ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ایران «کیش ایر» هوايي شرکت افغانستان ته الوتنې پیل کړې

د ایران «کیش ایر» هوايي شرکت افغانستان ته الوتنې پیل کړې

author avatar
26 Aug 2022 - 15:07
د ایران «کیش ایر» هوايي شرکت افغانستان ته الوتنې پیل کړې
author avatar
26 Aug 2022 - 15:07

کندهار (پژواک، ۴ وږی ۱۴۰۱) د «کیش ایر» په نوم د ایران نیمه دولتي هوايي شرکت د جمعې په ورځ افغانستان ته خپلې الوتنې پیل کړې چې لومړۍ الوتنه یې کندهار ته وه.

په کندهار کې د احمدشاه بابا هوایي ډګر کې په دې اړه نیول شوو مراسمو کې د افغانستان هوایي چلند ادارې مرستیال، په کندهار کې د بهرنیو چارو رییس، د ایران کونسل او یو شمېر نورو مسوولینو ګډون کړی و.

د افغانستان هوایي چلند ادارې مرستیال غلام جیلاني وفا وویل، د دغه هوایي شرکت پروازونه چې تازه پیل شوي، د افغانسان او ایران ترمنځ به تګ راتګ نور هم اسانه کړي او له دې سره به د دواړو هېوادونو سیاسي او اقتصادي اړیکې نورې هم پراخې شي.

هغه زیاته کړه: «دا یو ډېر ښه ګام دی، له دې سره به د ایران او افغانستان سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې شي او نور شرکتونه به هم تشویق شي چې خپل پروازونه پيل کړي.»

هغه دغه راز وویل، له افغانستانه د ناټو او امریکا له وتلو سره سم د کندهار هوایي ډګر په ګډون د ځینو نورو ولایتونو هوایي ډګرونو رادارونه او نور تخنیکي وسایل ویجاړ شوي وو چې تر اوسه یې لا هم ځينې برخې نه دي رغول شوې.

دی وایي، دغه تجهیزات ځیني د قطر او متحده عربي اماراتو په مرسته ترمیم شوي او ځیني لا هم تر ترمیم لاندې دي.

په کندهار کې د ایران کونسل علي رضا حاجي زاده وویل، دغه هوایي شرکت به په اوونۍ کې دوه ځله له ایران څخه کابل او کندهار ته الوتنې ولري او له دې سره به خلکو ته د سفر لا ډېرې اسانتیاوې برابري شي.

ده زیاته کړه، په تېر یوه کال کې یې افغانانو ته شاوخوا سل زره وېزې ورکړې او دا چې د هوايي شرکتونو فعالیتونه زیاتېږي، د وېزو په شمېر کې هم ډېروالی راځي.

ده وویل: «دا پروازونه د ایران او افغانستان پر سوداګریزو اړیکو مثبت اغېز لرلای شي او موږ تمه لرو چې نور هوایي شرکتونه به هم خپل پروازونه پیل کړي څو خپلمنځي اقتصادي اړیکې لا هم پراخې شي.»

د کندهار اوسېدونکي هم وایي، خوښ دي چې افغانستان له ګاونډي هېوادونو او نړۍ سره اړیکې پراخوي او تګ راتګ زیاتېږي.

د کندهار ښار یوه اوسېدونکي محمد اکرم پژواک خبري اژانس ته وویل: «موږ ډېر خوشحاله یوو چې له نړۍ سره مو اړیکې ښې شي، پروازونه زیات شي او ځمکنۍ لارې خلاصې شي څو افغانان له اوسنيو اقتصادي ستونزو راووځي، دا چې ګاونډي هېوادونه افغانستان ته پروازونه زیاتوي یا اړیکې ورسره پراخوي باید دوه اړخیزې ګټې په کې په پام کې ونیول شي نه دا چې د افغانانو ګټه په کې لږ وي.»

خلک دغه راز غوښتنه کوي چې باید د ټکټونو د بیو د ټیټولو په برخه کې هم مسوولین هڅې وکړي، ځکه د طالبانو د حکومت له راتلو سره د ټکټونو بیې لوړې شوې او ان ځينو هېوادونو ته څو برابره ډېرې شوې دي.

Visits: 159

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.