ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سریلانکا د اسیا جام سیالیو دویم پړاو کې افغانستان ته ماتې ورکړه

سریلانکا د اسیا جام سیالیو دویم پړاو کې افغانستان ته ماتې ورکړه

author avatar
3 Sep 2022 - 23:03
سریلانکا د اسیا جام سیالیو دویم پړاو کې افغانستان ته ماتې ورکړه
author avatar
3 Sep 2022 - 23:03

کابل (پژواک، ۱۲ وږی ۱۴۰۱): د اسیا جام دویم پړاو سیالیو په لومړۍ لوبه کې سریلانکا افغانستان ته د څلورو ویکټو په توپېر سره ماتې ورکړه.

د دې لوبې پچه سریلانکا وګټله او افغانستان ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه چې په شل اورونو کې افغان کرکټ ملي لوبډلې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۵ منډې جوړې کړې او مقابل لوري ته یې د ۱۷۶ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان له لوري رحمن‌الله ګربز په نننۍ لوبه کې ښه وځلېد او ۸۴ منډې یې جوړې کړې، ابراهیم ځدراڼ بیا ۴۰ منډې جوړې کړې.

د سریلانکا لوبډلې یاد هدف په شلم اور کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او افغانستان ته یې د څلورو ویکټو په توپیر سره ماتې ورکړه.

په توپ اچونه کې د افغانستان له لوري مجیب او نوین‌الحق دوه دوه، محمدنبی او راشد خان بیا د سریلانکا یو یو لوبغاړي وسوځول.

د یادونې ده، د اسیا جام سیالیو دویم پړاو لوبو کې به افغان کرکټ ملي لوبډله د روانې سپټمبر میاشتې په ۷مه له پاکستان سره لوبه وکړي.

Visits: 51

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.