ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ډنډ پټان- پښتونخوا لار له یوې میاشتې بندېدو وروسته بېرته خلاصه شوه

د ډنډ پټان- پښتونخوا لار له یوې میاشتې بندېدو وروسته بېرته خلاصه شوه

author avatar
26 Aug 2022 - 16:20
د ډنډ پټان- پښتونخوا لار له یوې میاشتې بندېدو وروسته بېرته خلاصه شوه
author avatar
26 Aug 2022 - 16:20

ګردېز (پژواک، ۴ وږی ۱۴۰۱): د پکتیا د ډنډ پټان- پښتونخوا لار له یوې میاشتې بندېدو وروسته نن د وږي په ۴مه د سوداګرو او مسافرو پر مخ خلاصه شوه.

دغه سوداګريزه لار میاشت مخکې له هغه وروسته وتړل شوه چې د افغان او پاکستانيو ځواکونو تر منځ شخړه وشوه او د ډزو په ترڅ کې دوه افغانان ووژل شول.

د پکتيا د ډنډ پټان ولسوال مولوي ناظم پژواک خبري اژانس ته وويل: «د لارې له تړل کېدو وروسته د دواړو غاړو قومي مشرانو څو ځلې له پاکستاني پلاوي سره ناستې وکړې او باالاخره لار پرانیستل شوه.»

هغه زیاته کړه، مقابل لوري ژمنه کړې چې هغه څه به بیا نه تکرارېږي چې له امله یې دغه لار تړل شوې وه بلکې دواړه لوري به له یو او بل سره همکاري کوي.

دی وايي، په سوداګریزو توکو بار هغه موټرونه چې دواړو غاړو ته بند پاتې وو، خپل مسیر ته د روانېدو په حال کې دي.

ده دا هم وويل، هغه ناروغان چې د درملنې لپاره پښتونخوا ته تلل د پخوا په څېر په عادي ډول تګ راتګ کولای شي.

سوداګر د دې سوداګريزې لارې په خلاصون خوښي ښيي او وايي، د لارې بندېدو د دوی په کاروبار بده اغېزه کړې وه.

د دې لارې یوه موټر چلوونکي روح الله ځاځي پژواک خبري اژانس ته وويل: «موږ يوه مياشت د لارې خلاصون ته انتظار وکړ، دلته نه یوازې موټر چلوونکو بلکې ناروغانو او نورو مسافرو په ډېرو بدو شرايطو کې شپې او ورځې سبا کولې خو اوس خوښ يوو چې لار پرانیستل شوه.»

نوموړی وايي، د لارې بندېدو له امله د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ته په خوراکي او غير خوراکي توکو بار زرګونه موټر بند پاتې وو چې د ځينو خوراکي توکو د له منځه تلو امکان هم و.

ځاځی وايي، دواړې غاړې بايد له دې وروسته د سوداګرو په چارو کې اسانتياوې راولي او کومې ستونزې چې پخوا دلته موجودې وې بيا تکرار نه شي.

د يادولو ده چې د ډنډ پټان- پښتونخوا پر لار پخوا هم د افغان او پاکستانيو ځواکونو تر منځ څو ځله وسله والې نښتې شوې خو په تېر يوه کال کې دا لومړی ځل دی چې د يوې مياشتې لپاره دغه لاره په مطلق ډول بنده شوې وه.

 

Visits: 38

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.