکو نښو څخه شمېرل کېږي.‎

خو نوموړي په داسې حال کې چې ویل یې، تر اوسه په دې برخه کې کومه علمي څېړنه نه ده شوې، زیاته کړه: «د وېښتانو تویېدل په مستقیم ډول له کرونا سره تړاو نه لري، بلکې دا د ویټامینونو او پروټینونو د کمښت، اسټرس، ذهني او رواني فشار او د کرونا پر مهال د مختلفو درملو خوړلو له امله رامنځته کېږي.»

خو ډاکټر عمري وايي، د وېښتانو تویېدل دایمي نه دي او له درېیو تر څلورو میاشتو وروسته د وېښتانو وده بېرته خپل عادي حالت ته ګرځي.

په ورته وخت کې، د جلدي ناروغیو متخصص ډاکتر خالد بهرامي هم وايي: «دا سمه ده چې تر کرونا وروسته ځیني کسان د وېښتانو له تویېدو سره مخ کېږي. هغه معلومات چې موږ تر لاسه کړي، د ویښتانو قسمي تویېدل دي چې ویښتان له رېښو څخه تویږي؛ کرونا ویروس د بدن معافیت سیسټم خورا کمزوری کوي.»

بهرامي زياته کړه: «په ناروغانو کې د ويښتانو تويېدل د هغوى د بدن د کمزوري معافيت له امله رامنځته کېږي چې په سر کې یې وينې جريان کمزوری کړی او ويښتان کمزوري کېدو لامل شوی چې په نتیجه کې دغه ناروغان د ويښتانو له تویېدو سره مخ کېږي.»

نوموړي دا هم وويل چې د ويښتانو تويېدل دايمي نه دي او دغه ستونزه د هغو کسانو لپاره تر ډېره دوام کوي چې پر ارثي ناروغۍ اخته وي.

هغه زیاته کړه، دا نښې په لویانو او د بدن په کمزوري معافیت لرونکو کسانو کې تر شاوخوا شپږو میاشتو او د لوړ معافیت لرونکو کسانو لپاره له درېیو تر څلورو میاشتو پورې دوام کوي.

نوموړي له خلکو وغوښتل چې پر دې ناروغۍ د اخته کېدو پر مهال دې روغتيايي لارښوونې په پام کې ونیسي او د بدن دفاعي سيستم دې پیاوړي کړي، څو د وېښتانو د تويېدو په ګډون د کرونا له وروسته پاتې افتونو خوندي پاتي پاتې شي.

Views: 118

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.