ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغان فلم ریاست د بګرام زندان مستند فلم نندارې ته وړاندې کړ

د افغان فلم ریاست د بګرام زندان مستند فلم نندارې ته وړاندې کړ

author avatar
28 Sep 2022 - 16:45
د افغان فلم ریاست د بګرام زندان مستند فلم نندارې ته وړاندې کړ
author avatar
28 Sep 2022 - 16:45

کابل (پژواک، ۶ تله ۱۴۰۱): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د افغان فلم ریاست، نن د بګرام زندان مستند فلم نندارې ته وړاندې کړ چې ډېره برخه یې د امریکایانو له خوا پر زندانیانو د ظلمونو په اړه ده.

د کابل په شمال کې د بګرام هوایي هډه، له ۲۰۰۱ میلادي کال وروسته افغانستان کې د امریکایي ځواکونو تر ټولو ستر پوځي مرکز و؛ خو څه باندې یو کال وړاندې له افغانستانه د دغو ځواکونو له وتلو وروسته، د دغه هوایي ډګر واک د افغانستان له دفاع وزارت سره دی.

د راپورونو له مخې، امریکایانو په افغانستان کې د خپل شتون پرمهال زرګونه افغانان د بګرام په زندان کې بندیان کړي وو.

د بګرام زندان په اړه د مستند فلم جوړونکي محمدظریف درویش کابل کې نندارې ته د یاد فلم د وړاندې کولو په غونډه کې وویل، دغه فلم په شاوخوا اتو میاشتو کې جوړ شوی او ډېره برخه یې د امریکایانو له لورې پر زندانیانو د تر سره شویو ظلمونو ښکارندویه ده.

هغه وایي، فکر یې کاوه چې د نوي سرپرست حکومت په راتګ سره به هېواد کې د فلم جوړولو فرهنګ له منځه ولاړ شي، خو بر عکس اوس د فلمونو جوړولو چارې لا غښتلې شوې او حکومت یې هم سخت ملاتړ کوي.

په دغه مستند کې د بګرام زندان لوړ- لوړ دېوالونه او تنګې خونې تر سترګو کېږي. په فلم کې هغه کسان چې په بګرام زندان کې یې د بند شپې ورځې تېرې کړې، د هغوی د نیول کېدو د څرنګوالي او په زندان کې له هغوی سره د بد چلند، وهلو ټکولو، د لمانځه پرمهال پرې د اوبو او برېښنا پرې کولو، په ژمي کې سړو خونو کې د هغوی د ساتلو او نورو ظلمونو یادونه کوي.

د افغان فلم رئیس شفیع‌الله جاوید افغان، نندارې ته د دغه مستند د وړاندې کولو په اړه جوړه شوې غونډه کې وویل چې امریکایانو په افغانستان کې ډېر ظلم کړی، خلک یې ځورولي، زنداني کړي او باید د هغوی دغه ظلمونه مستند او خلکو ته وړاندې شي.

دی وایي، د افغانستان په هره سیمه کې د امریکایانو له لوري رامنځته شوې ویجاړۍ تر سترګو کېږي.

د جاوید په وینا، که چېرې د امریکانو د ظلمونو په اړه مستند فلمونه جوړ او تر خلکو ورسول شي، نو راتلونکی نسل به په دې وپوهېږي چې «بهرنیان موږ ته افغانستان هېڅکله نه جوړوي.»

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال مولوي عتیق‌الله عزیزي په دغه غونډه کې وویل چې یاد مستند فلم د امریکایانو د ظلمونو یوه بېلګه ده.

 ده وویل، امریکایانو ډېر بې‌ګناه افغانان کلونه کلونه په زندانونو کې اچولي وو.

عزیزي وایي، دغه ډول مستند جوړول چې د افغانانو شجاعت په کې څرګندېږي، د تاریخ لپاره سند پاتې کېږي.

ده دا هم وویل چې ټولې رسنۍ دې د دغه ډول جوړو شویو مستندو فلمونو په خپرولو کې خپل رسالت تر سره کړي او تر خلکو یې ورسوي.

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې، په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د شتون پرمهال هم د بشري حقونو ځینو سازمانونو بګرام کې د زندانیانو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه او داسې راپورونه خپاره شوي و چې په بګرام کې زندانیان شکنجه کېږي او ډېر یې نه پوهېږي چې په کوم جرم نیول شوي دي.

Visits: 78

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.