ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د داعش ډلې د تاجکي غړو لسګونه ښځې او ماشومان تاجکستان ته وسپارل شول

د داعش ډلې د تاجکي غړو لسګونه ښځې او ماشومان تاجکستان ته وسپارل شول

author avatar
26 Jul 2022 - 02:40
د داعش ډلې د تاجکي غړو لسګونه ښځې او ماشومان تاجکستان ته وسپارل شول
author avatar
26 Jul 2022 - 02:40

اتلانتا (پژواک، ۳ چنګاښ ۱۴۰۱): د کردانو یوې وسله‌والې ډلې ویلي چې په سوریه کې یې د کردي نیمه خپلواکې سیمې ادارې د تاجکي داعشیانو ۱۴۶ ښځې او ماشومان تاجکستان ته سپارلي دي.

د امریکا غږ د خبر له مخې، دا لومړی ځل دی چې په سوریه او عراق کې د داعش له ماتې وروسته د پخواني شوروي اتحاد یوه جمهوریت ته د داعشیانو کورنیو غړي لېږدول کېږي.

سرچینې زیاته کړې، کله چې داعش په ۲۰۱۴ کې په عراق او سوریه کې خپل «خلافت» اعلان کړ، په زرګونو بهرني سخت دریځه له داعش سره یوځای شول او ځینو یې خپلې کورنۍ هم ورسره بوتلې.

په راپور کې راغلي، په ۲۰۱۹ زېږدیز کال کې په سوریه کې کردي ځواکونو چې امریکا يې ملاتړ کاوه، د داعشي جهادیانو وروستۍ سیمه هم ونیوه او کردي مقاماتو په وار وار له هېوادونو وغوښتل چې خپل اتباع په دې سیمه کې د بې‌ځایه شوو خلکو له کمپه چې په کې خورا ګڼه ګوڼه ده، وباسي. خو هېوادونو د داخلي سیاسي غبرګونونو له وېرې په عمومي ډول په انفرادي توګه خپل اتباع وایستل.

د کردانو د بهرنیو چارو د دفتر چارواکي ذبیدوالله ذبیدوف ویلي چې د سوریې کردي ادارې په کویټ کې د تاجکستان سفیر ته ۴۲ ښځې او ۱۰۴ ماشومان وسپارل چې یتیمان هم په کې شامل دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دوی د سوریې په شمال ختیځ کې په الهول او راج کمپونو کې اوسېدل.

ذبیدوف ویلي چې ښځو «د سوریې په شمال ختیځ کې هیڅ ډول جنایي او تروریستي اعمال نه دي کړي.»

په الهول او راج کمپونو کې د سوریې او بهرنیو داعشیانو په زرګونو خپلوان اوسېږي.

د بشري حقونو د څار سازمان په وینا، د سوریې د شمال ختیځ په دغو کمپونو او زندانونو کې څه باندې ۴۱۰۰۰ بهرنیان چې ډېری یې تر ۱۲ کلونو کم عمره ماشومان وو، له داعش سره د تړاو په تور ساتل کېدل.

Visits: 487

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.