ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له ۲۵ کلونو وروسته د نشه‌یي توکو پرېښودو د عبدالله د کورنۍ پر شونډو مسکا راوستلې

له ۲۵ کلونو وروسته د نشه‌یي توکو پرېښودو د عبدالله د کورنۍ پر شونډو مسکا راوستلې

author avatar
4 Sep 2022 - 18:25
له ۲۵ کلونو وروسته د نشه‌یي توکو پرېښودو د عبدالله د کورنۍ پر شونډو مسکا راوستلې
author avatar
4 Sep 2022 - 18:25

نیلی (پژواک، ۱۳ وږی ۱۴۰۱): عبدالله چې ۳۹ کاله عمر لري او د دایکنډي ولایت د پاتو ولسوالۍ د «تمزان» کلي اوسېدونکی دی وايي، له ۲۵ کلونو وروسته یې نشه‎يي توکي پریښي او دا لومړي ځل دی چې مېرمن او اولادونه یې په کور کې د ده په شتوالِ خوښ دي او مسکا یې پر شونډو ده.

هغه وایي، له نن څخه ٢٥ کاله وړاندې د پاتو ولسوالۍ په تمزان کلي کې په ناڅاپي ډول پر نشه‌يي توکو روږدي شوى و او په دغه موده کې یې تر پلونو او پلګوټو لاندې شپې او ورځې تېرې کړې دي.

هغه یادونه وکړه، اوس دې نتیجې ته رسېدلی چې د نشه‌یي توکو کارول یوازې بدبختي او له کور، کورنۍ او ټولنې لرې‌والی دی او انسان خپل ماهیت له لاسه ورکوي.

عبدالله وویل، د کورنۍ فشار له امله یې په خپله خوښه او د ډاکتر په هڅونه د سږ پسرلي په لومړیو کې د دایکنډي په مرکز کې «د معتادینو د درملنې لپاره د اعتماد نوين خصوصي روغتون» ته مراجعه وکړه او اوس له څلورو مياشتو وروسته په بشپړه توګه روغ شوی او دا کار یې په کورنۍ کې د سترې خوښۍ لامل شوی دی.‎

هغه زیاته کړه: «په لومړیو کې کله چې کور ته لاړم دوه ماشومان مې رانه وېرېدل او تښتېدل، خو اوس چې ځم ټول زما غېږ کې ځانونه اچوي او خوشحاله کېږي. پر دې سربېره مېرمن مې چې مخکې به یې تل ژړل، اوس یې په شونډو مسکا را پیدا شوې ده.»

نوموړی وايي، روږدي کسان ټول ناروغان دي او باید رحم پرې وشي، درملنه او سرپرستي یې وشي.

هغه د نشه‌يي توکو د ناروغانو د زياتوالي لامل د کورنيو بې پروايي او د نشه‌يي توکو د کارونې په مخنيوي کې د هغوی پاتې راتلل‎ بولي.

د دایکنډي دغه اوسیدونکی اوس له حکومت غواړي چې په نشه‌يي توکو د روږدو نورو کسانو وضعیت ته پاملرنه وکړي.

نوموړي له روغتيايي مسوولينو وغوښتل چې د روږدو کسانو د درملنې مرکزونه فعال کړي او له امنيتي بنسټونو يې هم غوښتنه وکړه چې د نشه‌يي توکو د پلور مخه ونيسي، څو نور ټولنه تباه نه کړي.

په ورته مهال د دايکنډي امنيتي چارواکي د نشه‌يي توکو د قاچاق او مصرف د مخنيوي په برخه کې د خپلو هڅو خبر ورکوي.

د دايکنډي ولايت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د پوليسو عمومي رييس مولوي هاشم نظام وويل چې د دوى د اټکل له مخې په دغه ولايت کې څه باندې ٤٥ زره کسان پر نشه يي توکو روږدي دي.

هغه ټینګار وکړ چې د دوی ځواکونه د دایکنډي په ټولو سرحدي سیمو، ولسوالیو او ښار کې فعال دي او څو ځله یې د نشه‌يي توکو قاچاق وړونکي نیولي دي.

د ده په وينا، د نشه‌يي توکو د کارونې د مخنيوي او کمولو يوازنۍ حل لاره د اسلامي امارت د مرکزي چارواکو ځانګړې پاملرنه ده او بايد په دغه ولايت کې د روږدو کسانو د درملنې ډېر مرکزونه جوړ کړي.

په همدې حال کې د روغتيايي مسوولینو په وينا، د نشه‌يي توکو تر ټولو زيات کاروونکي د دايکنډي ولايت په ميرامور ولسوالۍ کې شتون لري.

Visits: 111

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.