ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان د کرکټ اسیا جام سیالیو دویمه لوبه کې بنګله‌دېش ته هم ماتې ورکړه

افغانستان د کرکټ اسیا جام سیالیو دویمه لوبه کې بنګله‌دېش ته هم ماتې ورکړه

author avatar
30 Aug 2022 - 23:45
افغانستان د کرکټ اسیا جام سیالیو دویمه لوبه کې بنګله‌دېش ته هم ماتې ورکړه
author avatar
30 Aug 2022 - 23:45

کابل (پژواک، ۸ وږی ۱۴۰۱): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د اسیا جام سیالیو په لړ کې په دویمه لوبه کې بنګله‌دېش ته د ۷ ویکټو په توپیر سره ماتې ورکړه او په دې سره یې د دې سیالیو دویم پړاو ته لار ومونده.

د افغانستان، پاکستان، هندوستان، بنګله‌دېش، سريلانکا او هانګ کانګ په ګډون د اسیا جام شل اووریزې سیالۍ د اګسټ په ۲۷مه په متحده عربي اماراتو کې پیل شوې؛ افغانستان، سریلانکا او بنګله‌دېش په ب ګروپ کې دي.

د نننۍ لوبې پچه بنګله‌دېش وګټله او لومړۍ يې توپوهنه غوره کړه چې په شلو اوورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۷ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۱۲۸ منډو هدف وټاکه.

د بنګله‌دېش له لوري په توپوهنه کې مصدق حسین ۴۸ او محمدالله بیا ۲۵ منډې جوړې کړې.

همدارنګه په توپ‌اچونه کې د افغانستان له لوري مجیب او راشدخان د بنګله‏دېش درې درې لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان ملي لوبډلې یاد هدف په نولسم اوور کې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او بنګله دېش ته یې د ۷ ویکټو په توپیر سره ماتې ورکړه.

د افغانستان له لوري په توپوهنه کې نجیب‌الله ځدراڼ بیا ښکلې لوبه وکړه او په شپږو شپږیزو سره یې  ۴۳ ناسوځېدلې او  ابراهیم ځدراڼ هم ۴۲ ناسوځېدلې منډې او همدارنگه حضرت‌الله ځاځي ۲۳ منډې جوړې کړې.  مجیب ځدراڼ د دې لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

د یادونې ده، په دې بریا سره افغانستان د دې سیالیو دویم پړاو ته لاره پیدا کړه او ښايي راتلونکې لوبه یې له هند یا پاکستان سره وي.

Visits: 53

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.