ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې د غالیو صنعتګر: د بازار او خامو موادو نشتوالی مو د کاروبار کمرنګه کېدو لامل شوی

کندوز کې د غالیو صنعتګر: د بازار او خامو موادو نشتوالی مو د کاروبار کمرنګه کېدو لامل شوی

author avatar
28 Aug 2022 - 17:10
کندوز کې د غالیو صنعتګر: د بازار او خامو موادو نشتوالی مو د کاروبار کمرنګه کېدو لامل شوی
author avatar
28 Aug 2022 - 17:10

کندوز ښار (پژواک، ۶ وږی ۱۴۰۱): په کندوز ولایت کې د وطني غالیو یو شمېر صنعتګر وایي، د بازار، مناسب ځای او خامو موادو نشتوالی د هغوی د کاروبار کمرنګه کېدو لامل شوی او په دې وروستیو میاشتو کې د غالیو بیې هم ټیټې شوې دي.

په همدې حال کې، د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین دغه ننګونې مني او ورته پر رسېدنې تینګار کوي.

د کندوز د چهاردرې ولسوالۍ په یوې لرې سیمې کې د وطني غالیو یوه صنعتګر نور ګلدي – چې د غالیو اوبدلو کار کوي – پژواک خبري اژانس ته وویل، د وطني غالیو بیې په بېساري ډول ټیټې شوې او ان د خپل لګښت د پوره کولو توان هم نه لري.

هغه زیاته کړه: «زموږ غالۍ په نړۍ کې لومړۍ درجه غالۍ دي، خو مواد نه لرو؛ د غالیو بیې ډېرې ټیټې شوې، زموږ غالۍ د پاکستان په نوم پلورل کېږي؛ ځای نه لرو دولت باید موږ اکمال کړي.»

نور ګلدي وایي، پخوا به یې یوه غالۍ په ۱۰۰زره افغانۍ پلورله، خو اوسمهال یې په ۵۰زره هم نشي پلورلی.

هغه له حکومته غواړي، څو د غالیو له صنعتکارانو ملاتړ وکړي او یو صنعتي ښارګوټی ورته جوړ کړي.

د غالیو یو بل صنعتګر محمدنظر وايي، پخوا د وطني غالیو صنعت ښه غوړېدلی و او له لوړ ارزښته برخه‌من و.

خو هغه وایي، په دې وروستیو کې وطني غالۍ د خامو موادو د لوړې بیې او د مناسب بازار نشتون له امله خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی.

هغه زیاته کړه: «غالۍ اوبدونکو ته مواد اړین دي؛ دویم دا چې یو مناسب ځای ته اړتیا ده چې خلک هلته غالۍ اوبدل زده کړي، مخکني حکومت د یوه ښارګوټي د جوړولو وعده کړې وه، خو هغه ښارګوټی هم جوړ نشو، زموږ هیله دا ده چې د غالیو د صنعت ملاتړ وشي، مارکېټ برابر شي، نندارتونونه جوړ شي او نړۍوال بازارونو ته عرضه شي.»

په دغه ولایت کې د غالیو یو شمېر نور صنعتګر هم د خپل کاروبار له کمرنګه کېدو شکایت کوي او له حکومته د ملاتړ او مرستې غوښتونکي دي.

په همدې حال کې، د کندوز ولایت د صنعت او سوداګرۍ رییس مولوي محمدرحیم سیرت دغه ننګونې مني او ورته پر رسېدنې ټینګار کوي.

هغه وویل: «انشالله موږ به د ټولو صنعتکارانو او په ځانګړي ډول د غالۍ صنعتکارانو ستونزو ته رسېدنه کوو؛ موږ هڅه کوو چې غالۍ اوبدونکو ته صنعتي پارکونه جوړ کړو او د غالیو صنعتکارانو د تولیداتو لپاره د بازار زمینه برابره کړو.»

د ویلو ده، غالۍ اوبدل د افغانانو يو له پخوانیو کسبونو څخه دی او د ډېرو بېوزلو افغان کورنيو د عايد سرچينه ده.

ا

Visits: 23

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.