ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندوز کې یوه بنسټ د لسګونو ماشومانو «پرې شونډې» وړیا عملیات کړې دي

په کندوز کې یوه بنسټ د لسګونو ماشومانو «پرې شونډې» وړیا عملیات کړې دي

author avatar
22 Sep 2022 - 18:21
په کندوز کې یوه بنسټ د لسګونو ماشومانو «پرې شونډې» وړیا عملیات کړې دي
author avatar
22 Sep 2022 - 18:21

کندوز ښار (پژواک،۳۱ وږی ۱۴۰۱): په کندوز کې د یوې خیریه موسسې مسوولین وایي چې د اړمنو د لاسنیوي په موخه یې د ۱۵۰ پرې شونډو ماشومانو وړیا عملیاتونه کړي دي.

په همدې حال کې ځينو هغو کسانو چې ماشومان یې د یادې خیریه موسسې له لوري تداوي شوي، له دغه کاره خوښ دي.

د یاد خیریه بنسټ رییس الله نور سعادت پژواک ته وویل، ډېر ماشومان چې دوی ته د عملیاتو لپاره مراجعه کوي، له بېوزلو کورنیو څخه دي او د هغو د درملنې وس نه لري.

د هغه په خبره، دغه لړلۍ په دوامدار ډول ادامه لري او په هرو درېیو میاشتو کې چاک شونډو ماشومانو ته وړیا خدمات وړاندې کوي.

 هغه وویل: «سعادت موسسه په نظر کې لري چې په کندوز ولایت کې هغه ناروغان چې شونډې یې پرې دي، وړیا عملیات کړي، د دې برخې یو تکړه ډاکټر مو له بهر راغوښتی او دا لړلۍ روانه ده.»

د هغه په خبره، د دوی ناروغان ډېر دي کوم بهرنی ډونر لري او کوم خدمات چې دوی کوي د بهر مېشتو خیر خواه افغانانو په مرسته ترسره کېږي.

په ورته وخت، د یادې ناروغۍ د درملنې لپاره له بهره راغلی ډاکټر غفارغیور وایي، د خلکو بېوزلۍ او او غریبۍ دې اړ کړی څو د دغو ناروغانو وړیا عملیاتونه وکړم.

هغه وایي: «د چاک شونډو وړیا عملیاتونه فعلاً په کندوز کې ادامه لري موږ په  ۲۰ ورځو په ترڅ کې ۱۵۰ ماشومان عملیات کړي او پلان لرو چې دغه لړلۍ نورو ولایتونو کې هم پر مخ بوځو.»

له بلې خوا، ځينو هغو کسانو چې ماشومان یې د یادې خیریه موسسې له لوري تداوي شوي له دغه کاره خوښ دي.

یو ناروغ لرونکی معصوم جان وایي: «یوه شخصي روغتون ته لاړو ۵۰ زره افغانۍ یې غوښتې اوس مې چې زوی عملیات شوی کولی شي خوراک هم وکړي، خبرې هم وکړي او څېره یې هم ښه شوې ده.»

ځينو نورو ناروغ لرونکو هم له دغه کاره خوښي وښوده او له ټولو خیرخواه سوداګرو او اشخاصو نه د داسې اقداماتو غوښتنه کوي.

Visits: 50

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.