ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فراه خلک وايي د بخش آباد اوبو بند په جوړولو کې مالي ونډه اخلي

د فراه خلک وايي د بخش آباد اوبو بند په جوړولو کې مالي ونډه اخلي

author avatar
26 Jul 2022 - 13:01
د فراه خلک وايي د بخش آباد اوبو بند په جوړولو کې مالي ونډه اخلي
author avatar
26 Jul 2022 - 13:01

فراه (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۱): د اوبو او انرژۍ وزیر وايي، حکومت د فراه ولایت د بخش‌آباد اوبو بند او دې ته ورته نورو بنسټيزو پروژو جوړولو ته ژمن دی.

بل خوا د فراه خلک وايي، دوی چمتو دي چې د بخش آباد بند په جوړولو کې مالي ونډه واخلي.

د هېواد د اوبو او برېښنا وزیر عبداللطیف منصور پرون د يوه پلاوي په مشرۍ فراه ولایت ته د سفر په بهیر کې له بخش آباد بند څخه لیدنه وکړه او ويې ويل، حکومت د دغه بند او دې ته ورته نورو بنسټيزو پروژو جوړولو ته ژمن دی.

د فراه ولایت قومي مشران وايي، دوی هم د دغه بند په جوړولو کې مالي ونډې اخيستو ته چمتو دي.

د دغه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ قومي مشر حاجي دوست محمد د اوبو او برېښنا له وزیر سره د لیدنې پرمهال وویل: «فراهي ولس په استازولۍ وایم چې موږ د حکومت ترڅنګ درېږو او د بخش آباد بند په جوړولو کې مالي ونډه اخلو.»

ده له حکومته غوښتنه وکړه چې د دغه بند د جوړولو کارونه دې پيل کړي او د ده په خبره، د فراه ولس به د راتلونکو کارونو لپاره پيسې ټولې کړي.

د دغه ولایت د فراه‌رود سيمې اوسېدونکی او قومي مشر حاجي کریم وویل، په دغه ولایت کې تر ځمکې لاندې اوبو کچه ورځ په ورځ ټيټېږي او خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.

نوموړي زياته کړه، حکومت بايد د خلکو د ستونزو د حل په موخه، د بخش‌آباد بند جوړولو کارونه ژر پيل کړي او په وینا يې چې که دغه بند جوړ نه شي، نو خلک به د اوبو د نشتوالي له امله له فراه څخه کډې وکړي.

د اوبو او برېښنا وزير د فراه د قومي مشرانو له مالي ملاتړه هرکلی وکړ، خو زياته يې کړه چې حکومت د بخش‌آباد  بند جوړولو ته ژمن دی.

ده وویل، حکومت به د دغه بند کارونه ژر پيل کړي او د خلکو د مرسته شویو پيسو لپاره به بانکي اکونټ هم جوړ کړي او دغه پیسې په شفاف ډول به د بند په جوړولو کې ولګول شي.

منصور زياته کړه، دوی به د کار په پيل کې د کاسا شرکت ته په لومړي پړاو کې ۶۰۰ زره ډالر ورکړي او د کار په پرمختګ سره به نورې پيسې هم ورکوي.

د يادونې وړده چې د بخش‌آباد بند د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې موقعیت لري چې د جوړېدو تړون يې د تېر نظام په وخت کې له «کاسه» شرکت سره شوی او اوسمهال د دغه بند د تونلونو پر جوړولو کار روان دی.

Visits: 118

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.